په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پرانستونکې غونډه
د ۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په ۱۳ نیټه په پغمان کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه جوړه شوه .
په پرانستونکې غونډه کې د پغمان ولسوالي یوشمیر میرمنو ګډون کړی و.
دغونډې په پیل کې شاعرې او لیکوالې خدیجې امین په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د جوړیدو د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې .
آغلې امین په کابل کې د هغو فعالو او با احساسه افغان میرمنو او نجونو یادونه وکړه چې په کابل کې یې دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په جوړولو او فعال ساتلو کې هڅې کړې دي .
وروسته د پغمان د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غړو حسینې ، هیلۍ، خمارې ،رحیمې، امینې اوریاخیلې، تورپیکۍ او ملالۍ د موضوع په اړوند خبرې وکړې په پغمان کې یې د میرمن کلتوري بهیر جوړیدل نیک ګام وباله او د پغمان دمیرمن کلتوری بهیر د فعالیتونو او لارو چارو په باب یې خبرې وکړی .
په غونډه کې په تشکیلاتي مسلو هم خبرې وشوې او د پغمان دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر مو قت مسولین و ټاکل شول .په دې غونډه کې خدیجه امین د پغمان د میرمن بهیر د مشرې او رحیمه د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.
وروسته د غونډې په ګډونوالو د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوي او نور کتابونه او دبهیر کړنلاره وویشل شوه .
په دې غونډه کې (مینه دننګ په لومه کې) ناول باندې کره کتنه هم وشوه او ددغه ناول ځینې برخې په غونډه کې ولوستل شوې.
تردې وړاندې دهیواد دځینو نورو ولایتونومیرمنو هم پخپلو ولایتونو کې دې ورته بهیرونه جوړ کړي دي.په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې په کابل کې په کابل پوهنتون او شمشاد ټلویزیون کې دمیرمن بهیر څانګې اود هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو او له هیواده دباندې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیرونه پرا نستل شي .
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
داړیکو څانګه