بې ریښې: یو داستان

لیکوال: نیکلای هایتوف

ژباړن: محمدالله ارین احمدزی

دا پردی والی دې حد ته رسیدلی دی کله یې چې زما په لمسي نوم کیښود زما نوم یې هم پرې نه کیښودزما نوم ایګنات دی. دوی له دې ډاریده داسې نه چې ملګري یې د زوی نوم د ایګنات پر ځای ګاتو کړي. موږ په کورنۍ کې دوه د ایګنات نومونه لرل یو زما نیکه و او یو مې هم غور نیکه. زما په اندی دوی ډير ښه سړي واو ډير زحمت به یې یوست. له چریکو مبارزینو سره به یې مرسته کوله او د پرمختګ غوښتونکو ملاتړ به یې کاوی.خو نږور او زوی مې اوس د دوی له نوم څخه کرکه کوله او د زوی نوم یې کراسمیر کیښود. حتی زما زوی هم یو وخت داسې هڅه کړې وه چې خپل نوم بدل کړي  نو په خپله اداره کې یې د سیریل ایګنایتف په نوم ځان ثبت کړی و. زه پرې تصادفي پوه شوم. یوه ورځ زموږ د کور ټلیفون ته زنګ راغی او وا مې وریدل چې وايي: ښاغلی انجینر ایکناتیف شته دی؟

کله چې کورته راغی جدي ورسره وغږیدم ورته مې وویل:

-ګوره زویه زما کورنی نوم ایګناتوف دی او ستا هم، ځکه ته زما زوی یې. که ته غواړې نوم دې بدل کړې باید په رسمي ورځپاڼو کې دا کار وکړې، خو نه شې کولای زما نوم تغیر کړې.

خیال مې وکړ چې اوس به څه و وايي خو څه یې ونه ویل خو پر زوی یې هم هغه نوم کیښود.

هرڅه ما خوري، هیڅ شی نشته دی!.....  خو چې شپه شي داسې خیال کوم چې روح مې وزي. خو دا حال د ورځې له دوه بجو پیل کیږي او له ځانه پوښتم چې ولې مې د کلي هغه ژوند په دې قفس بدل کړ؟ ولې؟ خو چې زوی ته مې وایم یوازې دا ځواب اورم:

-ته غواړې یوازې په کلي کې پاتې شې څه کوې؟

خو څنګه ورته و وایم کله چې په کلي کې یم نو ځان د خلکو په منځ کې وینم. هلته ښکلي باغونه شته دي چې سرې الوچې یې د هرچا خولې له اوبو ډکوي، هلته پیاز شته، کدو شته، خبرې اترې شته، د کلیوالو ښځو د کالیو غږ وي، د وریو غږونه وي................. ما دوه واړه د وزې بچیان درلودل چې سپنې ږیرې یې وې دې د شیطان مال دا زده کړي و چې د وره په خولو کې به یې زما ګوتې څټلې، دواړه مې د زوی په جشن کې حلال کړل، ما باید دوی نه وی پریښي چې داسې کار یې کړی وی او اوس مې هم سترګو ته کیږي. کله به یې چې د وره د پورې کیدو یا وازیدو غږ اوریده نو په بع بع بع یې پیل کاوو.....

د کور د وره خو به در ته څه و وایم! ښکلی ځنځير ورته پروت و د بلوط له لرګي څخه جوړ و، کله به دې چې وازاوو او پورې کاوو تا به ویل چې سندره وايي. کله به چې هوا سړه وه د وزې د بچي غوندې غږ به یې خو په ګرمې کې به ډير پټه خولو و، زه به یې په غږ پوهیدم چې ور خراب شوی دی که جوړ دی. زه به له هوا څخه پوهیدم چې سبا به هوا ښه وي که خرابه ژر به مې بزګران او کاریګر را خبر کړل او ورته به مې ویل چې د اوپاش راوړی کیدی شي سبا و وریږي دوی به ویل:

-راډیو خو هم څه نه دي ویلي.

ورته به مې ویل: ستا خوښه زویه ته رادیو ته غوږ نیسه او زه د خپل وره غږ ته. وبه ګورو چې څوک په دې پوهیږي.

