د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
وروسته تر دې چې د کرزي اداره په افغانستان کې واکمنه شوه، د ډيرو خلکو په زړونو کې ځينې هیلې را پيدا شوې هرچا به ویل چې ډير ژر به سړکونه پاخه شي، روغتونونه، ښونځي او نور ځایونه به یا نوي جوړ شي او یا به تیر جوړ شوي بیرته ورغول شي.په ځينو هغو ولایتونو کې چې څه ناڅه د ځينې هیوادونو سره یې ګډې پولې لرلې څه ناڅه پرمختګونه وشول چې ښه بیلګه یې کندهار، هرات، مزارشریف او جلال اباد دي. خو د هیواد د نورو ولایتونو ډيرې چارې همداسې ورانې ویجاړې او د تیر په څير پاتې شول. د لوګر ولایت چې د کابل په ۴۰ کلیومتري کې پروت او د کابل ګاونډی ولایت دی د دې سره سره چې ډير والیان پکې بدل را بدل شول خو یوه یې هم د پام وړ پرمختګونه وو نکړل. د هغه وخت څخه چې د کرزي اداره حاکمه شوې هیڅ سړک نه دی کریړ شوی او هیڅ ډول پرمختګ پکې نه دی راغلی. د بیلګې په ډول ښونځي په تیر حال پاتې دي. ډيری ښونځي چې د کرزي د راتګ پر مهال د ملکي وګړو له خوا پرانیستل شوي وو د وسله والو لخوا تړل شوي دي.چې دولت په دې اړه هیڅ هم نه دي کړي.روغتیايي خدمات بیخي لږ شوي دي او ډيری روغتونونه چې مخکې لا څه ناڅه ښه وو د امنیت د نه شتون له امله یې اوس خدمات په نشت شمار دي، ډيری هغه ډاکټرانو چې په دې ولایت کې روغتیايي خدمات وړاندې کول د امنیت او یا کم معاش له امله خپلې دندې پریښې دي او بل ولایت په ځانګړې توګه پلازمینې ته راغلي دي. د دې په ځای چې د خلکو په زړونو حکومت ووشي خلک دې ته اړ شوي دي چې د حکومت څخه باغي شي او یا اوسنی حکومت هیڅ دوی ته د منلو وړ نه وي. وروسته تر دې چې په دې ولایت کې ډير شمیر بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکایان میشت شول په دې ولایت کې د ډيرو کسانو کورونه د شپې لخوا وپلټل شول هسې بیځایه خلک ونیول شول او دا لړی تر دې دمه دوام لري. د حکومت او بهرنیانو لخوا ډيری نیونې د ملګریتا لپاره شوي دي. د بیلګې په ډول که چیرې د یو کس د بل سره په شخصي توګه څه بد کړي وي او مقابل لوری په دولت کې وي نو هغه د خپل شخصي دښمن په وړاندې د امریکايي ټانګونو او هلیکوپترو څخه ګټه اخیتسې او یاد شوی کس یې په بهرنیانو د دې په نوم چې ګواکې د طالبانو سره اړیکي لري نیولی دی، بهرنیانو وروسته تر دې چې د یاد شوي کس څخه څه ناڅه تحقیقات کړي او د تحقیقاتو څخه وروسته ور ته یاد شوی کس بې ګناه ثابت شوی هغه یې دولت د ملي امنیت ولایتي ادارې ته سپارلی دی. چې دې ادارې بې د دې څخه چې دی خوشې کړي بیا ځلې بندي کړی او که کوم یو یې خوشې کړی وي هغه به ښې ډيرې پیسې ورکړي وي. او هرچا چې پیسې نه دي ورکړي هغه یې پلازمینې ته د ملي امنیت سترې ادارې ته په دروغ د یو پنډ جوړې شوې دوسیې سره یو ځای را استولی دی او دلته هر یوه یې څو میاشتې او حتی کلونه تیر کړي دي. فساد پکې دومره عام شوی دی چې هیڅ ویل کیدی نه شي. ځکه ان په هغه وخت کې چې د وخت لوی څارنوال د ولایتونو په سفر وتلی وو د دې ولایت ښار وال یې ډه غصب او بډې اخیستو تورن کړ خو بیا د ځينې سپارښتنو له امله وو نه نیول شو او نه هم ور سره حساب وکول شو.په ولسي جرګه کې د دې ولایت په نوم ناستو وکیلانو هم د دې ولایت د هیڅ وګړي غږ دولت او یا د هیواد په کچه رسنیو ته وو نه رساوو، دغو ښاغلو هم په تیرو څو کلونو کې یوازې لوړ معاشونه واخیستل او د دې ولایت په نوم یې شخصي ګټې وکړې، ډيرو یې ډير مارکیټونه او سوداګریز مرکزونه جوړ کړل او نور یې هم په نورو کارونو لګیا دي.ولایتي شورا چې دا هم د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکې ټينګونکې ادارې په توګه فعالیت کوي یوازې خوبونه وکړل او بس هیڅ لاس ته راوړنه یې نه لرله. د دې ولایت د اوسیدونکو هغه هیلې چې لرلې یې اوس ټولې په ناهیلو بدلې شوې دي.