لنډې کیسې
نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه)
نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه) ليکوال: محمد الله ارين نن د پاڼې دوی کور ته موټر ولاړ و او ډول ډول خلک ورکره کښته پورته کیدل. د پاڼې کور له سړک سره نيږدې د لويې ويالې پر غاړه و، تر ډيره به په ستونزه موټر ور تلای شوای، خو دا موټر له دې دومره ستونزمنې لارې سره سره د دوی کورته ورغلی و او د دروازې په مخ کې يې ښه په عزت سره ولاړ و. په دې ډول ډول سړيو کې يو سپين ږيری مازديګر لمانځه ته جومات راغی، ټولو ورته رډ رډ کتل خو د لمانځه له خلاصيدو سره سم ټولو کليوالو ورسره روغبړ ا
ژوندی مړی
ژوندی مړی لنډه کيسه يوه هوښيار ويلي: ( څوک چې له مرګه نه وېرېږي، هغه له ټولو ډېر وېرېږي). ما چې به کله د خپل زړورتوب کيسې خپلو اولادونو او دوستانو ته کولې، نو په هغه ورځ ټولې درواغ شوې. کور ته چې راورسېدم، نو ايله مې په ځان پسې پښې راکښلې. په جوړ شوي کټ کې اوږد اوږد پرېوتم. پر زړه مې د بېوسۍ داسې يوه څپه راغله، لکه ايله چې اوس د درېو کالو ماشوم يم. خپ
سيالي( لنډه کيسه)
سيالي ( لنډه کيسه) حفيظ الله تراب د سهار څلور بجې به وې، چې د کابل په لومړني موټر کې په ډېرې خواشينۍ کېناست. رښتيا چې د خدای او بنده وعده يوه نه وي، ګنې هغه چې له اوږدې مسافرۍ وروسته په کومه هيله او تلوسه کور ته راغلی و، نو داسې څه ورسره وشول، چې په خيال کې يې هم کله نه و تېر شوي. پر ټوله ل
بې ریښې: یو داستان(پرلپسې دریمه برخه)
بې ریښې: یو داستان لیکوال: نیکلای هایتوف ژباړن: محمدالله ارین احمدزی دا پردی والی دې حد ته رسیدلی دی کله یې چې زما په لمسي نوم کیښود زما نوم یې هم پرې نه کیښودزما نوم ایګنات دی. دوی له دې ډاریده داسې نه چې ملګري یې د زوی نوم د ایګنات پر ځای ګاتو کړي. موږ په کورنۍ کې دوه د ایګنات نومونه لرل یو زما نیکه و او یو مې هم غور نیکه. زما په اندی دوی ډير ښه سړي واو ډير زحمت به یې یوست. له چریکو مبارزینو سره به یې مرسته کوله او د پرمختګ غوښتونکو ملاتړ
بې ریښې: داستان( دوهمه برخه)
بې ریښې: داستان د محمدالله ارین احمدزي ژباړه( دوهمه برخه) ویې ویل دی به غوایې نه پیايي ترڅو دې لغت ته اړتیا ولري. دی به مدرسي ته ځي چې یو څه زده کړي. ستا لرګي ته به اړتیا نه پیدا کوي. نو دې د همدې یوې کلیمې لپاره هغه وړکتون نه ولیږه. ما دا کیسه خپل زوی ته وکړه او هغه ته مې وویل: -ګر
بې ریښې: داستان( لومړۍ برخه)
بې ریښې: داستان لیکوال: نیکلای هایتوف ژباړن: محمدالله ارین احمدزی له ما پوښتنه کوې چې نوم دې څه شی دی.... تاسو څخه ډيره مننه. اوس نیژدې یو کال کیږي چې په ښار کې ژوند کوم، او هره ورځ راځم په دې څوکۍ کښینم، خو هیڅکله داسې نه دي شوي چې چا دې زما د نوم پوښتنه کړې وي، هو هیڅچا! او ته لومړنی کس یې چې زما د نوم پوښتنه کوې زه در څخه مننه کوم. خدای دې تا زما په حا
سنګسار
