رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې
له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې
رښتيا ښـــــــکلا او رڼا دواړه خپله لار لټوي
زړه تــــــه مې خپله راغلې ما را بللې نه وې
د غزلونو د کتـــــــاب ښايسته سندره وې ته
غلې پرته وې خو ما هيڅکله لوستلې نه وې
سترګې دې دواړه وې پوښلی ګلابي ليمو کې
اوښکې وې ټولې پکې کله رغړيدلې نه وې
د ستانکزي ژوندون په تا پورې تړلی دی اوس
اوښکه يې ته يې خو پر مخ يې بهيدلې نه يې