تل زما زوړ ور و چې ریښتیا به یې ویل، زموږ د مزرعې کارکونکي عادت کړی و او تل به یې له ما څخه د هوا په اړه پوښتنه کوله.

اوس هغه ور زوړ شوی دی او اوس یې څوک غږ او خبرو ته غوږ نه نیسی.

یوه ورځ مې د ښځې ورور ته ولیکل چې ورشي زموږ کور او ور یې وګوري چې څنګه دي هغې په ځواب کې راته ولیکل: اوښې سلامونه، داسې باید درته و وایم چې ور په خپل ځای دی، خو اوس سندرې نه وايي، او یوازې لکه وهل شوی سپی انګولې باسي، د مزرعې مسول او نور دې د حال پوښتنه کوي، ټول درته سلامونه وايي.

کاغذ مې زوی ته ور وښود ترڅو پوه شي چې ځينې کسان شته دي چې له ماسره مینه لري خو هغه په ځواب کې وویل:

-تاسو سپین ږیري لکه ماشومان داسې یاست. د دې پرځای چې کرار آرام وکړۍ د ماشومانو په ډول طاقت نه درځي او هسې زړه خورۍ. نو تاسو وګوری زه څه ډول له آش سره په خلاشم، زه له خپل زوی سره هم د خبرو واک نه لرم، باور وکړی چې د خبرو له غمه به مې زړه وچوي. نو له چا سره خبرې وکړم؟ په بڼونو کې ځوانان وینم چې خوښي کوي. ځوانان وینم چې لوبې او خوښي کوي. یوه ورځ وړاندې له یو تقاعد شوي افسر سره مخ شوم ورته مې وویل چې سږ کال هوا ډيره ګرمه ده خو ده راته وویل د لیزر شعاع جوړه شوې کیدی شي ټول وسوځوي او مړه یې کړي. دې افسر وویل چې ډير ژر به دا لایزر د توپ ځای ونیسي او نور نو کار تمام دی. د وژنو په اړه یې خبرې کولې خو د لایزر په اړه چې پرته له غږ څوک وژني ډير خفه و. خو د دې کس دې بیا هم خدای مور او پلار وبخښې ځکه ده له ماسره د جګړې په اړه خبرې کولې او نور نو د چا ملادرد کوي، د چا سر،یو ملهم ګټور بولي او بل یې هم تابلیت.

یو بل تن راته چې د کراسنوسلو د کلي و د هندي جوګیانو په اړه وویل چې دوی به سرکښته پښې پورته را ځوړندیدل چې وینه یې مغزو ته لاړه شي خو ماته یې ښه لاره معلومه وه هغه دا چې دوی ته باید بیل په لاس کې ورکړل شي چې کاروکړي دا کار یې وینه په ښه توګه مغزو ته رسوي. ښه مې یاد شي یو وخت مې ځنګون سخت خوږیده  او د زنګون سر مې غار غار کړی و خو درد یې باقي و وریندار مې بیل په اوږه کړی و زما له څنګه تیریده ورته مې وویل چیرې ځې؟ ویل یې د مزرعې خاوند راته یو ځای ښودلی دی چې باید وایې ړوم راغلم چې تا هم له ځانه سره بوزم.

ګوډ، ګوډ پسې روان شوم، ټوله ورځ مو کار وکړ خو مازدیګر لکه معجزه چې شوي وي کله چې را روان شوم ګورم د پښې درد مې هیڅ درک نه لري. نو مې د مزرعې له رییس څخه غوښتنه وکړه چې یوه ټوټه چمن ماته هم راکړي چې کار پکې وکړم او څه ناڅه مې دردونه ښه شي.

د مزرعې رییس راته وویل:

-ولې غواړې ځان ته سرخوږی جوړ کړې؟ ځه لاړشه آرام وکړه او د ځان خیال دې ساته، په چمن څه کوې؟

ومې ویل: ته راته چمن وسپاره نور کار مه لره. وبه ګورې چې د روغتیا او آرامتیا لپاره دې کار ته اړتیا لرم.

نور بیا.......................

د دې داستان لومړۍ برخه د بیاځلې لیدو لپاره دلته او دوهمه هغه یې هم دلته لوستلای شی.