پوهنتون( لنډه کیسه)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

زړه نا زړه وم هسې مې خبرې نه شوی کولای پلار مې کوټې په ډيره غصه را ننوت او  ماته یې په رټ رټ کتو وویل چې چیرته تللی وی چې دومره ناوخته راغلې، سخت وډار شوم او پلار ته مې وویل چې هسې بهر وتلی وم له ملګرو سره د جومات مخې ته په مجلس بوخت شوم او ناوخته شو. پلار مې نور څه ونه ویل، په ټوله کوټه کې چوپتیا خوره وه،هر یوه یو بل ته د سترګو له کونجونو غلي غلي کتل خو چا د پلار په وړاندې سخت په غصه ښکاریده څه نه شو ویلی، وړکي ورور مې د مور خواته ور منډه کړه او په شومانه خندا یې د کوټې چوپتیا ماته کړه، مور مې ژر هغه ونیو او ورته یې وویل چې غلی شه پلار دې په غصه دی وهي دي، وړوکي ورور مې دا ځل د پلار خواته ور منډې کړې او ځان یې د پلار غیږې ور ګذار کړ او د پلار له قهره سور او شین مخ یې څو ځلې ښکل کړ او په وړکې ژبه یې پلار ته وویل:

ـ پلاره ولې خفه یې چا ویلی یې!

پلار مې وړوکی ورور ور اوچت کړ او ښکل یې له یو اوږد اسویلي وروسته یې وویل:

نه زویه خفه نه یم او نه هم چا ویلی یم.

ورور مې بیرته د پلار له غیږې را کوز شو او دا ځل یې زما خواته را منډې کړې، خو له را رسیدو سره سم زما په جیب کې لاسونه ومنډل او په جیب کې یې لاسونه تاو را تاو کړل خو څه شی چې د ده خوښیده هغه یې ونه ومون، حکه د ده مینه یوازې او یوازې له موباییل سره وه. ما را اوچت کړ او ورته مې وویل چې چارج ته مې ایښی دی چې ډک شي بیا یې درکوم.

پلار مې بیا ځلې اسویلی وکیښ او زما وړکي ورور ته یې وویل:

ـ هو زویه چارج ته ایښی دی، ځکه په دې ورځو کې د ده د موباییل خبرې بیخي ډيرې شوي دي، مینه خو داسې نه کیږي، ټکان مې وخوړ او او له ځانه سره مې وویل کیدی شي پلار ته مې چا ویلي وي.

خو مور مې ژر د پلار خبره پرې کړه او ورته یې وویل:

ـ سړیه د څه شي مینه په خبره دې پوه نه شوم.

پلار مې وویل: ولې نه یې خبره زوی دې مین شوی دی.

مور مې وویل: څه څه مین شوی دی، په چا باندې.

پلار مې ورته وویل: د سمندر خان په لور.

مورمې وویل: د سمندرخان په لور.

مور مې له پلار څخه هم ډيره عصبي وه او ماته یې په غصه کتو وویل: ولې داسې کوې ولې دې له خپلې بړستنې سره پښې نه غځوې.څو ځلې مې درته په کرارې وویل چې خپله وریره مینه جانه درته کوم، خو ته نا شکره کبر پرې کوې، او اوس داده د سمندرخان په لور مین شوې، خوراکیه ته یو ځل د سمندرخان له لورې او سمندرخان څخه پوښتنه وکړه چې دوی هم له تاسره مینه لري کنه. هغوی خانان دي خانان. مونږ څه لرو، بس خولو او لاس چلوو.

د مور او پلار دې پرله پسې خبرو هک پک کړی وم چې څه و وایم. خو یوازې مې دومره وویل چې له مینې سره واده نه کوم او بس، ځکه د ژوند انتخاب او د ژوند د شریکې ټاکل زما خپل کار دی.

پلار مې را باندې را برګ شو او راته یې وویل: چپ شه بې حیا، سپين سترګې له دې بې حیا خبرې سره.

ما هم نور څه و نه ویل او پرته له دې چې څه و وایم له کوټې څخه بهر و وتم او په خپله کوټه کې له یو پنډ غمونو سره یو ځای وغځيدم.

