مین زړه
امرالدین سرحد: مین زړه
مین زړه می ویل ماته
په موسکا وګورم تاته
خیال دسترګو می په تاشو
خوږی مینی کې بسیا شو
سترګی لږشانته رڼي شوي
ستا په مینه کې لږ سری شوي
«»«»«»«»
دواړه زړونه انګازوکې
دسهار په لمرختوکې
مښی شونډي یوتربله
لټوي وړانګی په خپله
سپړوي غوټی رڼا ته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
«»«»«»«»
دتودی مینی په تمه
خود به سوځم لکه شمعه
وچ لانده به ټول سکاره شی
دا ایري به تور رانجه شی
بریښی ښکلی سترګی تاته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
سترګی ستا کوي خبري
ماتوي تنده له لری
دا دمینی خوند همدا ده
پټ ساتل زړه کې روا ده
ځم تودي مینی وخواته
مین زړه می ویل ماته
29.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
وه جانانه سترګې او باڼه چیرې
ستا مخ ته په مینه تش کاته چیرې
غواړم سپیلني درته لوګی کړمه
زه چیرې وصال او ستا راتله چیرې
ستا دا مسافر یادونه دومره ډير
خوب چیرې بستر چیرې لیده چیرې
ما چې ورته ډير انتظار کړی و...
31.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
بې ریښې: یو داستان
لیکوال: نیکلای هایتوف
ژباړن: محمدالله ارین احمدزی
دا پردی والی دې حد ته رسیدلی دی کله یې چې زما په لمسي نوم کیښود زما نوم یې هم پرې نه کیښودزما نوم ایګنات دی. دوی له دې ډاریده داسې نه چې ملګري یې د زوی نوم د ایګنات پر ځای ګاتو کړي. موږ په کورنۍ کې دوه د ایګنات نومونه لرل یو زما نیکه و او یو مې هم غور نیکه. زما په اندی دوی ډير ښه سړي واو ډير زحمت به یې یوست. له چریکو مبارزینو سره به یې مرسته کوله او د پرمختګ غوښتونکو ملاتړ...