د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیردغړې لیکوالې صحابې مالک خروټې دمور او دمیرمن بهیر دغړې آغلې هیلۍ احدي د آنادمړینې خبر ترلاسه کړ.
انا لله و انا اليه راجعون
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیردغو دواړو خویندو اود دوی دکورنۍ محترموغړوته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . او ارواښادو ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ
18.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
په بغلان كې د چل كلا تر سرليك لاندې ګډه مشاعره وشوه
راز محمد راز- بغلان
د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ په يوه ناارامه سيمه كې د روان كال د تلې په ۹مه، بغلاني فرهنګيانو د چل كلا په نوم مشاعره وكړه.
په دغه مشاعره كې چې د ګډونوالو شمېر يې تر سلو ډېر و، سيميزو سپين ږيرو، قومي مشرانو، ښوونكواو د همدې ولايت فرهنګيانو برخه اخيستې وه....
19.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پرانستونکې غونډه
د ۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په ۱۳ نیټه په پغمان کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه جوړه شوه .
په پرانستونکې غونډه کې د پغمان ولسوالي یوشمیر میرمنو ګډون کړی و.
دغونډې په پیل کې شاعرې او لیکوالې خدیجې امین په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د جوړیدو د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې .
آغلې امین په کابل کې د هغو فعالو او با احساسه افغان میرمنو او نجونو یادونه وکړه چې په کابل کې یې دمیرمن کلت...