سنګسار لنډه کیسه( د محمدالله ارین احمدزي لیکنه) د کلي په لوی میدان کې ډير خلک سره را ټول ډير کسان چې دې کلي ته نوي راغلي و دې نندارې ته هک پک و، زه هم دې هکې پکې او نوې نندارې ته ور ګډ شوم، ټول غلي ناست و او یو کلیوال په غبرګو لاسونو خبرې کولې خو نه یې د خبرې سر مالوم نه هم هم بیخ. ټول ورته غوږ و او غلي ناست و خو یو نیم بیا یوې بلې خوا ته کتل. زه هم په دې دومره موده کې د کلي په ځينو دو
موږ ته دین مه راښیه /// لنډه کیسه
موږ ته دین مه راښیه سیدشاه خروټی-لندن په کلي کي د هر سړي په خوله د ګل محمد د زوی د مرګ کیسه وه . دګل محمد زوی رازمحمد چي له خپل پلارسره به یې بزګري کوله د قیمت ګل د زوی نادر لخوا ووژل شو نادر یو بې لاري او آواره انسان وو چي له پلار نه نیولي د کلي هر سړی ورنه په تنګ وو نادر به د رازمحمد خور ګل غوټئ هره ورځ تنګوله چي کله د ګل غوټئ د کور وال پرې خبر شول نو د نادر پلار ته يې د هغه شکایت و
ګلالی
ګلالیهو ګلالۍ !ګلالۍ خو په اصل کې د یوې انجلی نوم دی ګلالۍ د خپلې مور نازولې نخره بازه اود کرشمو ډکه لور وه خو کله به هم ترینه یو ځوان زلمی زوی جوړشو چې هغه په عوامو کې عامه خبره چې د تاووه به یې دکور دیوالونه لړزیدل دا هغه زلمی زوی و چې ټول عمر یې د خپلې غمځپلې مور د زړه په ناسور شوو زخمونو د صبر او حوصلې پټی ایښودې.د ګلالۍ د زیږیدنې هیبت د ګلالۍ مور دومره ژړولې او غمولې وه چې د نا توانی یې خپلې ماشومې لور ته شودې نه شوې ورکولی یوې مور ته به له دې نه
مسلماني( لنډه کیسه)
مسلماني( لنډه کیسه) د سیدالرحمن فقیرزي لیکنه حاجي مستان خپله توره ږيره په موټې کې کلکه ونيوله څنګ ته په څوکۍ ناست کس ته يې کړه . ياره چې د سړي له حکومته څه چې ان له چپړاسي نه هم زړه تور شي . درې ورځې کيږي چې د ې ادارې ته منډې را وهو خو څوک مو پوښتنه هم نه کوي. څنګ ته ناست سړي خپله کوت کوت پګړۍ په خپلو زيږو لاسونو له سره ښکته کړه او د لاس په منګولو خپله ککرۍ وګروله. - اجي صيب ستاسو
ساندې:لنډه کیسه
ساندې:لنډه کیسه لیکوال محمدالله ارین احمدزی زمونږ د کلي په لوی سړک به موټرونه تل ګړندي را روان ول او هر چاته به یې چراغونه ورکول، د موټرچلونکو دې سپین سترګي ما رنګي خلک ډير ځورول ځکه چې دومره ډير کسان به پکې کښینولي و چې ایله به زاړه موټر وړی شو، زمونږ د کلي موټر ډیر عجیبه غوندې و او له نورو سره یې توپير دا وو چې ګړندي به یې چلول تل په خټو او دوړو لړلي و او له سلنسر څخه به يې داسي لوګي پورته
پوهنتون( لنډه کیسه)
پوهنتون( لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه زړه نا زړه وم هسې مې خبرې نه شوی کولای پلار مې کوټې په ډيره غصه را ننوت او ماته یې په رټ رټ کتو وویل چې چیرته تللی وی چې دومره ناوخته راغلې، سخت وډار شوم او پلار ته مې وویل چې هسې بهر وتلی وم له ملګرو سره د جومات مخې ته په مجلس بوخت شوم او ناوخته شو. پلار مې نور څه ونه ویل، په ټوله کوټه کې چوپتیا خوره وه،هر یوه یو بل ته د سترګو له کونجون
سوالګره( لنډه کیسه)
