دخپلو اوښکو قدر کړمه نور د نه يادوم
بس په زړګي به تيږه ږدمه نور د نه يادوم
بې وفا مينې د غاټول په شانتی ودا غلم
اغزنې لارې به پريږدمه نور د نه يادوم
ستا د سپرلي په تمه تمه د خزان په باغ کې
ډيوه د مينې مړه کومه نور د نه يادوم
زړکی ماشوم مې په ژړا شې کله کله ما ته
په آللویې ویده کومه نور دې نه یادوم
ستا قدمو ته به يې سجده کړه ليونۍ وه زرکه
هغه توبې اوس ما تومه نور د نه يادوم
05.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
وروسته تر دې چې د کرزي اداره په افغانستان کې واکمنه شوه، د ډيرو خلکو په زړونو کې ځينې هیلې را پيدا شوې هرچا به ویل چې ډير ژر به سړکونه پاخه شي، روغتونونه، ښونځي او نور ځایونه به یا نوي جوړ شي او یا به تیر جوړ شوي بیرته ورغول شي.په ځينو هغو ولایتونو کې چې څه ناڅه د ځينې هیوادونو سره یې ګډې پولې لرلې څه ناڅه پرمختګونه وشول چې ښه بیلګه یې کندهار، هرات، مزارشریف او جلال اباد دي. خو...
05.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
هغه لری ښه کليواله څیره خو زما ښاری خویونه ټول خوښوی...