سنګسار

لنډه کیسه( د محمدالله ارین احمدزي لیکنه)

د کلي په لوی میدان کې ډير خلک سره را ټول ډير کسان چې دې کلي ته نوي راغلي و دې نندارې ته هک پک و، زه هم دې هکې پکې او نوې  نندارې ته ور ګډ شوم، ټول غلي ناست و او یو کلیوال په غبرګو لاسونو خبرې کولې خو نه یې د خبرې سر مالوم نه هم هم بیخ. ټول ورته غوږ و او غلي ناست و خو یو نیم بیا یوې بلې خوا ته کتل. زه هم په دې دومره موده کې د کلي په ځينو دودونو پوه شوی وم په ځانګړې توګه په دې دود چې د کلي د سپین ږیرو تر مخ خو به ځوانان ساه هم نه اخلي. د سپين ږیري تر ګډو وډو وروسته د کلي ملا چې شنه چپن یې په اوږ وه را پاڅیده او یو ځل نه یې وړه نه یې را وړه داسې په خبرو پیل وکړ:

-وروڼو هغه څه چې نن به څو شیبې وروسته ستاسو په وړاندې تر سره شي دا د خدای تعالی امر او د کلي یو دود دی چې باید همداسې وشي او هیڅوک د دې جرأت ونکړي چې بیا داسې عمل تر سره کړي، زه چې دا هر څه وایم له کتابه یې وایم. تاسو ټولو ولیدل چې دې ښاغلي څه کړي دي. ماته دا له سرټکو پرته خبرې ډيرې ستړې کونکې وې او غلی شانتې را پاڅيدم او دې بلې خواته مې د ځوانانو منځ ته ځان ورساوو، ځوانان غلي و خو زما په ورتګ دوی هم سره وښوریدل او ماته یې ځای راکړ. د ځوانانو په منځ کې له ناستي مخکې مې یو ځوان ته پام شو چې لاسونه او پښې یې ور تړل شوي دي او د ځوانانو په منځ کې یو تکړه، هډور ځوان تر لاسه ټينګ نیولی دی د ځوان په لیدو حیران شوم او سمدستي مې د تړل شوي ځوان خواته ځان ور نیژدې کړ، ښکلی ځوان و پر مخ ، لاسونو او پښو یې د وهلو او ټکولو دومره داغونه و چې اصلي رنګ یې پکې ورک و، پر سپین مخ یې سرو وینو څو لارې جوړې کړې وې او له درده یې شونډو تور پتري نیولي و سترګې یې اسمان ته پاتې وې خو ځينې وخت به یې په ډيره نا هیلۍ د کلي ځوانانو ته وکتل، زه یې هم څنګ ته ور نیژدې شوم او ورته مې ځير ځير وکتل، د ده په سترګو کې نور یوازې نا امیدي کور جوړ کړی و، او د کلي هوا، ځوانان او سپین ږیرو ټولو ده ته د نا امیدي پیغام درلود. زه غلی شانتې ور نیژدې شوم او ورنه مې وپوښتل چې څه دې کړي دي او ولې داسې ټول درباندې جرګه شوي دي خو ده راته یوازې راته خپلې چودلې او چې شونډې بوڅې کړې او بس خو تر څنګ یې ناست ځوان راته په تریوه ټنډه داسې  وویل:

ـ څه یې کوې غلی شه شرمیږې هم نه چې د سپین ږیرو تر مخ داسې بړ بړ غږیږې.

یو بل هم وویل:

- څوک چې په کلي کې داسې کوي دا به یې سزا وي.

دې ګډوډو حیران کړم او ما هم نا امیده ځوان ته په نا امیده سترګو وکتل.

د ملاخبرې روانې وې چې یو ځلې یو سپین ږیری را پاڅيد او ملاته یې وویل:

-ملاصیب که اجازه دې وي کار به شروع کړو!

ملا ورته وویل:

-ولې نه د خیر په کار کې تلوار په کار دی.

ټول خلک را پاڅيدل او ببر سر څيرې ګریوان ځوان یې د لوی میدان منځ ته راکش کړ. هرې خواته تبصرې شروع شوې چا یو څه ویل او چا هم بل څه، ځوان له دې سره سره چې نور یې یوازې د مرګو شیبو ته انتظار یوست یوازې د یوې خبرې اجازه وغوښته، خو د یو بل کس لخوا په څپیړه و وهل شو او داسې یې ورته وویل:

- همدا شرم مو بس دی نور مو مه شرموه.