سهار وختي راپورته شوم او تصمیم مې ونیو چې کلی پریږدم او چیرې لرې له کلي لاړشم، ترڅو ګل پاڼه او د دې مینه مې له یاده و وزي، په همدې تصمیم مې له ځان سره فیصله وکړه او غلی له خپل کور څخه را و وتم، د کلي جومات ته راغلم اودس او لمونځ مې وکړ. ملا صیب د کلي وړو ماشومانو ته سبق پيل کړ، د ګل پاڼې وړوکي ورور هم د ا،ب، ت ... یپاره په لاس کې او زما خواته غلی کیناست او راته وویل:

- زما سبق نه دی زده اوس مې بیا ملاصیب وهي خیر دی دا سبق خو مې را وښیه.

ما هم ورته سبق پیل کړ او د کلي له ملاصیب څخه پټ مې کرار ورته، ا،ب،ت ویل.

چې هوا لږ څه را ګرمه شوه له جومات څخه را و وتم او په د خپل سفر لپاره مې لومړی ګام پورته کړ، خو هسې مې زړه نه کیده ، ځکه یوې خواته ګلپاڼه او بلې خواته مې درسونه هسې پاتې کیدل، خو د ګلپاڼې لپاره د درسونه پریښودل هم راته داسې سخت څه نه ښکاره کیده. خو بیا مې وویل چې راځه دا دولسم ټولګی به دلته په کلي کې خلاص کړم او بیا به د پوهنتون لپاره کوم لرې ولایت ته ولایت ولاړشم، په همدې سوچونو کې د کلي په تنګه کوڅه کې روان ووم چې غږ مې تر غوږ شو.

- خانګله، وه خانګله تاته وایم دې خواته را وګوره.

چې سر مې راپورته کړ ګورم چې د ګلپاڼې دوی حجرې ته را رسیدلی یم، او ګلپاڼه را باندې نارې وهي، ور و مې کتل او د دې سپين مخ د سهار نوی راختلی لمر داسې ژير کړی و تا به ویل چې د ګلپاڼې له مخ څخه د شرم له امله یې ټوله داسې ژیړه رنګ کړې ده.

ورته مې وویل: څه وایې، ګلپاڼې.

ویې ویل: چیرې روان یې چې داسې چورت خراب دی.

ما هم بیګنی کیسه ورته وکړه او ورته مې وویل چې پلار او وروڼه مې ټول له دې خبر شوي دي چې له تاسره مینه لرم.

ګلپاڼې په کټ کټ خندولو سره وویل: څومره ښه، زه هم کوښښ کوم چې خپله مور مې داسې کراره، کراره زما اوستا له مینې څخه خبره شي.

ما ورته وویل:  نه نه داسې ونکړې مونږ غریب خلک یو هسې نه پلار دې خبر شي او........

خو ګلپاڼې راته وویل چې دا و وایه چیرې روان وې.

ما هم ورته خپل تصمیم او له تصمیم څخه بیرته تیریدل ټول ورته وویل.

دې بیا وخندل او راته یې وویل: اوس چې مین شوې نو خپل درسونه پریږدې او له کلي ځې.که درسونه پریږدې او له کلي لاړشې نور نو زه دې هم پریږدم او درسره مینه نه کوم، پوه شوې کنه.

ما هم ورته وویل: هو پوه شوم او د همدې لپاره لاړم نه.

خو خیر ګلپاڼې هم نور څه ونه ویل او ژر یې له بلی څخه سر ټيټ کړ.

زه هم د خپل کور لوري ته روان شوم، کورته چې لاړم، پلار مې یوازې ناست و، او را غږ یې کړ خانګله زویه دلته راشه، ورغلم او ټيټې سترګې کیناستم، خو پلار مې د شپې په پرتله ډير مهربانه و او کرار غږیده، راته یې د مینې په اړه وویل:

- زویه ولې له مینې سره واده نه کوي، څه بدي لري، آخر د ماما لور دې ده او لیدلی کتلې سترګې دي.

ما ورته وویل: پلاره خیر دی، تیر ځل مې هم درته وویل چې له مینې سره واده نه کوم.زما خبره لا نه وه خلاصه شوې، چې شله مور مې بیا راغله او رډ، رډ یې راته وکتل او کیناسته او راته یې وویل: ته شرمیږې نه چې د پلار په وړاندې داسې خبرې کوې، پخوا ښه زمانه وه زوی به خبر نه و پلار او مور به ورته کوژده کړې، اوس خو یې په خپله غواړي، په خدای که له مینې څخه بل څوک درته وکوم. آخر زما وریره ده، زما.................

