ښځې بیا ځلې وویل:دروغ وایې.. دروغ وایې.... دا ته یې چې نه یې پریږدې. رزیتا وویل: ماته پوري کوم ارزښت نه لري که ماغوښتلی چې ځان ته میړه وکړم نو زه د ځان لپاره د داسې سړي وژونکې په زوی په سې نه ګرځیدم. لاګا داسې حس کوله چې ټول ځایونه د وینو بوی کوي.ناڅاپه یې لاس پورته شو او رزیتا یې یوه کلکه څيپړه ووهله.... او رزیتا ته یې وویل: که چیرې د زوی څخه مې لاس وانخلې نو بیا د خون په خپله غاړه. رزیتا وویل: داسې انګیرې چې زه ستاسو د تهدیدونو څخه ډاریږم؟ لاګا لکه زمری چې ښکار ترې خطا شوی وي نور یې خپله مخه ونیوله او روانه شوه. خو پورې چې کله د دې ځای څخه د شپې مهال تللی وو هیڅکله د رزیتا یادونو نه پریښود کله چې را روانه شپه راغله پوري بیا دغه ځای ته را روان شو په کوم ځای کې یې چې تیره شپه خپله محبوبا لیدلې وه او ډير ځنډ نه وو وتلی چې د رزیتا دوی کورته را ورسید. په تیاره کې پټ شو ترڅو رزیتا په جونګړه کې د باندې وو ویني د ودانۍ هغې بلې خواته یې د مور په کوټه کې د کمزورې شمعې رڼا د باندې مالومیدله.چې ناڅاپه یې په جونګړه کې د جیلې سیوری ولید ډير په کرار یې وویل: رزیتا! جیلی د ده خواته راغله او د ډير تعجب څخه یې اوږده سا واخیسته او ویې ویل: دلته څه کوې!نن خو رخصتي نه ده. پوري وویل: نه دې وي ... زه نور نه شم کولای ستا څخه لرې پاتې شم. رزیتا وویل: ولې؟ د دې لپاره چې .............. جیلی وویل: پوهیدې چې نن سهار دې مور غوښتل ما وو وژني؟ جیلی په کرار کرار د دې او لاګا سهارنی کیسه ټوله پوري ته وکړه او څومره یې چې کولای شول هغومره یې اوږده کړله..... خو د خپلې هغې خبرې چې لاګا یې پرې لیونۍ کړې وه کومه یادونه ونکړه. پوري دا کیسه تر پایه واوریده او ویې ویل:د مور څخه مې څه درته ووایم. رزیتا نور څه وو نه ویل او پوري وویل: صبا همدا وخت مې دلته انتظار کوه. جیلی صبا هم په دې همدې ځای کې پوري ته انتظاریوست خو په هر حال نو نو د دیدنونو لړی همداسې جارې وه خو د مور له ډاره نور هغې ته نشو ورتلای د رخصتي په ورځ د مور لیدو ته ورنغی او لاګا هم ټوله شپه د خپل زوی په انتظار کې صبا کړه او هرځل یې رنځ او نا امیدې احساسوله...... او داسې یې پتیله چې نور نه شي کولای خپل زوی و ویني خو یو ځل یې د ځان سره وویل چې باید یوه اونۍ انتظار وکړي شاید هغه راشي او یا را نه شي ناڅاپه یې داسې پتیله چې زړه یې مات شوی دی.ټوله اونۍ تیره شوه خو پوري را نه غی او دا ټول رنځ یې د رزیتا د لاسه تیراوو او هرکله به یې چې د دې جیلې په اړه فکر کاوو په زړه کې به یې نور هم د دې جینۍ په وړاندې کرکه زیاتیدله. ویه اونۍ وروسته هلک توکل وکړ او د مور لیدو ته راغی خو د لاګا زړه ډير سخت شوی وو د خپل زوی په وړاندې یې هغه مینه نور نو په خپل زړه کې وژلې وه کله چې زوی یې غوښتل خپله موړ ښکل کړي هغې شاته ټيله کړ او پوښتنه یې وکړه: ولې تیره اونۍ زما لیدو ته رانغلې. پوري وویل: تا هغه شپه ماته ور خلاص نه کړ ما هم داسې وو پتیله چې نور نو زما لیدو ته اړه نه یې . زو ی یې وویل چې نه نه داسې نه مورې یو څه مې کارونه هم زیات وو. مور یې وویل: کار دې درلود؟ کار دې څه شی وو؟ که چیرې دې غوښتل چې رزیتا ووینې نو حتما دې وخت پيدا کاوو. ولې دې مورې دا جیلی و وهله؟ ښځې وویل: د څه شي څخه پوه شوې چې هغه مې وهلې لکه چې یو بل مو لیدلي ړي. په ډير غصه یې زوی ته وکتل او ده ته یې وویل چې دې جیلۍ ماته ویلي دي چې ته قاتله یې. هلک وویل: ډير ښه ښځې چیغې کړه څنګه ډير ښه؟ د دې غږ داسې لوړ وو چې د جونګړې د شا څخه اوریدل کیده.بیا یې په غصه وویل: که چیرې ما سړی وژلی وي هغه مې هم ستا لپاره وژلی دی ځکه چې ته یې وهلې او ستا د لاسه مې ۷ کاله په زندان کې تیر کړل پوهیږې کنه؟. اوه کاله او اوس داسې خیال کوې چې دا جیلی ریښتای ستا سره مینه لري؟په داسې حال کې چې هره شپه څو ساعته د خپل مین سره خبرې کوي. پوري په خندا وویل: زه په دې پوهیږم نور پرې نه پوهیږي. لاګا یو ځل ټکان وخوړ او هغه وخت هرڅه ور ته مالوم شول او لاسونه یې په خپل زړه کیښودل چې ‌ډير په زور سره یې درزاه کوله او په ژړا، ژړا یې وویل: نو ته هره شپه دلته وې او زما لیدو ته نه راتلې؟ دلته وې زما سترګې تاته سترګې په لار وې هغه سترګې چې هرڅه یې ستا لپاره له لاسه ورکړي وو.... چې څه مې چې د لاسه کیدل ستا لپاره مې وکړل ... د پپه سانټي لغتې او سوکان کې ستا لپاره په ځان وومنل ترڅو تا غټ کړن وورسته کله چې پپه سانتي ستا سره بده رویه کوله او وهلې یې وو مې واژه او ستا په یاد نه دي چې د دې ټولو د زغملو لپاره مې ۷ کاله په زندان کې تیر کړل.ځان مې په هغه اول سر کې وژلی وو خو ............. پوري په عاجزي سره وویل:یو څه عاقلانه فکر وکړه مورې... زه اوس شل کلن یم که رزیتا نه وي نو بل څوک به وي ته ولې داسې کوې . مور یې په تندي ځواب ورکړ.... ځه ځه نور نه غواړم مخ دې وو وینم. او وروسته یې په خپل ټول زور هغه د وره خواته کش کړ پوري هم اوږې وښورولې او په ډيره بې اعتنايي یې وویل: داسې انګیرې چې ډير مې زړه غواړي دلته راشم ؟ وروسته یې په ډير احتیاط د انګړ لوري ته لاړ او ور یې په ځان پسې پورې کړ. لاګا هم لکه د زمري غوندې په خپله خونه کې په قدم وهلو پيل وکړ او ډير ساعتونه یې په دې توګه تیر کړل یو څو شیبې په کړکی کې کیناسته که ګوري چې د انګړ ور وټکیده دې چې ور و کتل ویې لیدل چې استاد بنا را روان دې او غواړي خپلې خونې ته لاړ شی. په دې لړ کې یو غږ واوریدل شو چې یو څوک چاته وايي څوک یې؟ یو بل تن وویل زه یم ور خلاص کړه. دا د رزیتا غږ وو چې چې په ډيره خوښي د انګړ څخه د تیریدو په حال کې وه خو لا لږ مخکې نه وه تللې چې د لاګا سره مخامخ شوه چې دې ته مخامخ ولاړه ده جیلی ټکان وخوړ خو ناڅاپه یې خپل لاس د لاګا په لاسونو کې ولید ځان یې و خوځاوو ترڅو ځان خلاص کړي خو وو یې نه شو کولای او چیغې یې کړې: له ماڅخه څه غواړې ....... خوشې مې کړه. ښځې په غصه ورته وویل:د زوی سره مې څه کار لرې. جیلی په ډارن غږ وویل خوشې مې کړه چې لاړه شم کنه چیغې وهم؟ لاګا وویل:وو وایه باید پوه شم چې ته هره شپه د هغې ونې سره د ما له زوی سره ګورې او ورسره خبرې کوې. لاګا د دې مړوند نور هم زور کړ او ویې ویل: ځواب راکړه وایم د هغه سره څه کوې؟ رزیتا وویل:ډيرښه اوس نو چې غواړې پوه شې وایم چې ستاسو زوی غواړي ډير ژر په نیژدې ورځو کې له ما سره واده وکړي او مونږ د یوبل سره ډيره مینه لرو. وروسته یې د لاګا لاس ته ټکان ورکړ او ویې ویل کولای شې زمونږ د دې کار مانع شې؟ داسې انګیرې چې پوري اوس هم له تا څخه بیریږي....... نه هغه نور ستا څخه نه ډاریږي په خپله یې ماته وویل چې زړه یې غواړي...... ښځې په لوړ اواز وویل: په خپله یې تاته ویلي دي؟ لاګا بیواکه څو ګامونه شاته واخیستل رزیتا چې د لاګا په دې ګامونو سره ځان ازاد ولید په لوړ اواز یې وویل ...... تاسو باید و ویاړی چې زه د داسې یوې ښځې د زوی سره چې مور یې قاتله وي واده کولو ته حاضره یم! وروسته د زنو له لارې ډیره په بیړه پورته لاړه چې د جیلی دې حرکت د ښځې سر کیچي یو څه کمه کړه ډير ژر یې هغه د ځان خواته بریته را کش کړه رزیتا په دې وخت کې لاګا ته یو سخته څپيړه په مخ ورکړه خو په دې وخت کې لاګا لاس سینې ته یو وړ او یو چاقو یې را وویست او هغه یې تر بیخه د ښکلې جیلی په سینه کې ښخ کړ. رزیتا په ځمکه ولویده او چیغې یې کړې مورې ،،،، مورې زه یې مړه کړم. د دې وروسته د دې وینو څخه ډک بدن د زینو څخه کښته را ولوید او هلته یې د وینو ویاله جاري کړه. د رزیتا د چیغو سره یو ځای څو کړکی په پرله پسې توګه وازې شوې او ډير کسان د خونو څخه د باندې را ووتل ترڅو وکولای شي لاګا ونیسيخو لاګا د خپل ځای څخه نه ښوریده او په ډيره غصه یې د دوی لوري ته کتلپه دې وخت کې د رزیتا مور پيلاري په چیغو د خپلې خونې څخه د باندې را ووته په دې وخت کې ټول د پیلاري خواته متوجه شول او لاګا چې د داسې موقع په لټه کې وه ژر خپلې خونې ته ننوته او د خونې ور یې په ځان پسې کلک کړد څو دقیقو په لړ کې ټول اوسیدونکي د انګړ منځ ته را کوز شول او د رزیتا مور خپل ځان په خپلې لور ور واچاوو او نه یې غوښتل چې څوک یې ترې لري کړي خو په دې وخت کې څوک د پولیسو په لټه کې وو او څوک د ډاکټر چې یو چا ډاکټر موندلی وو راغی او پولیس هم را ورسیدل خلکو ټوله کیسه ورته وکړه وروسته تر دې چې لاګا نه غوښتل ور پرانیزي نو پولیسو یې د خونې ور مات کړ او د دې لاس یې ور وتړل او د باندې یې را وایسته.ټولو خلکو ناڅاپه په دې باندې برید وکړ خو پولیسو پرې نه ښودل..... لاګا په ډيرې غصې د دوی لوري ته کتل او هیڅ عکس العمل یې نه ښود یوازې سترګې یې ځلیدې او د سترګو څخه یې داسې مالومیده چې ګواکې دا دې خپله بریا بلله او یا بریالی شوې وي. پولیسو دا د جونګړې څخه وو ویسته خو کله یې چې په هغه ډاکټر چې د رزیتا په جسد اخته وو سترګې ولیږېدې هغه ته یې وویل چې مړه ده؟ ډاکټر وویل:هو لاګا چیغې کړې:خدایه شکر ټولو خلکو د دې داسې کړو وړو ته چورت تللي وو او د دې ښځې د کړو څارنه یې کوله او ځينو په لوړ اواز سره ژړل خو دې پرې هیڅ پروا هم نه ساتله.

پای.

m_aryen@yahoo.com