د اولاد نه شتون( لنډه کیسه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
لا به یې د واده دوه کاله نه وتلي چې مور یې په کلي کې د خپلې نګور غیبتونه پیل کړل ډير ځله به یې ویل چې نګور مې ډيره بد اخلاقه ده د زوی هم نه ده خوښه د مونږ کره به هم چې راغله همدا کیسې به یې کولې او تل به یې د خپلې نګور غیبت کاوو ما به کله ناکله ورسره څه ناڅه ځوابونه ویل خو کومه ګټه یې نه کوله ځکه دې ښځې یوازې خپله خبره منله نه د بل. د دې کیسو څخه به څو ورځې نه وې تیرې چې ځای یې بلې کیسې ونیو او هغه داچې په کلي کې داسې ګنګوسې شوې چې د میرخان مور غواړي میرخان ته بله کوژده وکړي. زه د دې خبرې په اوریدو حیران غوندې شوم، چې دا ښځه څه کوي لیونې شوې او که مسته ده.ډيرې شپې تیروې شوې او د میرخان ادې هم د ډيرو کسانو ورونه په دې امید وټکول چې خپله لور د دې زوی میرخان ته ورکړي، خو چا په دې بهانه چې ګواکې میرخان بله میرمن لري دې ته زړه ښه نه کړ ترڅو خپله لور میرخان ته ورکړي. یوه ورځ چې غوښتل مې د برې بنډې خواته د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره لاړشم میرخان مې هم په لار کې ولید د روغبړ څخه وروسته مې میرخان ته وویل چې میرخانه لکه چې نوی واده کوې، میرخان هم په زړه نازړه توګه راته وویل چې هو والله مور مې میرمن ډيرو ملایانو ته بیولې خو تیره ورځ ملا باړو ورته ویلي دي چې نګور دې نه شي کولای اولاد وکړي او خپل زوی ته دې بله ښځه وکړه ما ډیر ورته وویل چې یو ډاکټر ته لاړ شي ترڅو مو ستونزه حل شي خو میرخان هم داسې یو څوک وو چې د خپلې مور څخه ډير بد تر وو. ډيرې شپې تیرې شوې خو په پای کې په کلي ډول وډنګیده چې میرخان ته یې بله کوژده وکړه. خدای شته ډير خواشینی شوم ځکه چې ستونزه معلومه نه وه او د میرخان مور د بلې خوارې میرمنې په کور هم خړې واړولې.ډيرې شپې همداسې تیریدې او په کلي کې رنګارنګ تبصرې روانې وې چابه ویل چې میرخان روغ دی او میرمن یې سمه نه وه ځکه یې بله ښځه ورته وکړه او چابه ویل چې نه میرخان ژوبل دی. خو په دوی کې د میرخان د ژوبل والي خبره ځکه څه ناڅه د منلو وړ وه چې ډيرو کسانو چې د میرخان سره یې کارونه کړي وو ویل چې ډير کلونه وړاندې په میرخان باندې د غره څخه ډيره لویه ډبره را پریوتې وه او د دې ډبرې له امله یې ملا ډير زیان لیدلی وو. خدای شته زړه مې کلکه وو منله او د یوې میرمنې په ځاې مې د میرخان دوهمې میرمنې ته ډير زړه سوځيده.د ډيرو شپو څخه وروسته میرخان او موریې یو ځل بیا ګرم شول او د میر خان مور په کلي کې لکه بي بي سي راډیو دا خبرونه خپاره کړل چې د میرخان واده تیار دی همداسې وو ځکه د میرخان د مور خبرې ټول تایید شوي خبرونه وو.د واده شپه را ورسیده او ټول کلیوال د میرخان دوی په کور کې را غونډ شول د نکریزو د شپې د مراسمو د خلاصون څخه وروسته سبا یې مهال ورا باڼي دې ته تیار شول ترڅو لاړ شي او میرخان ته نوی واده راوړي. لومړنۍ میرمن یې چې د میرخان او مور د زیاتو ظلمونو له امله یې رنګ الوتی وو او داسې توره شوې وه تابه ویل چې د اوړي سوځونکي لمر یې ښکلی مخ تور سوی وي. ټول ورا باڼي لاړل او زه یوازې د میرخان د کور او پاتې میلمنو د پالنې لپاره په کور کې پاتې شوم.په پاتې میلمنو کې د ده یو ملګري چې میرخان ورسره په ایران کې څو کلونه تیر کړي وو ویل:
میرخان ته دې نوی واده خدای ښه وکړي خو ګمان مې نه شي چې پلار به شي ځکه چې میرخان ډير وړاندې په ایران کې د ډبرې په را پریوتو سخت ټپي شوی وو.
