نا اشنا ميلمه ( لنډه کيسه)

ليکوال: محمد الله ارين

نن د پاڼې دوی کور ته موټر ولاړ و او ډول ډول خلک ورکره کښته پورته کیدل.

د پاڼې کور له سړک سره نيږدې د لويې ويالې پر غاړه و، تر ډيره به په ستونزه موټر ور تلای شوای، خو دا موټر له دې دومره ستونزمنې لارې سره سره د دوی کورته ورغلی و او د دروازې په مخ کې يې ښه په عزت سره ولاړ و.

په دې ډول ډول سړيو کې يو سپين ږيری مازديګر لمانځه ته جومات راغی، ټولو ورته رډ رډ کتل خو د لمانځه له خلاصيدو سره سم ټولو کليوالو ورسره روغبړ او ستړې مشې وکړه.

د پاڼې پلار چې تل به يې لمونځ په کراره کاوو نن يې د لمانځه سرعت هم ډير تيز و، او پرته له دې چې د تير په څير اوږده دعا وکړي او څو وارې سبحان الله، الحمدالله او الله اکبر و وايي د سلام تر ګرځيدو وروسته سپک را پورته شو، او د ميلمه په خبرو کې ور ولويد:

جان خانه راځه چې و وزو په پولو پټيو کې دې وګرځوم.

ميلمه هم د سر په خوځيدو ورته د ښه ځواب ورکړ او له کومې خبرې پرته له جوماته و وتل.

په جومات کې هر يوه په خپل وار سره د دې نااشنا سړي په اړه خپلې خبرې کولې خو يوه هم ونه ويل چې دا کس مې يا چيرې ليدلی دی او يا هم د جان خان په نوم د ګل پاڼې د پلار کوم دوست و.

د ګل پاڼې پلار له ناولده ميلمه سره د پټيو په پولو تاويده او په لاسونو يې خبرې کولې، خلکو يو ډول يو بل ته کتل او د کلي په هر کونج کې بنګ بنګ شروع و.

د ماښام د لمانځه آذان به لا نه و شوی، چې ميلمه او ورسره يو ږيره او بريت خريلی ځوان يو ځل بيا د پاڼې له پلار سره يو ځای جومات راغلل، د کلي په دې مذهبي او دوديز ماحول کې د راغلي ځوان خريلې ږيره او بې بريته شونډې خلکو ته ډيرې حيرانونکې وې، هر يوه ورته په ځير ځير کتل، ځينو به د شونډو لاندې ورته خنداوې او کنځلې هم کولې.

د ملا له غږ سره سم ټولو ليکې جوړې کړې او د ماښام جماعت ودريد، زموږ د کلي ملا چې تل به يې د قامت تر ويلو وروسته يو وارې شاته کتل او د صفونو نظم به يې ليده شاته را وکتل او بې ږيرې ځوان ته يې په تريو تندي وويل:

ـ لږ تنګ ودريږه داسې ولاړ يې لکه وابي( وهابي).

ځوان ته د ملا خبرې چندان خوند ورنکړ خو لږ سره تنګ شو، د جماعت تر خلاصيدو وروسته ملا د سلام له ګرځولو سره سم په مسلو پيل وکړ او په لومړي سر کې يې ياد ځوان مخاطب کړ او ورته يې وويل:

ـ ګوره ځوانه موږ او تاسې مسلمانان يو، مسلمان بايد په اسلام او په ځانګړي ډول پنځه اسلامي بناوو پوره خبر وي، په لمانځه کې دومره آزاد دريدل د وابيانو کار دی.....

ځوان چې نور يې د ملا خبرو زړه ور تنګ کړی و دعا ته له ناستې پرته له جوماته و ووت.

د پاڼې د پلار چې نوره ملا ته حوصله تاق شوې په ملا يې ور بړچ وهلې:

ـ ملا صيب په تاسو کې هم خپل او پردی نه دی مالوم چې څه په خولو درشي هغه وايی، خير دی ځوان په ښار کې اوسيدلی دی سهوه شو دومره خبرو او فلسفې ته څه اړتيا وه.

ملا د پاڼې پلار خبرې پرې کړې او ور ته يي وويل:

ـ جان ګل آکا اسلام څه ټوکې نه دي دين دی لاره ده د خدای امر ده، او اسلام ځای ناځای خپل او پردی نه غواړي تا وليدل چې دې ځوان څومره فيشن کړی و، خو له دې دومره لويې قوارې او فيشن سره سره د فرض لمانځه په اړه سم خبر نه و، اسلام بايد په هر ځای کې خلکو ته ورسول شي.

خو کيسه په همدې ځای تمامه شوه او دعا وشوه د پاڼې پلار له ميلمه سره يو خای په داسې حال کې چې له ځان سره غصميده له جوماته وو وتل.

ملا چې کور يې له جومات سره نيږدې و کور ته له تاويدو سره سم يې  بیرته مخ را واړوو او ويې وويل چې نن شپه په کور کې ميلمه لري او د ماسختن جمعې ته نشي راتلی نو ښه به وي چې هرڅوک په خپل کور کې لمونځ وکړي.

ټول خپلو کورونو ته ستانه شول، او د شپې چوپتيا زموږ د کلي ديوالونو او دنګو ونو ته وار په وار غيږه ورکوله.

د شپې نيږدې نهه بجې وې چې يو دم ډزې شوې، ټول کليوال بامونو ته را پورته شول هرې خواته کتل پيل شول په کلي کې ځينې نيږدې کورنو خو ان يو بل سره په دې هم خبر کړل چې کیدای شي غله وي.

