ریښتونې مینه(لنډه کیسه)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

کله چې د ناروغي له امله په یو روغتون کې بیستر ووم زما کټ ته په مخامخ کټ کې به تل ښځې او میړه  ترمنځ خپل منځي سوله ایزه جګړه روانه وه.ښځې غوښتل چې د روغتون څخه نور لاړه شي خو خاوند یې غوښتل چې همدلته پاتې شي او دې ته یې نه پریښوده چې لاړه شي.د ډاکټر له خبرو دومره  پوه شوم چې ښځه د تومور دانه لري او حالت یې د انديښنې وړ دی. د دوی د دې جګړې څخه ماته دا معلومه شوه چې دا یوه ساده کلیواله کورنۍ ده چې یوه لور لري او یو زوی چې زوی یې  په پوهنتون کې درسونه وايي د دې کورنۍ ټول شته یوازې یو باغ او څو دانې وري او غواګانې وو چې یې درلودل یې . د روغتون په منځني دهلیز کې یو عامه ټلیفون وو او دې  سړي به تل د دې ټلیفون څخه د کور د حال او احوال د خبریدو لپاره زنګ واهه. د سړي غږ ډير لوړ وو د دې سره سره چې د ناروغانو د خونو ورونه به تړلي وو بیا به یې هم غږ د خونې د ننې څخه اوریدل کیده. د خپل زوی سره د خبرو اترو موضوع تل یو شانې وه او کوم توپیر پکې نه وو راغلی.او تل به یې ویل غوایې او پسونه مو څرولو ته بیولي دي؟کله چې د باندې وزی هیر مو نه شي چې دکور ورونه بند کړی. درسونه څنګه دي؟ مونږ ته کومه اندیښنه مه کوی.اوس مو مور د ښه کیدو په حال کې ده. ډیر ژر به خپل کور ته درشو.........

څو ورځې وروسته ډاکټر د جراحي خونه د میرمنې د جراحي عملیاتو لپاره تیاره کړه. میرمن مخکې د دې څخه چې د عملیات خونې ته ور دننه شي د سړي لاس یې په خپل لاس کې ونیو او په ژړا ژړا کې یې خپل خاوند ته وویل: که چیرې بیرته را وو نه ګرځيدم ځان او ماشومانو ته دې پام وي. سړي په ډاډه لحن او ډاډ ورکونکې لهجه د خپلې میرمنې خبرې پرې کړې او ویې ویل:دومره ها خوا دې خوا مه کوه.خو زه پوه شوم چې څیره یې څه ناڅه تغیر شوه.د لسو ساعتونو وروسته چې د سړي مخه هم د سیګرټو د پاتې شونو څخه ډکه شوې وه نرسې بې حسه او بې حرکته میرمن خپلې خونې ته را ورسوله.د جراحي عملیات په بریالي توب سره تر سره شو. سړي هم د خوښي څخه ټوپونه وهل او کله چې هرڅه په بریالي توب تر سره شول د باندې ووت او د شپې ناوخته بیرته روغتون ته را ستون شو.سړي د تیرې شپې په څیر کورته زنګ وو نه واهه.د خپلې میرمنې څنګ ته کیناست او د دې د د تماشا په سمندر کې ډوب شو خو تر دې دمه هم هغه بې هوښه وه د دې سره سره چې خبرې یې نه شوای کولای خو ښه وه.د لومړې څخه کله چې د اکسیجن ماسک یې له خولې لرې شو بیا د ښځې او میړه جر او بحثونه پیل شول. بیا هم ښځې غوښتل د روغتون څخه رخصت شي خو سړي بیا هم د دې اجازه نه ورکوله.هرڅه د تیر په څير تکراردیدل.هره شپه سړي کور ته زنګ واهه بیا  هم هغه په لوړ اواز خبرې او تیرې خبرې تکراریدلې

یوه ورځ مې د روغتون په دهلیز کې قدم واهه که ګورم چې بیا هم هغه کس په ټلیفون کې خبرې کوي او وايي پسونه او غواګانې څنګه دي مور مو اوس ښه ده ډير ژر به کورته در ستانه شو.یو ځل مې پام شو چې په عام ټلیفون کې کارت نشته او سړی هسې ګډ دی. سړي په داسې حال کې چې نغوته کوله تر څو ساکت پاتې شم خپلو خبرو ته دوام ورکړ تر دې چې خبرې ختمې شوې.وروسته یې ماته وویل بخښنه غواړم او هیله کوم چې میرمنې ته مې څه وو نه وایی ځکه چې هغه پسونه او غواګانې مې ډير وړاند د دې د ناروغي لپاره پلورلي وو ترڅو د جراحي عملیات پرې تر سره کړم. د دې لپاره چې دا مونږ ته په اندیښنه کې نه شي دې ته داسې ښیم چې په ټلیفون خبرې کوم.

په هم هغه وخت کې متوجې شوم چې دا ټلیفون د کور لپاره بلکه د میرمنې لپاره وو د هغې میرمنې لپاره چې ناروغه په کټ کې پرته وه.د دې ښځې او میړه تر منځ د دې ډول رفتار او هغه ځانګړې مینه چې د دوی دواړ په منځ کې وه ټکان  مې وخوړ. داسې یوه مینه وه چې مینه ناکو کلیمو او نورو ته یې اړتیا نه لرله دې ته یې اړتیا نه لرله چې د ښار لوکسو ځایونو ته لاړ شي هلته کښيني خبرې وکړي او بیا خپله مینه په یو بل باندې خرڅه کړي.