موږ ته دین مه راښیه
سیدشاه خروټی-لندن
په کلي کي د هر سړي په خوله د ګل محمد د زوی د مرګ کیسه وه . دګل محمد زوی رازمحمد چي له خپل پلارسره به یې بزګري کوله د قیمت ګل د زوی نادر لخوا ووژل شو نادر یو بې لاري او آواره انسان وو چي له پلار نه نیولي د کلي هر سړی ورنه په تنګ وو نادر به د رازمحمد خور ګل غوټئ هره ورځ تنګوله چي کله د ګل غوټئ د کور وال پرې خبر شول نو د نادر پلار ته يې د هغه شکایت وکړو خو نادر نور هم ببر شو او بیا هم له خپل دغه ناروا کار نه لاس په سر نشو.یوه ورځ ګل غوټئ چینې ته د اوبو راوړلو لپاره روانه شوه چي چي نارد له خپلو اواره ملګرو سره لار ورته نیولي وه او هغې ته يې لاس ورواچاو.په دې مهال د ګل غوټئ ورور پرې راغی او له نادر سره لاس په ګریوان شو نادر له جیب نه طمانچه راویستله او په رازمحمد یې ډزي وکړې او وتښتیدو رازمحمد په هغه ځای ساه ورکړه د رازمحمد دمرګ اوازه په کلي او سیمه کي خوره شوه او هر سړی پرې خوابدی شو.د ګل محمد د زوی د مرګ نه وروسته د کلی او قوم سپین ږیري،مشران،عالمان،پیران او خانان د ګل محمد کره ورغلل او هغه یې دې ته تیار کړوچي له قیمت ګل سره روغه جوړه وکړي.مشرانو له ګل محمد او قیمت ګل چي د روغي جوړي واک او اختیار واخست او له ډیرو ورځو نه وروسته یې پریکړه وکړله او نن لویه غونډه جوړه شوي وه چي په هغه کي به پریکړه اورول کیده. د کلي ټول خلک غونډي ته راغلل او د غونډي پیل ملا میرک په قرآني آیاتو سره وکړو او د روغي جوړي په ګټه یې رڼا واچوله. له ملا میرک نه وروسته دکلي نور مشران وغږیدل او په آخر کي د غونډي مشر ګل بت خان فیصله واوروله چي په داسي ډول وه
قیمت ګل به ۳ غوایې،۵ پسونه سره د قوم مشرانو،سپین ږیرو ،ملایانو او خانانو د ګل محمد کره ننواتي ورولي او د قیمت ګل مشره لور به ګل محمد ته په نوم کیږي ځکه چي ګل مجمد بل کوم زوی نه لري چي هغه ته یې په نوم کړي او ګل محمد به د قیمت ګل زوی وبښيي. مشر زیاته کړه که هر چا له فیصلې څخه سرغړونه وکړه نو جرګه به د بل اړخ ملاتړکوي. ګل محمد او قیمت ګل دا پریکړه ومنله او په پریکړه یې لاس لیکونه هم وکړل. دي فیصلې داعلان نه وروسته د کلي مشر یو څو خبري وکړي او وویې ویل چي موږ دا فیصله د پښتنو د رواج او قرآن او سنت په رڼا کي وکړه ځکه هیچا هم نیوکه نه پرې وکړه. ده زیاته کړه چي نن انصاف وشو او دا دښمني مو په دوستي بدله کړه.
