د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

زمونږ کلی په داسې یوه سیمه کې پروته ده چې نه کلي ته نیژدې ده او نه هم ښار په داسې یو منځ کې پروت ده. د دې سره سره چې د وړاندې جګړو څخه ډيرې وسلې هر چاته په میراث پاتې وې او هر سړي به په یو او بل نوم په کلي او بانډو کې ګرځولې؛ ما غوندې کلي ته نویو راغلو کسانو ته دا هرڅه ډير نوي وو خو د لږو ورځو د تیریدو وروسته د کلي د دې رواجونو سره بلد شو.د دې سره به لا نه وو بلد شوي چې ځينې وخت به مو ډزې اوریدې مونږ به ډير ډاریدو او تل به مو پوښتنې کولې چې څه شوي دي او څه کیسه به وي او د کلي خلکو به په ډيره بې پروايي سره ویل چې کیدی شي چا به زوی ته کوژده کړي وي او یا به یې په کور کې زوی شوی وي. خدای شته د دې خبرې چل مې هم زده کړ خو خدای شته د وسلې د ډزو څخه ویریدم او تل به مې د لومړي ډز سره یو ټوپ اچو خو د دې ترڅنګ ډيرې نورې خبرې هم وې چې باید سړي زده کړې وای د بیلګې په ډول ولې ډيرې ډزې د شپې کیدې، د هر چا په کور کې به چې زوی وشو په خوښې کې یې ډزې کیدې خو د نجیلی لپاره هیڅ داسې څه نه کیدل ولې د دې دواړو ترمنځ دومره توپير وو.

زمونږ په کلي تر ټولو لویه خبره دا وه چې د کوژدې او د خوښي خبرې به ډيرې د شپې وي د بیلګې په ډول که یو چا غوښتل خپل زوی ته کوژده وکړي نو ده به د ورځې په ځای د شپې د کوژدې خبرې کولې او که به چیرې د نجیلی له پلار سره موافقې ته ورسید نو سمدستې یې ور سره لاس پورته کاوو ځکه چې زمونږ په کلي کې د نجیلی و هلک خولې ته هسې هم چا نه کتل. او بیا به چې کله د هلک پلار کورته راغی نو د ټوپکو ډزې به یې پيل کړې او دې لړی به څو شپې دوام درلود ځکه چې هرڅوک به چې د مبارکي لپاره راته نو اړوو چې ډزې وکړي او دا ډزې به هم د تربګینت له مخې کیدې د بیلګې په ډول که چیرې به یو چا لس ډزې وکړې نو بل به یې په ځواب کې شل ډزې کولې ځکه هیڅ یو کس نه غوښتل چې کم راشي. دا لړی جاري وه او د دې لړی سره مونږ هم بلد شوي وو. خو دا ډزې همداسې جاري وې او په نړۍ کې د پرمختګ سره سم دا ډزې هم د یوې ورځې څخه بلې ته پر مختللې کیدې او د دې ډزو کول اوس د دې ترڅنګ چې د خوښیو لپاره کیدې د غمونو لپاره هم کیدې د بیلګې په ډول د یو چا په لور باندې ډزې د دې لپاره چې یو چابه بل ته خپله لور نه ورکوله نو به یې په زوره ډزې پرې وکړي او په کلي کې به یې ټولو ته وویل چې د پلاني لور مې پلاني او یا ځان ته وکړه.خدای شته د دې ډول کسانو سره خبره کول او یا زور کول هم دومره اسانه نه وو.د دې ترڅنګ چې د ډزو په دوه ډولو بلد شوي وو په دریم ډول بلدیدل یې ډير ستونزمن وو ځکه چې هغه وايي( خدای خبر او غل خبر) ځکه چې مونږ به د کیسې څخه ناخبره وو نو به مو ژر سره وویل چې دا به بیا څه کیسه وي د چا په لور به چا ډزې کړي وي او کنه د خوښي ډزې به وي خو د دې ټولو فیصله به سهار کیدله چې څه وو او څه ډول ډزې وې. خو دا ډزې همداسې د پرمختګ په حال کې وې ځکه په کلي کې هر سړي اوریدلو وو چې دنیا ترقي او پرمختګ کړی دی او دوی هم غوښتل چې په خپلو کړنو کې څه ناڅه پرمختګ راولي. کله به چې د خپلو ملګرو سره کیناستم نو به مو په ټوکه ویل چې څو ډوله ډزې دي نو بیا به هر یوه په خپل وار سره ویل چې........

