خالي قبر
د شقایق ارمان لیکنه: د محمدالله ارین احمدزي ژباړه
ستړي او ستومانه میږه تانه ستا د قبر هرې خواته تلل او راتلل او د هر ځل تلو راتلو سره به یې ستا نه شتون را یاداوو.زما په شااوخوا کې ناستو الوتونکو به کله چې ما غوندې بې موره ماشوم لید نو به یې راته سندرې ویلې.خو دا ځل د الوتونکو شعر او سندرو فصل نه پيژاند، ردیفونو یې غم درلود. ردیفونه یې داسې و لکه ستا په څنګه کې ښخ شوي کسان.تل به مې ستا له بې نومه قبر څخه په خپلو اوښکو ګردونه پاکول. د هدیرې دې سکوت به مې له شونډو تل خندا اخیسته. د وخت له ګریوان څخه تل د ملغلرو دانې را توییدې لکه زه چې له تا څخه جدا شوم.داسې مې په یاد دي کله مې چې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې تل به مې په اوږو باندې ستا د لاس کیښودنې ځای خالي و. کله به زما هم سنو ماشومانو خپلې خوښي او غمونه خپل میندو ته ویل زه به تل یوازې ووم.
یوه ورځ پلار مې ستا د قبر ځای را وښود.
پلار مې هم داسې و لکه د نورو په څير چې نه یې راته ویل او زړه یې نه غوښتل چې دا زړه بوګنونکی خبر ماته راکړي.خو بالاخره اړ شو چې ستا درک راکړي، خو له هغ وروسته زه ووم او ستا د قبر شناختې.
کله به چې نری شمال په لګیدو شو پلار به مې په غصه شو، او ویل به یې:
- مور دې د پسرلي په بادونو مینه وه او د همدې لپاره یې ستا نوم نسیم کیښود. کاشکې زما مور لیدلی شوی چې څنګه له ښونځی څخه به ستا د قبر لورې ته په منډه منډه در وران وم. نورو به خپله ستړیا کور ته رسوله او ما به یو یخ قبر ته...... دوی به ټولګي د خپلې میندو په لاس د پخو شویو خوړو ستاینه کوله خو ما به یوازې سکوت غوره کړ.
مورې سکوت! سکوت، او یو غمګین سکوت چې د قبرونو له زړه څخه را پورته کیده او په ما به را توییده.
د شپې به تل ویښ ووم.
خو اوس به یو وخت هم ویښ نه یم.
پلار به مې ویل چې کلونه وړاندې مو په یو ښار کې کور درلود.خو ستا له مړینې وروسته د ارامي او هیریدا لپاره دا کلی ځان ته غوره کړ.
کله چې لږ غټه شوم پلار مې ستا د مینې او مینتوب کیسه هم راته وکړه، په کور کې سته صندوقونه مې چې هر څومره ولټول ستا د یو انځور څخه پرته بل څه مې پکې و نه موندل.
عکس مې د ښونځي په بکس کې کیښود او هرې خواته مې له ځانه سره وړ.
فکر مې کاوو چې که غټه شم ستا غوندې طلايي ویښتان به ولرم او ښکلې به یم.
زړه مې نه غوښتل چې هلکان پوه شي چې زه مور نه لرم، خو یوه ورځ مې په مدرسه کې حال خراب شو.
ساتونکې ښځې وویل چې د سرای مالک را ولی چې پلارې یې را وغواړي.
شک مې وکړ.
که چیرې دا ډول پیښه په نورو هلکانو شوې وی نو ساتونکې به یې خامخا مور را غوښتې وی.
خو زه هغه وخت پوه شوم چې ټول ښونکي او زده کونکي په دې پوهیږي چې زه مور نه لرم.
له هغې ورځې وروسته مې زړه نه غوښتل ښونځي ته لاړ شم.
لیدل به مې چې ټول په ما رحم کوي خو نه پوهیدم چې هرڅه د ترحم له امله دي.
ماشومتوب واو یوه بله دنیا.
پسرلی او اخترونه تلل راتلل.
اختر!
د چرګو رنګ شوې هګی،
هرځای به ځان ته رنګ غوره کړی و.
خو زمونږ خالي او بې موره کورته د اختر بوی نه راته.
اوس مې پلار هم زما نه ښه نه وو.
غم، په زړه کې پاتې خبرې یې له څیرې څخه له ورایه ښکاریدې.
د اسمان مجنون زمونږ له خاورین کور څخه لیلی پټه کړې وه............ پلار به مې تل دا ویل. هر کله به چې څه خبره شوه په ځای د دې چې و وايي مور دې نوم به دې اخیست لیلی.
ډیره موده وړاندې مې ستا پر قبر د نارنج ونه کرلې وه. په همدې وړو لاسونه.
تل به مې په زړه وه او ویل به مې کله یوازې پاتې نه شې.د ونې نوم مې نسیم کیښود.داسې نسیم چې د شپې او ورځې درباندې لګیږي او په یخو او ګرمو موسمونو کې د اولاد حق درپه ځای کړي.
خو شپږ کاله وړاندې د حمل په میاشت کې مې یو کار وکړ، اوه ډوله میوه مې تیاره کړه.
