په سپين کاغذ لکه کوتره الوته خبره

دباز نوکاروکې په وينو لمبيده خبره

دتورو شپو په سيند لاهو شوم بيلتون وخوړمه

لکه ښامار داسې مې زړه نه تاويده خبره

لکه دروح په وچو للمو باندې اوري باران

داسې په زړه مې اوريدله ستا خوږه خبره

دا شومه مينه مې په چا باندې پيرزو کله ده

ګني دورايه ښکاريده لکه اينه خبره

زرکې په سرو سترګو کو کارې دبيلتون کولې

زړګئ يې صبر کړو چې هسې اوږديده خبره