مخکینی او اوسنۍ ډزې بدلې شوې وې او د خلکو په ارادو کې هم څه ناڅه تغیرات راغلي وو ځکه هرچا به چې د چا په لور ډزې کولې نو هغه به نه ورکوله نو وسله وال او بې وسلې خلک اړ وو ترڅو ځينې ډلې رامنځ ته کړي. چې همداسې وشول د لومړي ځل لپاره زمونږ په کلي کې یوې وسله والې ډلې چې د قومندان سرتمبه له خوایې مشري کیدله فعالیت پيل کړ  او د لومړي ځل لپاره یې په میرخان اکا خپل زور و ازمایه او د ده لور یې د کور څخه په زور و ویسته او د ځان لپاره په نکاح کړه؛ هیڅ چا یې په وړاندې غبرګون وو نه ښود ځکه چې د دې ډلې زور د هیڅ چا سره نه وو.د دې ترڅنګ چې درې ډوله ډزې زمونږ په کلې وې څلورم ډول یې هم رامنځ ته شوې هغه داچې هغو ته به یې پرتې ډزې ویلې او پرتې ډزې داسې وې چې یو چا به غوښتل څوک مړ کړي نو به یې پرې ډزې وکړې وو به یې ویشت او مړ به یې چې دا ډول ډزې هم زمونږ د کلي  د وسله پوهانو  لخوا وو پيژندل شوې او په اړه یې تبصرې شروع شوې. دا ډزې هم تل نا رړا ډزې وې ځکه هیڅ چا په روا ډول دا ډزې په چا باندې وو نکړې.د ډيرې مودې وروسته د قومندان سر تمبه کسانو د هغو زور مندانو اوښکې هم ورپاکې کړې د کومو چې مخکې یې د چا په لور ډزې کړې وي او د نجیلی پلار نه غوښتل چې خبله لورې هغه ته ورکړي. د قومندان سر تمبه کسانو په ټول کلي کې ډيرو کسانو ته ویلي وو چې که څوک هر ډول مشکل ولري دوی ته د ورتګ سره سم به یې ډير ژر مشکل حل شي چې د ټولو څخه وړاندې همدا د پخوانیو ډزو ظالمان د اوسنیو ظالمانو سره یوځای شول او د ډيرو لوڼې او خوندې یې د خپل پلار له کور څخه د ډولۍ پرته په زور را و ویستلې. خو د دې خلکو په وړاندې یوازنی کس چې ودرید هغه هم زمونږ د کلي د جومات ملا وو او په ډاګه یې د دې کسانو سره د جهاد اعلان وکړ او د دې څخه وروسته د ملا صیب له خوا په دوی پسې تبلیغات پيل شول او دې تبلیغاتو ډير زور ونیو خو د دوی له خوا د ملا صیب دسیسې جوړولو هم داسې زور ونیو چې مه یې کوه پوښتنې خو په هرحال د کلي ټولې چارې روانې وې خو د دې کسانو د ظلم دا چارې لږ څه ټکنۍ شوې او د ډيرو خنډونو سره مخ شوې چې دوی هم د دې ډول کړنو سره د مبارزې لار یوازې د ملا صیب له منځه وړل وو بلل ډيرې لارې چارې یې و سنجولې خو بریاليتوب یې پکې و نه موند ځکه چې د ملاصیب سره ډير ځوانان ولاړ وو او د ملا صیب غورځنګ ډير سپيڅلی او پاک او د خلکو اوښکې یې د قرآن د اصولو سره سمې ور پاکولې خو ډير وخت به ملا صیب ویل چې کیدی شي د دې ظالمانو لخوا د شپې مهال ووژل شي او یا ډزې پرې وکړي. خو ټولو ځوانانو ورته ویل چې هیڅوک داسې نه شي کولای. خدای شته زه ډير ویریدم او تل به مې ویل چې کیدی شي دا ظالمان په کوم نا سم کار لاس پورې نه کړي. ډيرې شپې او ډيرې ډزې وشوې. زمونږ د کلي د ملا صیب کمپاین هم په ډير زور سره روان وو او ښه زور یې اخیستی وو او ویې کولای شول ډيرې پيغلې نجونې د زور د ډزو څخه وساتي یوه شپه همداسې په سوچ کې پروت ووم چې یو ځل بیا ډزې وشوې ما ویل خدای دې خیر کړي زما مشر ورور چې زما څخه یې په دې برخه کې تجربه زیاته وه ویې ویل چې خدای د خیر کړي ډزې پرتې وې او خامخا په چا یې ډزېې وکړې د شپې  لخوا په داسې یو کلي وتل هم اسانه کار نه وو. خو ما مې مشر ورور دې ته اړیوست تر څو د باندې ووزي او وګوري چې څه خبره ده مشر ورور مې ډير ټینګار وکړ چې وتل ښه نه وي خو مونږ دې ته اړ یوست ترڅو وګوري نو مې ورور د وتو څخه وړاندې وویل چې هلکه ته هم راځه زه هم بې د کومې خبرې ور روان شوم او د کور د دروازې څخه د باندې ووتو او ډير مو ها خوا دېخوا وکتل خو څه نه معلومیدل ډيره هڅه مو وکړه ترڅو د ډزو معلومات ووشي خو بریالي نه شو بیرته راغلو او شپه مو سبا کړه زه ټوله شپه ویده نه شوم او ډير ځلې بام ته وختم او هرې خواته مې غوږ ونیو ترڅو وکولای شم د ډزو معلومات وکړم خو د شپې تورې تیارې په دې هر څه باندې توره پرده اواره کړې وه او هرڅه یې همداسې تور په دې په دې پرده کې را نغاړلي وو. سهار وختي د نورو څخه وړاندې زه د کور څخه ووتم ترڅو په کلي کې پوښتنه وکړم چې د شپې ډزې د څه وې هرې خواته مې ډيرې پوښتنې وکړې او پای کې یو کس راته وویل چې د شبې نا معلومو وسله والو په ملاصیب باندې ډزې کړي دي.