اليږونکی : طالب منګل
غزل
سپوږمۍ دا سپين مــــــړوند راوغځوه
د خوب زرين مــــــــــــړوند راوغځوه
دا د وصال په نــــــــــــــــه قراره شيبه
نشته يقين مــــــــــــــــــړوند راوغځوه
دعا دې وکړله پـــــــــــــــــه سپينو لپو
پاتې امين مـــــــــــــــــــړوند راوغځوه
ژونده!له تاسره څــــــــــــه پاتې نه دي
يو اخيرين مـــــــــــــــــړوندر اوغځوه
ای د باغي غـــــــــزل معصومې قفيې!
لږ د تسکين مـــــــــــــــړوندر اوغځوه
طالبه ټس لـــــــــــــــــــــه پتسو وباسه
خلاص دی خورجين مړوند راوغځوه
٠٠٠٠
طالب منګل
29.09.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د مېرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۹غونډې رپوټد مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۷۹ لمریز کال د تلې په دریمه نیټه چې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د سپټیمبر له پنځه ویشتمې سره یې سمون درلود د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړه شوه.پدې غونډه کې چې ګڼو مېرمنو او نجونو ګډون درلود زمزمې عرب نیازۍ چلوله او میلمنه یې د کابل د عربي دارالعلوم محصله هیلۍ احدي او ریسه یې ندا ساپۍ وه.د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر دې غونډې دوه برخې لرلې. د غونډې لومړۍ برخه ک...
02.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
خالي قبر
د شقایق ارمان لیکنه: د محمدالله ارین احمدزي ژباړه
ستړي او ستومانه میږه تانه ستا د قبر هرې خواته تلل او راتلل او د هر ځل تلو راتلو سره به یې ستا نه شتون را یاداوو.زما په شااوخوا کې ناستو الوتونکو به کله چې ما غوندې بې موره ماشوم لید نو به یې راته سندرې ویلې.خو دا ځل د الوتونکو شعر او سندرو فصل نه پيژاند، ردیفونو یې غم درلود. ردیفونه یې داسې و لکه ستا په څنګه کې ښخ شوي کسان.تل به مې س...