د نړۍ په تاریخ کې لس ډوله بم غورځونکې الوتکې
د ډيسکاوري په نوم یوې شبکې د نړۍ په تاریخ کې لس ډوله ځواکمنې بم غورځونکې الوتکې معرفي کړي دي، په دې څيړنه کې شنونکو د الوتکوتیزوالی، د چاودیدونکو توکو لیږد او آن د پاسني پوښ په اړه هم پلټنې کړي دي.
1. Boeing B-52 Stratofortress
د دې الوتکوې حد اقل سرعت په یو ساعت کې ۱۰۸۵ کیلومتره اعلان شوی دی او کولای شي پرته له دې چې بیاځلې تیل واخلي ۱۳۳۶۰ کیلومتره لاره و وهي، کولای شي چې ۳۲ ټنه بم ولیږدوي، بي ۵۲ د بم غورځونکو الوتکو په نړۍ کې یوه اسطوره ډوله الوتکه ګرځيدلې. دا الوتکه د سړې جګړې لپاره ډيره ګټوره بلل شوې دا الوتکه لومړۍ ځل د ویتنام پر شمالي سیمو د بمبار لپاره وکارول شوه، دا الوتکه په عراق او افغانستان باندې د امریکا په بریدونو کې هم کارول شوې له دې سره سره چې دا الوتکه په ۵۰ میلادي لسیزه کې ډيزاین شوې خو شنونکي وايي کیدی شي تر ۲۰۴۵ کال پورې پاتې شي.
بي ۲ ډوله له داره تښتیدونکې الوتکه
د دې له امله چې پوښ یې بیخي بل ډول دی او څيړنیز نوم یې کامپوزیت دی دا الوتکه کولای شي د رادار شعاوې جذب کړي او د رادار پر مخ د یو وړوکي شي په توګه لیدل کیږي، هره بي۲ ډوله الوتکه دوه میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري. ویل کیږي امریکا د دې الوتکې نوی ډول هم جوړ کړي چې په ۲۰۱۸ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.
3. Boeing B-29 Super Fortresses
بي ۲۹ بوینګ الوتکه کولای شي په یو ساعت کې ۵۸۴۵ کیلومتره الوتنه وکړي چې جګ والی به په فضا کې ان تر ۳۱ زرو پورې رسیږي او کولای شي په یو ساعت کې ۶۰۰ کیلومتره لاره و وهي. دا الوتکه د کالیبر په نوم په ۱۲ مسلسلو او یو شل ملي میتري توپ مجهزه ده او کولای شي نهه ټنه چاودیدونکي توکي ولیږدوي، د دې الوتکې باډۍ او بدنه د مرمۍ ضد له ښیښې څخه جوړه شوې. د دې الوتکې له نوم اخیستو سره د جاپان پر هیروشیما او ناکازاکي باندې جاپانیانو ته د اټومي بم برید ور په یادوي.
4. De Havilland Mosquito
د دې الوتکې بدنه له لرګي جوړه شوې او د دې له امله چې په دوهم نړیوال جنګ کې یې ډيرې الوتنې وکړې د لرګینې عجیبې الوتکې نوم یې خبل کړ، د دې لرګینه بدنه د دې لامل کیږي چې له رادار څخه ورکه شي او له ځمکې څخه له توغول شوي توغندي څخه هم ځان وژغوري، له دې سره سره چې دا الوتکه ډير کم وزن لري خو کولای شي ۹۰۷ کیلوګرامه وزن ولیږدوي او د فوق العاده حیرانونکي جوړښت له امله د ځمکې له سر څخه له درې میتري الوتنې نیولې بیا تر ۳۱ زرو پایو پورې الوتنه کولای شي.
5. Avro Lancaster
لنکستر د بریټانیا لخوا په دوهمه نړیواله جګړه کې تر ټولو ښه الوتکه یاده شوې، د شپې د الوتنې وړتیا لري او کولای شي چې لس ټنه چاودیدونکي توکي ولیږدوي او په دوهمه نړیواله جګړه کې دې الوتکې وکولای شول چې د الماني خلکو کورونه او کارخانې ترې خوندې پاتې نه شي.
6. Boeing B-47 Stratojet
بي ۴۷ ډوله بویینګ الوتکه کله چې په ۱۹۴۷ کال کې هوا ته وتوغول شوه یوازې طراحان یې خوښ و، د دې الوتکې مخکنی ټایر درې څرخه لري چې اټکل کیده دا به یوه نمونه وي الوتکه وي خو په ۱۹۴۸ کال کې دا الوتکه هوايي ناوګانو ته وسپارل شوه چې ویې کولای شول په یو ساعت کې ۱۰۱۸ کیلومتره لاره و وهي او د ډيرو مهمو عملیاتو لپاره به ترې کار اخیستل کیده.
ټوپولوف- ۹۵ ډوله الوتکه
دا لویه روسي الوتکه چې د خرس نوم هم ورکول شوی دی د سړې جګړې پر مهال د روسې لخوا پر امریکا د برید لپاره طراحي شوه، دا الوتکه داسې وه چې کولای یې شول څلور اټومي بمونه ولیږدوي، له دې الوتکې څخه په ۱۹۵۵ کال کې پرده پورته شوه او په مسکو کې ولیدل شوه، وروسته تر دې چې دا الوتکه ولیدل شوه امریکايي طراحان په دې فکر کې شول چې د دې الوتکې د مقابلې لپاره الوتکه ډيزاین کړي او دا الوتکه درې لسیزې د لویدیځ بلاک لپاره یو ګواښ و.
Junkers Ju-88 .8
د پوځي شنونکو په اند دا الوتکه د دوهم نړیوال جنګ پر مهال یوه مهمه الوتکه بلل کیده چې په ټوله جګړه کې یې د نازي ځواکونو لپاره کار وکړ، دې الوتکې کولای شول چې پوځي مانورې او بریدونه په ښه توګه ترسره کړي،له دې سره سره چې دې الوتکې د المان د نورو الوتکو Heinkel 111 او Dornier په پرتله یې ډير وزن درلود خو د نازيانو تر ټولو چټکه الوتکه شمیرل کیده. دې الوتکې وړتیا درلوده چې ۳۷۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ولیږدوي.
Handley Page 0/100 .9
د الوتکو د صنعت به لس کاله نه و تیر چې لومړۍ نړیوال جنګ پيل شو، د دې ورانونکي جګړې پیل د دې لامل شو چې دا صنعت نور هم پر مخ لاړ شي، بریټانیا Handley Page 0/100 الوتکې په جوړولو خپله لومړنۍ جنګي الوتکه المانیانو ته چې لندن یې سخت زیانمن کړی و ور وښودله دا الوتکه په یو ساعت کې ۱۳۲ کیلومتره لاره وهي، د دې الوتکې وزرونه ۳۳ میتره اوږدوالی لري او کولای شي ۹۰۷ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ولیږدوي.
10. Boeing B-17 Flying Fortress
په ۱۹۳۷ کال کې د بویینګ الوتکو جوړونکي شرکت ۴ ماشینه بویینګ امریکايي الوتکه معرفي کړه، دې الوتکې کولای شول چې ۲۸۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ولیږدوي، په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکايي ځواکونو څو ځلې پر نازیانو بریدونه وکړل.