د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات په ټپه دریدلي دي ځکه د درملو او وړ ډاکټرانو نه شتون تر ټولو لویه ستونزه ده چې د دې ولایت اوسیدونکي ور سره مخامخ دي چې زه یې لامل یوازې ناسمه اداره بولم ځکه د دې ولایت ټوله اداره د امنیتي ځواکونو څخه نیولې بیا تر ملکي او روغیتايي کارکونکو پورې د یو لړ ملګري په بنسټونو ولاړه ده چې دوی ته یوازې او یوازې خپلې شخصي موخې د اهمیت وړ دي او بس. په دې ولایت کې هر والي له بدلیدو وروسته د خلکو سره ډيرې هیلې پيدا کیدې خو هر یوه یې په خپل وار سره خوبونه وکړل او خپل جیبونه یې ډک کړل.په لرو پرتو سیمو کې یوازې په ولسوالیو کې د دولت حاکمیت شتون لري او بس د خلکو ډيری ستونزې د خلکو لخوا حل کیږي او د دې لپاره دولتي ادارو ته سر نه ور ایسته کوي چې دولتي ادارې ټولې یوازې په پیسو باندې بنا دي او دولتي چارواکي تل په دې لټه کې وي چې څنګه او په څه ډول خپل جیبونه ډک کړي. په لوګر کې ډيری سړکونه په ځانګړې توګه د برکي برک او څرخ ولسوالۍ او بیا د خرڅ او خروار ولسوالۍ تر منځ غځيدلي سړکونه دومره خراب شوي دي چې نور د تګ او راتګ نه دي او د تګ راتګ څخه وتلي دي خو د کرزي د ادارې او لوګر ته د هر والي په راتګ سره په دې برخه کې هیڅ هم نه دي شوي. د چینايي کمپنۍ لخوا د عینکو د مسو د را ویستلو د کار د پيل څخه وړاندې ډيرې هېلې وې چې د دې ولایت ډيری اوسیدونکې به په دې کان کې په کار وګمارل شي چې په دې برخه کې هم د ګوتو په شمیر کسان هغه هم هغه کسان چې واسطې لري ګمارل شوي دي چې دا کار هم په نشت شمار دی.د دولتي او بهرنیو ځواکونو لخوا نیول شوي کسان د څرخي پله او ملي امنیت ادارې په زندانونو کې یوازې د خدای په هیله شبې سبا کوي او بس ځکه هیڅ څوک نشته چې پوښتنه یې وکړي او یا یې غږ پورته کړي. د دولت او بهرنیو لپاره جاسوسي کارکونکي کوم چې په سیمو کې کار کوي تل د شخصي خصومتونو لپاره بهرنیو او کورنیو ځواکون ته د ځینې کسانو د نیول کیدو فرمایش کوي. ډيری مشران څو څو ځله والي، د ولسي جرګې وکیلانو او سناتورانو ته ورغلي دي چې د دوی دا ستونزه حل کړي خو دوی هم هیڅ نه دي کړي. د ولسي جرګې په وکیلانو یوازې میرمن شکیلا هاشمي په لومړي سرکې څه ناڅه منډې کولې چې ډيرې لاس ته راوړنې یې لرلې او خلک هم ترې خوښ وو خو هغه هم نه پوهیږم ولې او د څه لپاره غلې پاتې ده.په دې ولایت کې میشت د ولایتي بیارغونې ټيم چې د چک د جمهوریت سرتیري دي یوازې ځانونه ساتي ځکه دوی په دې ولایت کې یوازې د ګوتو په شمیر څو ښونځي رغولي دي او بس. د دې ولایت د عامې روغتیا اداره هیڅکله هم د خپلو روغتونو پوښتنه نه کوي چې څه حال دی پکې. د پوهنې ریاست خو داسې خوبوړی دی چې په دې نوم هیڅ ریاست په دې ولایت کې څوک نه پيژني. د معلم د روزنې یا تربیه معلم پوهنتون چې د پوهنې وزارت لخوا جوړ شوی تر دې دمه بریښنا نه لري او زده کونکي ټول یوازې خوبونه کوي، مسلکي کدرونه پکې هیڅ شتون نه لري ترڅو وکولای شي دې زده کونکو ته چې د سبا ورځې د ټولنې روزونکي دي سمه روزنه ور کړي. ټول درسي مواد د کابل پوهنتون د استادانو د لکچر نوټ له مخې برابروي او بیا یې محصلینو ته تدریسوي او بس. کتابخانه او کمپيټوتر خونه یې تر دې دمه لیدلې هم نه ده په داسې حال کې چې تیر کال د اوسني والي لخوا په دې ولایت کې د سلو میلیونو څخه د زیاتو ډالرو د لګښت زیری ورکول شو خو د دې ولایت د خلکو په ژوند کې هیڅ تغیر را نه غی او حتی د تربیه معلم پوهنتون هم پکې د یوې کتابخانې څیښتن نه شو.په دې ولایت کې د نا رضایتي لاملونه نا سمه اداره، د خلکو او دولت واټن زیاتیدل، د کورونو بیځایه پلټل، د شخصي خصومتونو پر بنسټ د خلکو نیول، ........... چې دې لاملونو د خلکو او دولت تر منځ دې پولې ته ورساوو چې نیژدې وو په تیر کال کې د دې ولایت دولتي اداره سقوط وکړي. په پای کې د ولسمشر کرزي او بهرنیانو څخه مې غوښتنه داده چې لوګر او د لوګر په څير غریبو ولایتونو ته پام وکړي ځکه یاد شوي ولایتونه چې مرکزي موقیعیت لري خلک یې یوازې دولت ته سترګې په لاره دي او بس.