یو بل تن چې د اکا زوی یې وو وویل: هو هو والله ماته هم هلته ډاکټر وویل چې کیدی شي د میرخان نارینه توب ته څه زیان رسیدلی وي.
د دې تبصرو لړۍ روانه وه او ما هم په پوره خواشیني زړه د دې خلکو دې کیسو او د میرخان او مور ظلم ته سوچونه وهل. او د دې د لومړۍ میرمنې وچې شونډې او خیرنې جامې مې تل سترګو، سترګو ته کیدې. خو خیر تبصرې ګرمې روانې وې او ما یې هم نور د اوریدو تاب نه درلود د باندې را ووتم او د په دې انتظار ووم چې ورا باڼي راشي او هسې خپل کورته لاړشم. څو شیبې وروسته د موټرو غورهار او د سازونو او سندرو غږ یو ټکان را کړ او را پاڅيدم د همدې پاڅيدو سره مې د ښځو دا سندره واوریده چې ویل یې:
ښه شوه چې له شنو ونوم را تیره کړې
پلار دې په لوټو شو ته یې هیره کړې
خدای شته دې سندرې ډير ژور تاثیر را باندې وکړ او د پاڅيدو سره سم مې میرخان اوځينې نور کلیوال چې د میرخان مور یې په سر کې وه ولیدل چې ناوې یې له لاسه را نیولې وه او د کور خواته یې را روانه کړې وه او د میرخان مور چې زما خواته یې را کتل په یوه مسته نڅا باندې خپله نګور د کور د ننه کړه. زه هم نور را ولاړ شوم او کورته راغلم. ډیرې شپې او حتی کلونه تیرشول خو میرخان د اولاد څيښتن نه شو. د دې سره سره چې یوه میرمن یې د غم په ټبر کیښنولې وه دوهمه یې هم د غم په ټبر کښینوله. ډيرې منډې یې وکړې ډيرو ملایانو ته لاړل خو څه پایله یې ورنکړه. د ډيرو منډو څخه وروسته مور او زوی د خپلو میرمنو څخه پټ په روغتون کې یو تن ډاکټر ته ورغلل ترڅو وګوري چې کیسه څه ده. ډاکټر هم د معایناتو څخه وروسته وویل:چې په ډير تاسف باید ووایم چې د میرخان د ملارګونه او نارینه توب د یوې قوي ضربې له امله سخت زیان لیدلی دی.
موریې د ډاکټر څخه پوښتنه وکړه چې: ډاکټر صیب اوس به څنګه شي؟
ډاکټر ورته په ځواب کې وویل:که چیرې وړاندې راغلی وی څه ناڅه امید یې وو خو اوس چې ډير وخت پرې وتلای ده کوم امید یې نشته ځکه چې رګونه یې وچ شوي دي.
هوکې د دې سره سره چې میرخان په دې پوهیده چې دی څوک، څومره او څه شی دی خوبیا یې هم نه غوښتل چې خپل راز افشا کړي او د یوې پاکې سپيڅلې میرمنې په ځای ېې دوه میرمنې خپلې شیشکې مور ته د مزدورو او د دې خبرو د تیرونکو په توګه کښینولې.