سوالګره له کور څخه را و وتم ترڅو ښار ته لاړ شم او د کور لپاره یو څه سودا واخلم په ښار کې له موټر څخه پلی شوم او د معمول سره سم په ښار کې روان ووم او هرې خواته مې ډول ډول غږونه تر غوږونو کیدل، کیله جوړه په پنځه روپي، پنځه پنځه روپۍ....... هرڅوک په خپل کار بوخت و او هرې خواته هرچا خپل کار کاوو، څوک په موټر کې او څوک پلي روان وو، زه هم د ډیرو په څير پلی روان ووم او په ښار مې هرڅه بیه کول او د هرڅه ننداره مې کوله، ځينې وخت به
خالي قبر
خالي قبر د شقایق ارمان لیکنه: د محمدالله ارین احمدزي ژباړه ستړي او ستومانه میږه تانه ستا د قبر هرې خواته تلل او راتلل او د هر ځل تلو راتلو سره به یې ستا نه شتون را یاداوو.زما په شااوخوا کې ناستو الوتونکو به کله چې ما غوندې بې موره ماشوم لید نو به یې راته سندرې ویلې.خو دا ځل د الوتونکو شعر او سندرو فصل نه پيژاند، ردیفونو یې غم درلود. ردیفونه یې داسې و لکه ستا په څنګه کې ښخ شوي کسان.تل به مې س
زيارت( لنډه كيسه)
زيارت( لنډه كيسه) د محمدالله ارين احمدزي ليكنه د ډيرې مودې وروسته مې په کور کې هسې زړه تنګ شو له ډیر سوچ وروسته کې فیصله وکړه چې د عثمان بابا زيارت ته لاړ شم. زيارت په داسې يوځاى كې وو چې شااوخوا يې شنو ونو او د پاكو اوبو يخې چينې را چاپير كړى و او له کلي او بانډې څخه لرې په یوه شنه غوڼدی
د نوکري شپه(لنډه کیسه)
د نوکري شپه(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه نن تر ډيره ځنډه په روغتون کې ناست وو هیڅ یې کورته زړه نه کیده په روغتون کې یې د نوکري وال ډاکټر پوښتنه وکړه ما ورته وویل چې زه نوکري ووم نو ماته یې وویل چې ډاکټر اشنا نن شپه څوک نوکري دي ما ورته وویل چې زه نوکري یم ډير خوښ شو او ماته یې وویل چې که کیدی شي نو زه به نن شپه ستا په ځای نوکري شم او ته کورته لاړشه ، ډير ټينګار مې وکړ چې نه نه زه خپله نوکري د چاسره نه بدلوم خو نه یې من
مینه(لنډه کیسه)
مینه(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه لا به ډيره وړه چې زمونږ کره یې تګ راتګ کاوو او کله ناکله به زه هم ورتلم. تل به مو د یو بل سره ناسته کوله او بې د دې څخه چې څوک مونږ ته بد وايي او یا د کومې بدې شک راباندې وکوي د کور او خپلو خپلوانو په اړه به مو کیسې سره کولې او تر ډيره به سره ناست وو.خو دا د ازادي څخه ډکې شپې ډيرې ژر تیرې شوې او ډير ژر یې رنګ بدل کړ. اوس یې د خپلو خپلوانو کره تګ راتګ بند شوی وو او مور یې نه غوښتل چې ډيره د خپلوانو کره لاړه شي. د دې سره س
د اولاد نه شتون( لنډه کیسه)
د اولاد نه شتون( لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه لا به یې د واده دوه کاله نه وتلي چې مور یې په کلي کې د خپلې نګور غیبتونه پیل کړل ډير ځله به یې ویل چې نګور مې ډيره بد اخلاقه ده د زوی هم نه ده خوښه د مونږ کره به هم چې راغله همدا کیسې به یې کولې او تل به یې د خپلې نګور غیبت کاوو ما به کله ناکله ورسره څه ناڅه ځوابونه ویل خو کومه ګټه یې نه کوله ځکه دې ښځې یوازې خپله خبره منله نه د بل. د دې کیسو څخه به څو ورځې نه وې تیرې چې ځای یې بلې کیسې ونیو او هغه داچې په کلي کې د