خو پلار مې دا ځل ورته په غصه شو او ورته یې وویل: بس کړه ښځې، نور دا مینه ، مینه پریږده.

مور مې پلار ته وکتل او ویې ویل: اوهو اوس ته هم د ده پلوي شوې.

پلار مې ورته وویل: هو

مور مې په ژړه له کوټې و وته ، او له ځانه سره یې په ژړا، ژړا کې یو څو ښیراوې زما د پلار لوري او ماته را وشړلې.

پلار مې هم خوابدی شو او له کوټې څخه ووت.

زه هم داسې لږ څه کیناستم او پرته له دې چې د سهار چای وڅښم، خپل مهال ویش مې وکوت او کتابونه مې سره برابر کړ او ښونځي ته روان شوم.

ډير وخت تیر شو منی شو او د مني په پای کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم، او د کانکور د آزموینې لپاره مې د ازموینې کارت واخیست. کلي تر راتګ وروسته مې په ګلپاڼې هم زیری وکړچې په خیر له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم.

خو هغې زما د خبرې تر پای ته رسیدو وړاندې وویل: اوس به څه کوې.

ما ورته وویل: اوس به د کانکور په آزموینه کې ګډون کوم.

کانکور؟ دا یې لا په سې څه شی دی.

ما ورته وویل: په دې کې به د خپلې خوښې پوهنځي ته ځم او که خیر وي ډير ژر به د انجینري پوهنځي ته کامیاب شم.

ګلپاڼې وویل: نو ته به بیا انجیر صیب یې.

کټ کټ شو ویې خندل او ویې ویل: خدای دې وکړي.

نور نو ما هم څه ونه ویل او کورته راغلم په پلار مې هم زیری وکړ، پلار مې هم ډير خوښ شو، او راته یې په ټوکه کې وویل:

- یاره زویه اوس کیدی شي سمندرخان خپله لور درکړي.

ما هم څه ونه ویل او ترې روان شوم.

څو شپې به راډیو ته غوږ، غوږ ووم چې د کانکور د آزموینې اعلان به کله کیږي، خو له ډير انتظار څخه وروسته اعلان وشو او زه هم د سهار لپاره تګ ته تیار شوم، سهار وختي له کوره و وتمی او مرکز ته د ازموینې لپاره راغلم، له ټولو سیمو څخه ډير کسان راغلي و او ډيرو هلکانو په آزموینه کې ګډون کړی و. ما هم د کانکور تر آزموینې وروسته بیرته د کور خواته حرکت وکړ.

کورته تر راسیدو وروسته د پلار کوټې ته لاړم، و مې کتل چې پلار مې نشته، د وړکي ورور څخه مې پوښتنه وکړه چې چیرې دی پلار مې، هغه را وویل چې تللی دی د سمندرخان کاکاه کره.

ما هم نور څه ونه ویل خو سختو خوښیو او ډيرو اندیښنو پسې واخیستم هیڅ مې هم نه شو، وړاندوینه یې سخته وه. په همدې سوچونو کې ووم چې پلار مې راغی، پلار مې ډير خواشینی و او په خواشیني غږ یې راته وویل:

-زویه آزموینه دې خلاصه شوه.

ماورته وویل: هو خلاصه شوه.

ـ څنګه وه آزموینه دې.

بیخې ښه وه پلاره او پوښتنې ډیرې اسانه وې.

ځه خدای دې کامیاب کړه، زه هم ورغلی ووم د سمندرخان کره چې تاته یې لور وغواړم، خو سمندرخان ویل چې ښې ډيرې پیسې هرڅوک را کوي هغه ته یې ورکوم ، مونږ غریب خلک به دومره پیسې له کومه کړو، خو خیر دې وي، پلار مې روان شو او په خبله مخه خپلې خونې ته وخوت.

