بې ریښې: داستان
د محمدالله ارین احمدزي ژباړه( دوهمه برخه)
ویې ویل دی به غوایې نه پیايي ترڅو دې لغت ته اړتیا ولري. دی به مدرسي ته ځي چې یو څه زده کړي. ستا لرګي ته به اړتیا نه پیدا کوي.
نو دې د همدې یوې کلیمې لپاره هغه وړکتون نه ولیږه.
ما دا کیسه خپل زوی ته وکړه او هغه ته مې وویل:
-ګرانه زویه ستا په اند به ښه نه وي چې زه کلي ته لاړشم؟ په هغه صورت کې ستا زوی کولای شي په کور کې پاتې شي.
خو هغه وچ ځواب راکړ:
مه غیږیږه. ته په کلي کې یوازې څه کوې؟ غواړې داسې وکړې چې خلک و وايي زوی یې نه شي ساتلی؟ نه، نه! دلته پاتې شه په هیڅ شي کار مه لره خوره څښه او حساب مه مننه.
ټول وايي خوره!...... خو زه نور نه غواړم چې نور داسې وخورم، بلې نه غواړم چې سره کړې غوښه او کباب وخورم، قورمه وخورم، کنسرو وخورم. یو څه وخت په المان کې و او هلته یې زده کړي دي چې ټول آش خوري، د آش جوړونې یو ماشین یې اخیستی دی، کله چې خلاص شي بیايې جوړوې دا کار روان دی..... زه هم اړ یم چې هم هغه آش وخورم.
یوه ورځ مې زوی ته وویل:
-زوی جانه یوه ورځ به مې دا آش مړ کړي.
ویې ویل:
-ولې؟
ورته مې وویل:
-کله یې چې خورم خوا مې پرې را هسکیږي.
ویې ویل:
-همدا پاتې و! داسې نه وي چې زخم معده شوی یې! سبا دې روغتون ته ولم، که د معدې زخم دې وي باید فورا عملیات شې.
-ما عملیات کوي؟
باور وکړی په دې خوښ ووم چې معده مې را وباسي ترڅو د دې لعنتي آش له غمه خلاص شم!
یوه ورځ کیناستم یوه اندازه پیاز، اوږه مې سره میده کړل ملګه مې هم ور واچوله چې ترڅو مې د خولې خوند څه ناڅه جوړ شي، یانې د آش دا بد بوی مې له خولې لرې شي، نو ماته یې هم خوند راکړی و او تل به مې جوړول خو یوه ورځ مې چې خولو نه وه وینځلې په میرمن ډاکټرې باندې یې بوی ولګید او په ناارامي سره یې وویل:
-دا څه بد بوی درڅخه لګیږي؟
نه مې شو کولای دروغ و وایم ورته مې وویل اوږه مې حوړلې.
ویې ویل: اوږه له کومه شوه؟
ورته مې وویل:
-لږ مې وړه کړه او ومې خوړله.
ډيره په غصه شوه، خو چیغې یې ونه وهلې خو داسې څه یې وویل چې د ډم تر چړې ډير تیره و، ویې ویل:
-ډير ښه، ډيرښه، سترګې مو روښانه! زه او زوی دې د نړۍ تر ټولو ښکلې څوکۍ او میزونه دلته راوړو او ته جناب غواړې په اوږه یې بوینې کړې؟ سبا به د الماریو هم د اوږې بوی ځي. سبا باید مبل جوړونکی را ولم چې دا ټولې پاکې کړي او الکول پرې و وهي.ترڅو چې دا کار ونکړم ملیمه نه شم راغوښتی.
کوښښ مې وکړ چې غلې یې کړم ورته مې وویل:
-مه په غصه کیږه، بیا هیڅکله داسې نه کوم، اوږه او پیاز نه خورم، زه د سولې طرفداریم.
خو څه ډول سوله! ما دوه ځلې جګړه کړې یو ځل د سرتیرو سره په لومړۍ لیکه کې او بیا ځلې په قطار کې چې دواړه ځلې نه ډار شوی یم او نه هم مړ شوی. خو اوسنی سوله کیدی شي.......
زما خبره داده که تاسو یو بل کس په دې اپارتمان کې کښینوی او تل ورته دا آش ورکړۍ او ورسره خبرې هم ونکړۍ پوهیږۍ څه حال به یې وي.
زوی ته مې وویل:
-کله چې خپل بهر وزې ماته نو یو څه د ولې لښتې راوړه چې یو زنبیل ترې جوړ کړم ځکه یوازې یم.
په ځواب کې ېې وویل:
-ته زنبیل اوبې! همدا دې پاتې دي چې کښینې او زنبیل و اوبې! په کور کې کرار کښینه. زما په خیال خوښي دې زړه وهلی دی؟
زوی مې تیار خپلې مور ته شوی، کله چې خبر کوي نه شي کولای را ټولې یې کړي ترې اوږدیږ، دی انجینر دی او کار یې له اعدادو سره دوه هم هغه دوه دي او صفر هم هغه صفر او نور هیڅ حساب نشته.
ماته وايي:« شپه دې په خیر! ځه ویده شه! خو څه ډول ویده شم؟ ظاهرا داسې ښکاري چې موږ یوه کورنۍ یو، دوی ماته پلار وايي، په یو میز ډوډۍ خورو خو په اصل کې پردې یو، ولې؟
نور بیا......................................................