دوهم واده( لنډه کیسه)
دوهم واده( لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه) لا یې د لومړي واده څو کلونه نه ووتلي چې د نوي واده تابیا یې وکوله سپين سرې مور او سپين ږیرې پلار یې ډير عذرونه ور ته وکړل چې بل واده څه کوي خو زوی یې د پلار او مور په خبرې څه سر نه خوږاوه تل په دې پلټنه کې وو چې چیرې
د مور کیسه( ورستۍبرخه)
ښځې بیا ځلې وویل:دروغ وایې.. دروغ وایې.... دا ته یې چې نه یې پریږدې. رزیتا وویل: ماته پوري کوم ارزښت نه لري که ماغوښتلی چې ځان ته میړه وکړم نو زه د ځان لپاره د داسې سړي وژونکې په زوی په سې نه ګرځیدم. لاګا داسې حس کوله چې ټول ځایونه د وینو بوی کوي.ناڅاپه یې لاس پورته شو او رزیتا یې یوه کلکه څيپړه ووهله.... او رزیتا ته یې وویل: که چیرې د زوی څخه مې لاس وانخلې نو بیا د خون په خپله غاړه. رزیتا وویل: داسې انګیرې چې زه ستاسو د تهدیدونو څخه ډاریږم؟ لاګا لکه زمری چې ښکار ترې خطا شوی وي نور یې خپله مخ
ریښتونې مینه(لنډه کیسه)
ریښتونې مینه(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه کله چې د ناروغي له امله په یو روغتون کې بیستر ووم زما کټ ته په مخامخ کټ کې به تل ښځې او میړه ترمنځ خپل منځي سوله ایزه جګړه روانه وه.ښځې غوښتل چې د روغتون څخه نور لاړه شي خو خاوند یې غوښتل چې همدلته پاتې شي او دې ته یې نه پریښوده چې لاړه شي.د ډاکټر له خبرو دومره پوه شوم چې ښځه د تومور دانه لري او حالت یې د اندي
د مور کیسه( دوهمه برخه)
کله چې لاګا لاړه نو رزیتا یوه اوږده سا واخیسته او بیا یی وویل:ډير ښکلی زوی لري!کیدای شي چې دا به هم په ځواني کې ډيره ښکلې وه! او په څو راتلونکو ورځو کې یې دا خبرې څو ځله وکولې! په لاګا دا زوی ډير ګران وو ځکه چې دا د دې یوازنی زوی وو چې په دې دنیا کې یې درلود زړه یې غوښتل چې دا هم د دې هلک تر ټولو نیژدې څوک و اوسي چې پوري هم ورته په همدې سترګه کتل. د دې لپاره چې د دوی دواړو د کار ځای د دې ځای څخه لرې وو نو دوی دواړو نه شو کولای چې سره یوځای ژوند وکړي نو د اونۍ په ټولو ورځو کې
د مور کیسه(لومړۍ برخه)
د مور کیسه د ایف سیټفمن لیکنه د محمدالله ارین احمدزي ژباړه دوه درې کړکی ډيرې ژر خلاصې شوې او څو تنو د هغو کړکیو څخه خپل سرونه را وویستل او هغو چیغو ته چې په ناڅاپي توګه د کور په منځ کې پورته شوې غوږ ونیو.....د دوی د ډلې څخه یوه یې چې میانساله میرمن وه وویل: نوی کوم کس ده..... او دهغه جوالي سره چې د ده بار یې راوړی چنې وهي! دغه کور یوه دوه پوړیز کور وو چې په ښار کې په یو ډير مردار ځای کې جوړ شوی وو د دې کور ډيرې خونې د فابریکو کارک
میره مور (لنډه کیسه)
میره مور (لنډه کیسه)
د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!
د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!