خو د تورې شپې د دې ډزو غږ همداسې له تورې شپې سره ولاړ.

سهار وختي به لا لمونځونه جمې نه وې دريدلې چې د پاڼې دوی کره راغلی موټر هم چالان شو، د ږير خريلي ځوان په ګډون دوه نارينه او درې ميرمنې يو ځای موټر ته ور پورته شول.

د پاڼې پلار هم چې ميلمانه ېې رخصت کړي و په بيړه د جومات لوري ته را روان و، د سهار تر لمانځه وروسته سپین ږيرې د جومات په کونجونو کې ديره شول څو تلاوت وکړي، خو د پاڼې پلار او يو بل سره په کونج کې پس پسک شروع کړ، چې د دې پس پسک له پيل سره سم يې د ډيرو پام ځان ته را واړاوو.

سپين ږيرو تر تلاوت وروسته د پاڼې له پلار څخه د دې عجيبو ميلمنو د راتګ پوښتنې پيل کړې، د پاڼې پلار چې د نورو ورځو په پرتله يو څه خوښ ښکاريده د سر په خوځولو يې سپين ږیرو ته وويل:

دا ميلمانه له ښاره راغلي و، پاڼه يې خپل زوی ته غوښته ، زوی يې په لندن کې دی، د کار سړی دی، ښې ډيرې پيسې لري، نو مې شريني ورکړه او ولاړل په خير.

ټولو په يو آواز مبارک دې وي خدای دې ښه کړي، ښيخه زرکلنه وي نارې پورته کړې.

شپې ورځې همداسې پسې تيريدې او د پاڼې پلار به کله په ښار کله په کلي کې و، خو ځينې وختونه به پاڼه هم ورسره تله راتله، په کليوال ماحول او کليوالو خبرو کې دې ډول کړنو خلک د پاڼې په پلار يو ډول شکمن کړي و.

يوه ورځ يو سپين ږيري دا چوپتيا ماته کړه او د پاڼې پلار ته يې وويل: هلکه خانيه ښار ته ډير ځې راځې خير خو دی؟

د پاڼې پلار چې ستړی و تر اوږې ساه وروسته يې وويل:

ـ والله مستانه بس څه وکړم د دې پاڼې د پاسپورت او ويزې کارونه دي بس ځو راځو څو يې تر واده پورې کارونه خلاص شي ځکه دلته يوازې واده کوي نور به که خير وي لور مې روپا( اروپا) ته ځي.

نور نو د ټولو پوښتنې ځواب شوې وې او څه يې ونه ويل.

دا تګ ډيرې ورځې کيده را کيده او پاڼه خوارکۍ به سهار وختي له شله پلار سره د کلي تر بازار پورې چې ښه ټوټه مزل و پلې ته او بيا به ښار ته تلل او مازديګري به بيرته له بازاره تر کوره پورې پلې راتله.

يوه ورځ د پاڼې پلار چې د معمول په څير يې پاڼه له ځان سره بيولې وه بيرته يوازې راغی د کلي سپين ږيري هم هک پک شول چې دې سړي لور څه کړې چې يوازې را روان دی.

مستان آکا چې تر نورو يې ډيره په خاني باندې خبره لګيده په خاني غږ وکړ .

ـ هلکه خانيه پاڼه دې څه کړه داسې نه وي چې واده دې په ښار کې ورکړی وي او موږ دې دلته وچې شونډې پريښي يو ځکه ستا د لور واده ته خو موږ دا ډير وخت کيږي پياز په ګڼده کې وهو.

خانی چې ډير ستړی و تر لږې ساه وروسته يې مستان آکا ته وويل:

ـ ياره مستانه څه سر به دې خوږم خيښانو مې ويل چې پاڼه بايد يو وارې پيښور ته دوی له ځان سره بوزي څو يې هلته انټروو( انټرويو) وشي چې بیرته راشي کار به تيار وي واده به وشي او که خير وي روپا ته به ځي.

سپين ږيرو چې د خاني دې کار ډير په غصه کړي و نور څه ونه ويل خو يوازې دا يې ورته وويل چې ته بايد ورسره تلی وای ځکه تر واده وړاندې څوک خپله لور د زوم په کور کې نه خوشې کوي.

خو د خاني آس تل په دريو پښو و نه يې منله.

ښې ډيرې شپې تيرې شوې خو د پاڼې پته ورکه شوه. پلار به يې هم يو ډول خواشينی و، خو څه يې نه ويل.

يوه ورځ چې ښار ته د خپلې تري تم شوې لور په احوال پسې تلی و، بیرته ډير خواشينی راغی او د جومات په چوتره کې لاس تر زنې کيناست.

مستان بيا ورته نارې کړې:

ـ هلکه خانيه ولې خير خو دی؟

خاني تر ساړه اسويلي وروسته وويل:

ـ هی هی مستانه څه يې کوې په ناولده بلا وا وښتم، لور مې تري تمه شوې او چې ورغلم خيښان مې له هغه کوره هم وتلي و او هيڅ پته يې نشته چې کوم لوري ته تلي دي.

ټولو کليوالو يو بل ته رډ رډ وکتل، خو د پاڼې دې نامالومه لوري ته د نامالومه تګ له امله يې يوازې څک څک څک وکول او بس.

ليکوال: محمد الله ارين