د پلار مې دا کار خوښ نه وو خو زما مانع هم نه شو. او هغه څه مې چې خوښیدل ومې کړل.
یو غټ لوښی مې له بازار څخه واخیست او په ډير زحمت مې میوې پکې وچینلې.
خو کله ده چې قبر ته در ورسیدم یو ځل ودریدم او داسې وچه ودریدم لکه په ژمي کې د ونو ښاخونه.
څو کسه مې ولیدل چې بیل او کولنګ یې په لاس کې دی او ستا په قبر لګیا دي.
چیغې مې کړې.
او ستا پر قبر در ولویدم او منګولې مې پرې خښې کړې.
زړه مې غوښتل چې کاریګر ټوټې، ټوټې کړم.
ژبه مې بنده شوې وه او د خولې اوبو مې وچې شوې وې، که چا په چړه وهلی وی له بدن څخه به مې یو څاڅکی وینه هم نه وه تویې شوې.
و مې ویل: ای دا زما د مور قبر دی،خوشې یې کړی او ترې لرې شی، څه غواړی ویې کوی؟
خو وروسته تر دې چې بیهوښه شوم پر ځمکه ولویدم.
کاریګرو یوه مړې مینځونکې(مرده شوی) وموند او زما سرته یې ودروله.
کله مې چې سترګې پرانیستې ځان مې په یوه کوټه کې ولید.
خو په الوتلې ساه مې وویل: څنګه مو جرآت وکړ چې زما د مور کوټه خرابه کړی.
یوې زړې ښځې په کراره راته وویل: لورې هغه خالي قبر دی!
خولو مې تړل شوې وه!
کیدی شي غوښتل یې په دې درغوسره زما غږ پټ کړي.
خو مورې! دوی دروغ نه ویل!
پلار مې څو کاله وړاندې ستا لپاره د دروغو قبر اخیستی و او هر کله مې چې له ده څخه ستا پوښتنه وکړه پرته له کوم ځنډ څخه راته و وايي چې ته خو مړه یې.
باور کول پرې سخت و او سخت دي.
په هم هغه ورځ د پلار خواته لاړم او نه پوهیدم چې خوښ و اوسم او که خوشاله.
کاغانو هم خپلې سندرې ویلې.
ترڅو پلار ته را ورسیدم او زر پوښتنې مې په زړه کې وې.
په هغ ورځ د زمانې له غاړې نه څو نورې بدلې ملغلرې هم ولویدې.
په خوبونو کې ډیر ډاورنکی حقیت پټ و. چې تر دې دمه پرې نه پوهیدم.
بلاخره مې په پلار سترګې ولګیدې.
کیدی شي پلار مې داسې فکر کاوو چې په اړه به خبره نه شم.
ومې ویل پلاره ولې؟
پلار مې په ژړه شو او د ژړه هق هق یې ډیر وځورولم.
په دې زوړ سوال یې یو ځل بیا مړ اور بل شو.
د هغې ورځې په مازدیګر پلار مې غوښتل چې په ځمکه ننوځي او ماته د دې پوښتنې ځواب را نکړی.
ډیر ځله شو.
او د ډيرو کلونو په شان سپین ږیری شو.
او وروسته یې راته وویل: څومره پرې مین وم او څومره ډیرې شپې مې د دې د لیدو په خاطر د دوی په کوڅه کې سبا کړې او بیایې په لیلی، لیلی ویلو پیل وکړ.
سترګې یې بیحاله شوې.
او داسې معلومیده لکه زرکاله مینه یې چې کړي وي.
پلار مې د هغې ورځې کیسه چې وروڼو یې لیلی څنګه د واده لپاره راضي کړې وه پیل کړه، او ویې ویل:
- د یو چت لاندې راغلو.کله چې لیلی حامله شوه نو شرط یې کیښود که نجیلی مې په کور کې وشوه نوم به یې نسیم وي.
کله کله به یې په خنده کې د ژړه هق، هق هم اوریدل کیده،خو د ژړه په منځ کې یې خندا د غونډیو او غرونو په منځ کې د قهریدلي باز د نارو غوندې وه.
پلار مې چې کله غوښتل وروستنی جمله وايي مخ یې وګرځاوو.
ویې ویل: کله چې ته دنیا ته راغلې راته یې وویل چې نور دې نه غواړم،اولاد دې واخله او ستا دې وي او زه طلاق غواړم.
زما لیلی طلاق واخیست او د تل لپاره لاړه.
له ډیرې مودې وروسته مې واوریدل چې د ورور له یو تن انډیوال سره یې واده کړی دی، لیلی خیانت کړی دی نسیم لورې.
دا زما او ستا حق نه و.
نو له هغې ورځې وروسته راته مړه شوه.
په هغه غریب ښار کې مې هیڅ ملګری نه درلود.
مور او پلار مې په بل ښار کې ژوند کاوو.
مخکې یې راته خبرداری راکړی و چې لیلی زمونږ د کورنۍ غړې نه شي کیدی او راشه د خپل کلي څخه ښځه وکړه.خو ومې نه منله.همداسې وشول ستا لاس مې ونیو او دې درې ته راغلم.
په هم هغه ورځ مې د دې خالي قبر ځای واخیست او ویل مې چې کله پوښتنه را څخه وکړې درته به و وایم چې دا یې قبر دی