د کدو د پیدایښت تاریخچه

 

د محمدالله ارین احمدزي ژباړه او زیاتونه

کدو د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه ۱۴۰۰ وړاندې د لومړي ځل لپاره په مکزیکو کې وکرل شو، لوبیا په هغه وخت کې د امریکايانو لخوا کرل کیده او د اصلي غذا په توګه ترې ګټه اخیستل کیده، د وخت په تیریدو کدو هم په ټولنه کې دود شو او اصلاح شوي تخمونه یې د کرلو لپاره و ویشل شول.د مایا خلکو به د کدو له زړي( تخم) څخه د ډيری ناروغیو د درملنې په موخه ګټه اخیسته. تر قرنونو تیریدو وروسته په ۱۴۹۲ میلادي کال کې کریستف کلمب د لومړي ځل لپاره په خپله سفرنامه کې له کدو څخه د پالیزي بوټي په توګه یادونه وکړه،او دا یې د انیدو هندواڼې په نوم یاده کړه.د ده په واسطه یې تخم اروپا ته هم یو وړل شو او د لومړي ځل لپاره دا بوټی په اروپا کې هم وکرل شو. دا بوټی د هرې سیمې له هوا سم کرل کیږي چې په افغانستان کې کیدی شي د پسرلي په دوهمه میاشت غوايي(ثور) کې وکرل شي،د کدو متوسط وزن اته کیلو ګرامه وي.

کدو د عمر په زیاتوالي او ښکلا کې مهم رول لري

ژیړ کدو چې حلوايي کدو یې هم بولي د ژمي او سړو سیمو له سبزي څخه دی. دا سبزي چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم ډير کیږي او ښه حاصل هم ورکوي خلک ورته ډيره پاملرنه نه کوي، زما په اند دې سبزي ته نه پاملرنه کیدی شي د دې سبزي له ګټو څخه د نه خبریدو له امله وي. د کدو یو بوټی کولای شي ان تر لسو کدوانو پورې حاصل وکړي او د هیواد په هره برخه کې کرل کیدی شي، د دې لپاره چې خبرې راڅخه زیاتې نه شي راځو د دې سبزي، جوړښت، ګټو او پکې د شته ویټامینونو په اړه ځينې معلوماتو ته:

ژیړ کدو یا حلوايي کدو چې یوه مقوي غذا ده د ښکلا د ساتنې او ژر نه زړښت څخه د مخنیوي لپاره ډيره ګټوره ده.

دا سبزي د آنتي اکسیډن مادې خواص لري چې د بدن په پیاوړتیا کې مهم رول لري، د پوستکي په ساتنه کې مهم رول لري او له ناروغیو څخه د مخنیوي خواص لرونکی دی.

د پوستکي متخصصین هم وايي چې ژیړ یا حلوايي کدو د پوستکي لپاره ډير ګټور دی. دا سبزي د اې ویټامین لري.

دا سبزي چې  په ډيره کچه کارتنویید لري ۳۰ سلنه کولای شي د ځيني سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی وکړي.

د پوستکي د ژیړوالي لامل یې دا دی چې د لمر ضد دی او تر ډيره کولای شي چې د لمر په وړاندې مقاومت وکړي او خپل د ننې مغز تازه وساتي.

د کدو زړي یا تخم د دې له امله چې ډير غوړ لري د مغذو د وړتیا د ښه والي لپاره ډير ګټور دی او له تاسو سره مرسته کوي ښه فکر وکړۍ او هم د بدن د هډوکو د ترکم لامل کیږي.

په دې سبزي کې شته غوړ کولای شي د پوستکي له چوملکوالي څخه مخنیوی وکړي.

ژیړ کدو همدارنګه په پوره اندازه د سي ویټامن هم لري.

که غواړۍ اوږد عمر ولرۍ کدو مصرف کړۍ:

 

په امریکا کې یو شمیر متخصصینو ادعا کړې هغه څوک چې مینه لري کدو وخوري عمر یې اوږدیږي.

دا متخصصین وايي چې د الفا-کاروتن په نوم ماده چې په دې سبزي کې  شتون لري یو له طبیعي موادو څخه دی چې کولای شي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، دا ماده په ډيری ژیړ رنګه میو کې لکه مالټه ، ام او نورو کې شتون لري او د بدن د روغتیا په برخه کې ګټوره ده.

په دې سبزي کې بله ماده هم بیټ –کاروټن دی چې سرطاني ضد خاصیت لري، دا ماده بدن سالم او تازه ساتي او د انسان د عمر په اوږدوالي کې مهم رول لوبوي.

په دودیز طب کې د ژیړ کدو ځای:

حلوايي کدو ژیړی( ژیړ) له منځه وړي او  تشې میتیازې ډيروي او تبه له منځه وړي.

همدارنګه کولای شي سینه نرمه کړي او ټوخلې هم له منځه یوسي. همدرانګه د کدو خوړل زړه نرموي.

یو شمیر دودیز ډکټران چې زموږ په ټولنه کې یې یوناني ډاکټران بولي وايي چې کدو کولای شي غم او غصه له منځه یوسي. او انسان خوشاله وساتي.

کدو د انسان جسمي قوت زیاتوي او د بدن د هډو د ځواکمنتیا په برخه کې ښه اغیز لرلای شي.

که څوک کم خوبي ولري کدو خوب را وستونکی دی. او کم خوبه انسان کولای شي د کدو په خوړلو سره ارام خوب تر لاسه کړي.

د کدو د زړو ( تخم) غوړي د بواسیرو لپاره ګټور دی.

اسلامي ډاکټر ابن سینا ویلي دي چې کدو د سردردي، بې خوبي او عصبي ستړیا لپاره ډير ګټور دی.

د دې له امله چې کدو په پختن کې هم اسانه دی نو د کمزورې معدې لپاره ډير ګټور دی.

کدو پر ماشومانو، زړو( عمر خوړلو) کسانو او په هغه چا چې په مکروبي ناروغیو اخته دي وخورۍ.