په غونډه کي ناست یو ځوان چي له اروپا نه راغلی وو او د پښتنو په رواج او دستور نه پوهیدو، پاسیدو او ویې ویل چي زه په دې پریکړه اعتراض لرم.ټول خلک حیران پاتي شول او په غونډه کي اکثرو خلکو دا ځوان نه پیږاندو چي دا څوک ده او د چا زوی ده. له یو بل نه يې د ځوان په اړه پوښنتي کولې.ځوان خپلو خبرو ته ادامه ورکړه چي ما خو د پښتنو د غیرت او د انصاف قصې اوریدلي وې خو کله مي هم دومره ناانصافي او بې غیرت توب نه وو لیدلی. خلک دي ځوان په خبرو حیران ګوته په خوله پاتي شول. یو مشر غږ پرې وکړ چي څه ناانصافي مو کړي ده؟
ځوان احساساتي شو او وویې ویل چي دا خو له انسانیته لري خبره ده چي ظلم او ناروا ورور وکړي او سزا یې خور ته ورکول کیږي.سپین ږیري ورته وویل چي دا کار مو د جوړي لپاره کړی ده.ځوان ورته وویل چي څنګه جوړه ده چي د یو ظالم او آواره انسان بچ کولو لپاره بل انسان په اور اړوئ،او د یوې معصومي او مظلومي جینې ژوند ورتبا ه کوئ او هغه هم له یو داسي انسان سره چي هغه تر دې ۴۰ کاله مشر دی.ځوان په خپلوخبرو کي زیاته کړه چي زه په غونډه کي ناست عالمانو ته حیران یم چي هغه ولي غلي دي او ددې ظلم مخنیوی ولي نه کوي. یو ملا چي د ځوان خبره ښه نه پرې ولږیده پاسیدو او ویې ویل چي موږ ته دین مه راشیه په اسلام کي د روغي جوړي لپاره د داسي کار اجازت شته. ځوان په خپله خبره ټینګار وکړ او له ملا نه یې پوښتنه وکړه چي آیا په اسلام کي دا شته چي ګناه دي یو وکړي او سزا دي بل ته ورشي؟ آیا دا قاتل چي یو مظلوم یې وژلی ده په اسلام کي هیڅ سزا نه لري؟ آیا د جینئ چي اوس هم یوه سپین ږیري ته په نوم کړله که کومه ګناه وکړی د آخرت په ورځ به سزا ورور ته ورکول کیږي؟ ځکه چي ورور خو یې ددې په سر بښل شوی ده .له ملا نه یې پوښتنه وکړه چي تاسو خو وایئ چي د نکاح لپاره اول شرط دي ښځې او میړه رضامندي ده، آیا تاسو له دي جینئ نه دي هغې رضامندي پوښتنه کړي؟ او تاسو ته کوم کتاب دا اجازت درکوي چي له هغې نه د هغې دا حق واخلئ؟ ملا سره دځوان د سوالونو هیڅ جواب نه وو خو په دې پوه شو چي ځوان له اروپا نه راغلی ده . ملا وویل چي ماته خو داسي معلومیږي چي دا ځوان په یوه داسي ټولنه کي لوی شوی چي هلته د ښځو حکومت ده او د ښځي او نر هیڅ توپیر نه وي ځکه خو دي ده هم نه ږیره شته نه بریت. د ملا په خبره ټولو خلکو په ځوان پسي وخندل.
ځوان په ناستو خلکو غږ وکړ چي آیا د تاسو غیرت هم دومره ده چي د یو آواره انسان لپاره بل معصوم انسان ته سزا ورکول کیږي او تاسو یې تایید کوئ. که دي پښنتو دا دستور دی چي په ښځو ّځانونه ګټي نو دما په اند خو تر دې غټ بې غیرت توب نشته او وویې ویل چي دا بې غیرت توب نه صرف د قاتل طرف کوي بلکې په دې ظلم کي زموږ ملایان، مشران او هر هغه نفر شامل دی چي څوک ددې ملاتړ کوي
په غونډه کي ناست یو شمله ور د ځوان خبري وونه زغملې او وویې ویل چي زه دا ځوان پیږنم چي له اروپا نه راغلی ده.شمله ور زیاته کړه چي زه دا ځوان نه ګرموم ځکه چي دی له اسلام او له پښتو لري پاتي شوی ده او په غیرت نه پوهیږي. که موږ دداسي خلکو خبرو ته غوږ وونیسو نه ډیر زر به زموږ ښځې په موږ مرکې پیل کړي او خپل حق به رانه غواړي. ده په غونډه کي ناستو ځوانانو باندي غږ وکړ چي دا ځوان له غونډي وباسې .ناستو ځوانانو د غیرتي مشر په خوله ځوان په سپیړو وواهو او له غو.
نډي یې وویست
ځوان د کور په لور روان شو او په دې فکر شو چي آیا دا هغه پښتانه دي چي په ټوله دونیا یې حکومت کړی ده او غیرت یې دومره ده چي ځانونه په ښځو ګټي؟ ددوی غیرت بس هم دومره ده چي یو مظلوم انسان مړ کړي او بیا په یوه ښځه ځان خلاص کړي؟ د دوی مسلماني دومره ده چي قاتل دي خلاص ګرزي او ږیره یې نیم اسلام ګرزولي ده. ځوان غونډي ته په شا راوکتل او رته په غونډه کي ناست ټول خلک بې غیرته،وحشیان ښکاریدل ،د چا چي د موږله پاک او سپیڅلي دین اسلام سره هیڅ تعلق نه وي
او ورته د فضل عندلیب هغه شعر وریاد شو چي
د بې علمۍ او جهالت په وجه
د شر خبرې له سم زور ورکوي
یو وکړي قتل بل دا ظلم وکړۍ
چې په سوره کې وړه خور ورکوي