ځوان یو ځل بیا تړلي لاسونه پورته کړل او ویې ویل :

- د خدای په خاطر د یوې خبرې وخت.

 خو له هرڅه بې خبرو کلیوالو ځوان د لوی میدان په منځ کې په یو ژور ځای کې کښیناوی او لاس پښې یې نور هم ور کلک کړل.

ما چې دا ننداره  د لومړي ځل لپاره لیدلې وه، په کتابونو کې راته د سنګسار مسله را یاده شوه چې کیدی شي داسې کوم څه به وي، خو چې د میدان هغې بلې غاړې ته مې ولیدل بیا راته څه شک پيدا شو چې کتاب خو د سنګسار په برخه کې شرایط ټاکلي دي او ان د تیږو اندازه او وخت یې هم ورته معین کړی دی. زه ډير ها خوا دې خوا  را تاویدم خو د کلي له سخت دود او بې علمه شیخانو څخه سخت ډاریدم خو زړه مې غوښتل چې یو څه و وایم ما به لا خبره نه سره را ټوله کړې چې اجمل له ما وار ړومبی کړ او په لوړ اواز یې نارې کړې:

-صبر وکړۍ یو څه وایم خو له ملاصیب نه یې ځواب غواړم

ټول کلیوال چې لمنې او لاسونه یې له تیږو ډک کړي و په دې ناره باندې ودریدل او د اجمل په لور یې په ځير ځير وکتل.

ملاصیب یو ځل بیا غاړې تازه کړې او په ځانګړي انداز یې ځوان ته وویل:

-مهرباني وکړه څه وایې چې داسې په غورځي شوي.

اجمل چې ځوان و د احساساتو ترڅنګ خدای ورته پوره علم او عمل هم ورکړی و، او داسې یې به خبرو پیل وکړ:

- وروڼو مخکې له کیسې نه وم خبر خو اوس دا ده خبر شوم چې دراني له یوې نجیلۍ سره چې د میرګل اکا لور ده د واده هوکړه کړې وه خو نورګل خپله لور دراني ته ورنکړه او درانی اړ شو چې له نجیلۍ سره د نجیلۍ د کورنۍ له موافقه پرته واده وکړي خو د ملالې پلار د لس لکو روپو په مقابل کې دې واده ته حاضر شو او له دراني څخه یې لس لکه روپۍ واخیستې او دوه کاله وړاندې واده وشو دراني او ملالې سره خپل ژوند پيل کړ چې د دوه کلن ګډ ژوند سمره یې هم یو زوی دی، اوس یې د میلمستیا په بهانه ملاله او درانی د ملالې د پلار لخوا دلته را غوښتل شوي دي او دلته پرې ستاسو لخوا ډاګي او فرمایشي محکمه جوړه شوې، ملاصیب دې و وايي چې یوه نجیلۍ رضایت ولري، تا غوندې یو ملا یې د مور، پلار او وروڼو په وړاندې نکاح تړلي وي او مخکې یې هم سره ناسمې اړیکې نه وي لرلي ایا ستا په اند د سنګسار روایت شته که وي مفصل یې راته و وایه؟

ملا په ږیره لاس را کش کړ او اجمل ته یې په ځانګړي انداز داسې وویل:

-هاهاهاهاهاهاها ځوانه زما خیال دی وینه دې ګرمه ده، عیان ته څه ضرورت د بیان دی، مشر ورور او پلار یې پرې شاهدي ویلې چې دوی سره مخکې هم اړیکې لرلې، دا چې مخکې دوی وسي نه و ځکه دا کار نه شو کیدی.

کلیوال خدای شته د اجمل په خبرو او د ملاصیب په ځان تیرولو داسې څه ناڅه شکي شول، یو کلیوال ځوان پکې را پاڅيد او داسې یې وویل:

-که د یو کس شاهدي قبلیږي او په داسې مسایلو کې د قبول وړ وي نو ما هم د دراني د واده او نکاح شپه په خپلو سترګو لیدلې او زه شاهدي ورکوم چې د دراني او ملالې نکاح حقه وه نه ناحقه.

په دې وخت کې د ملالې پلار را پاڅید او ویې ویل:

-دا بې شرمه څوک دی چې ملاصیب ته داسې خبرې کوي؟

بل کلیوال ورته وویل:

-حاجی صیب کوم لاروی دی او که نه پوهیږم د دې نویو کډوالو څخه کوم یو دی خو د کلي نه دی.