زه هم چې سخت خپه شوم لاړم او په خپله کوټه کې د ټولې ورځې ستړی او غمجن کیناستم، سوچ مې کاوو چې دا څه وشو، اوس به دومره پیسې له کومه کوو، خو په ډيرې شپې تیرې شوې او پلار مې څو ځلې بیا هم ورته ویلي و خو سمندرخان پیسې غوښتې، د ګلپاڼې مور هم زمونږ له مینې څخه څه ناڅه خبره شوې وه، خو سمندرخان ته یې نه شو ویلی، ډيره موده تیره شوه د کانکور آزموینې اعلان شوې او زه هم د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شوی وم، په همدې هیله چې یو ارمان مې پوره شو اړ ووم چې له کلي لاړشم او درسونه پيل کړم، خو بل لوري ته مې د ژوند یوه بله برخه همداسې نیمګړې پاتې وه، سهار وختي په توره تیاره له کوره و وتم، او په توره تیاره کې مې کلی شاته پریښود، خو هډې له رسیدو سره سمې مې سترګې په سمندرخان ولګیدې، ژر ور وګرځيدم او ستړې مه شې مې ورسره وکړه، سمندرخان راته وویل: خانګل بچیه چیرې روان یې دومره وختي ما ورته وویل ځم کابل ته په خیر درسونه مې پيل شوي دي، سمندرخان راته وویل ولې دولسم ټولګی خو خلاص کړ دا لا د څه شي درسونه دي.

-ما ورته وویل چې سمندرخان کاکا پوهنتون کې د انجنري فاکولتې ته بریالی شوی یم.

سمندرخان چې تل به یې ځينې ځينې خبرې له ځان سره زمزمه کولې وویل: انجینري..........انجینري

سمندر بیا وویل: ښه ښه ډير ښه، ځه زه هم ځم کابل ته سره دملګري به یو.

سمندر سره یو ځای کابل ته راغلم او هلته مو لارې سره جدا وې ځکه دی یو لوري او زه پوهنتون ته تلم، سمندرخان ته مې وویل چې که څه خدمت نه وي نو زه درنه ولاړ شم ځکه ته یو لوري او زه بل لوري ته روان یم.

سمندخان هم وویل: هو زویه مهرباني، خدای دې کامیابه کړه، خوشاله شوم چې زمونږ په کلې کې هم داسې یو سړی پيدا شو.

له سمندخان سره مې تر خدای پاماني وروسته د پوهنتون خواته حرکت وکړ، څو میاشتې خپل درسونه ویل او کورته هم نه تلم ځکه چې، په کلې هرڅه راته پردي ښکاریدل، د لومړي سمستر تر ازموینې وروسته مې زړه ښه کړ چې کورته لاړشم او څو شپې له خپل مور او پلار سره وکړم، په همدې سوچ کې ووم چې موباییل مې زنګ و واهه چې ومې کتل د پلار شمیره مې وه .

ژر مې اوچته کړه: او ورته مې وویل سلام علیکم پلارجانه.

پلار مې ژر ځواب راکړ: وعلیکم سلام، زویه څنګه یې، درسونه دې څنګه دي.........

ما هم ورته وویل چې درسونه بیخي سم روان دي او که خدای کړي وي سبا ته څو ورځې څوټې ده درځم کورته له خیره.

پلار مې په خندا راته وویل: اوس خو باید راشې ځکه دواړه کاره دې وشو، هم درس او هم کوژدنه.

ما وویل پوه نه شوم پلاره.............
پلار مې وویل چې زویه کوژده مې درته وکړه او ستا په زړه، خو په دې نه شوم پوه چې ولې سمندرخان داسې ژر تر ژره یو ځل له پیسو څخه تیر شو، ماته ښکاري د علم په ارزښت به پوهیدلی وي، خو یو شرط یې ایښی دی زویه هغه داچې تر هغه دې چې پوهنځي سرته نه وي رسولی واده نه شو کولی...هخاهاهاهاهاهاهاهاهاههه

ما هم ټلیفون بند کړ او ځان مې د دنیا په سر تر ټولو د ښه بخت او ښې ټنډې خاوند احساس کړ، خو په یو څه مې شکر وکیښ چې ښه شو د ګلپاڼې خبره مې ومنله او درسونه مې خوشې نه کړل، کنه نو کیدی شي داسې لکه څنګه چې ما غوښتل پرته د علم له خوښې څخه نه وی شوي.