د ملالې پلار نسوار توه کړل او په خیرنه ږیره یې چې ډيرو خیرو څو منځله کړې وه لاس کش کړ او ویې ویل:

-ښه ښه اوس دوی هم د خبرو شول، دا کلی دی ښار نه دی چې هلک او نجیلی سره په خپله خوښه واده وکوي، زه یې منم چې دوی سره واده کړی دی او نکاح یې کړې او ما په ښار کې په خوښه ورکړې خو اوس چې کلي ته راغلی یم د ملاصیب او کلیوالو زور راسره دی اوس خپل کار کوم.

خو د ملا له سپڅلي نوم څخه د ګټه اخیستونکي بې علمه کوتک او د ملالې د پلار خبرې کلیوالو ته د منلو وړ نه وې.

ټولو له تیږو ډکې لمنې خالي کړې او د دراني لاسونه یې هم ورخلاص کړل، د دراني له لاس خلاصولو سره سم خوارکی د وهلو او ټکولو له امله په ځمکه را نسکور شو، څو ځوانانو یې خواته ور منډې کړې او په لاس پښو یې ورته اوبو اچولې خو د دراني سترګې د دردونو له لاسه نه پورته کیدې. خولو یې له وینو ډکه وه او د سترګو له کونجونو یې د اوښکو سیل روان و، سترګې یې همداسې اسمان ته ګنډلې پاتې وې.

اجمل ورته را نیژدې شو او دراني ته تر کتو وروسته یې په ځوانانو غږ وکړ:

-تاسو یې په څادر کې را واخلۍ زه به موټر را ولم چې روغتون ته یې بوزو.

درانی مو د اجمل په موټر کې واچاوو او روغتون ته مو یو وړ ټول ځوانان لکه تا به ویل چې له کوم درانه خوب څخه را ویښ شوي وي هرې خواته ځغلیدل او په خپلو تیرو کړنو سخت خواشیني و، ټول د عاجل شعبې مخې ته ډله ولاړ و او لاس په دعا وو چې درانۍ روغ رمټ وی، تر ښه شیبه ځنډ وروسته ډاکټر را ووت او اجمل ته یې وړکې پارچه په لاس کې ورکړه.

اجمل پارچې ته تر کتو وروسته له اوښکو په ډکو سترګو له خپل جیب څخه قلم را ویوست او په وړکې پارچه یې لاسلیک وکړ. ځوانان ټول په اجمل را ټول شول او پوښتنې یې پيل کړې چې څه شوي دي.......... خو اجمل ورته وویل:

-هیڅ هم نه دي شوي یوازې ډاکټر وویل چې عملیات یې کوو د یو کس ګوته یا لاسلیک په کار دی چې موږ ته د عملیات اجازه راکړي.

ټول ځوانان د روغتون په انګړ کې یوې بلې خواته تاویدل را تاویدل، د شپې یوه بجه وه چې ډاکټر له عاجل خونې څخه را ووت اجمل او نورو ځوانانو مخې ته ور منډه کړه او په یو اواز یې وویل ډاکټر صیب درانی څنګه دی؟

ډاکټر چې څه ناڅه دارنه عملیات ډير ستړی کړی و په نیولي غږ وویل:

-اجمله وروره ډير کوښښ مو وکړ چې یې وژغورو خو ونه شو خو ښه شو له مرګه بچ شو.

اجمل د ډاکټر ګریوان ته لاس ور واچو ویل یې څنګه ښه شو سم په ډاګه یې و وایه  دا څه اوتې بوتې غږوې؟

ډاکټر وویل:

-درانی ډير سخت وهل شوی و او څو شپې ورځې یې لاسونه او پښې تړل شوي و خو یو لاس یې فلج شوی دی، موږ څو ځلې عملیات وکړ خو بریالي نه شو نور ښه دی خو یو لاس یې له منځه تللی دی او کار نه کوي. د اجمل هڅو ایله درانی یوازې د تیږو له ګذار څخه خلاص کړ خو بیا هم ناسمو فیصلو دی له ښي لاس څخه محروم کړ. او په پاتې ژوند کې یې له یو لاس څخه بې برخې او د ژوند نا خوالو ته همداسې معیوب پريښود.