د نوکري شپه(لنډه کیسه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
نن تر ډيره ځنډه په روغتون کې ناست وو هیڅ یې کورته زړه نه کیده په روغتون کې یې د نوکري وال ډاکټر پوښتنه وکړه ما ورته وویل چې زه نوکري ووم نو ماته یې وویل چې ډاکټر اشنا نن شپه څوک نوکري دي ما ورته وویل چې زه نوکري یم ډير خوښ شو او ماته یې وویل چې که کیدی شي نو زه به نن شپه ستا په ځای نوکري شم او ته کورته لاړشه ، ډير ټينګار مې وکړ چې نه نه زه خپله نوکري د چاسره نه بدلوم خو نه یې منله او ویل یې چې کورته مې زړه نه کیږي ته ولاړشه. زه هم نور ټينګ نه شوم او د کور خواته وخوځیدم ماښام تیاره وه او شپې کرار کرار ښکلې او شنې سیمې ته غیږ ورکوله په اسمان کې یو نیم ستوری هم ښکاریده، زه ډير ګړندی د کور خواته روان شوم خو خدای شته د ډاکتر ولي محمد دې زړه شین والي ته په چورت کې ووم چې دی ولې داسې شو او ولې یې کورته زړه نه کیده، خو په همدې سوچونو کې کورته را ورسیدم او د کور دروازه مې وټکوله وړې لورې مې نارې کړې څوک یې :
ما هم ژر ځواب ورکړ لورې زه یم.
لورې مې ډيره خوشاله شوه او ژر ژر یې په وړوکې ژبه نارې پیل کړې پلار مې راغی.......
خدای شته کور ته د ننه کیدو سره سم مې ژر جیب ته لاس کړ او ډاکټر ولي محمد نمبر مې را وموند او د اوکې بټنې ته مې زور ور کړ، خو د لږ ځنډ څخه وروسته راته کمپیوټر د یادې شوې شمیرې د بوختیا ځواب راکړ، خدای شته کیناستم میرمن مې راغله او راڅخه یې پوښتنه وکړه چې:
سړیه ولې ته نن شپه نوکري نه وې.
ما هم په ټوکه ورته وویل چې نوکري ووم خو ډاکټر صیب ولي محمد د میرمنې سره جنګ کړی وو کور ته نه تلو او زه یې را ولیږلم، زه د میرمنې سره په همدې خبرو لګیاووم چې ټلیفون ته زنګ راغی شمیره نا اشنا وه حیران شوم چې څوک به وي خو ژر مې د اوکې بټنه کښیکاږله د هلو ویلو څخه وروسته مې د ډاکټر محمد ولي غږ واورید ژر مې ور ته وویل چې خیر دی مخکې مې درته زنګ وواهه شمیره د بوخته وه او دا بله شمیره د چا ده ده راته وویل چې زما ټلیفون چارج خلاص کړ او د قومندان صیب له ټلیفونه مې درته زنګ وواهه،
قومندان صیب!!!!!!!!!!! دا څوک دی د څه شي قومندان، نو ده راته غلي شانتې وویلې چې دې کومې وسله والې ډلې مشر دی او راغلی وايي چې کور کې مې څه ناروغي ده باید ډاکټر راسره لاړ شي اوس څه وکړو، ما ورته وویل چې نه هیڅ څوک د دې حق نه لري چې داسې وکړي دا روغتون دی که دې ناروغ ناروغي یې زیاته وي امبولانس ورکړه خو ګوره چې ور سره لاړ نه شې خو خیر ده هم وویل چې سمه ده، ټلیفون یې بند کړ دوهم ځلې مې بیا ورته زنګ وواهه خو دا ځل یې ټلیفون ګول وو، د مخکیني قومندان شمیرې ته مې زنګ وواهه هغه هم ځواب نه وایه خواشینی شوم او ژر مې د روغتون د ساتونکو امیر ته زنګ وواهه هغه ته مې وویل چې څه شو ډاکټر ولی محمد ټلیفون یې کار نه کوي، د روغتون ساتونکي راته وویل چې وسله وال کسان راغلي وو او ډاکټر یې غوښت مونږ هم ډیر ورته وویل چې نه شي کیدی د ټول ناروغان پریږدو او تاسو سره ډاکټر ولیږو که مو د ناروغ صحی حالت ډير خراب وي کولای شی چې روغتون یې راولی هسې هم امبولانس درکوو او په امبولانس کې د لومړنیو مرسته کونکو یوه ډله وي چې تر دې ځایه مو له ناروغ سره څه ناڅه صحی مرسته وکړي خو دوی وو نه منله او ګواښ یې وکړ چې که ډاکټر راسره لاړ نه شي نو روغتون په بمونو الوزوو.د دې اوږد داستان څخه وروسته مې ورته وویل چې نو بیا څه ووشو هغه راته وویل چې بس ډاکټر ولي محمد ورته وویل چې روغتون سره کار مه لری زه در سره ځم.نو هغه ور سره ولاړ او ویل یې چې دا د یو انسان حق دی چې له مرګه وژغورل شي. خدای شته خواشینی شومڅو څو ځله مې دواړه یادې شوې شمیرې وازمایلې خو کار یې نه کاوو، د خفګان په لړ کې مې زړه طاقت و نکړ او له میرمنې ته مې وویل چې ژر کوه هغه زما جامې راکړه زه بیرته ځم روغتون ځکه یو خو ډا کټر صیب نشته او بل ناروغان یوازې دي، میرمنې مې ډیر راته وویل چې لاړ نه شي خو ما ویل چې نه خامخا ځم، په همدې هیله له کور څخه را ووتم او روغتون خواته روان شوم په لاره کې څو څو ځله ولویدم ځکه یو تیاره وه او بل مې هسې هم چورت خراب وو، روغتون ته را ورسیدم ټول ویریدلي ولاړ وو خو زما په لیدو یې داسې احساس وکړ او خوښ شول تابه ویل چې د زغروال ټانګ فرقه د روغتون د ساتنې لپاره راغلې ده، ساتونکو ته مې وویل چې ولې مو داسې کسانو ته اجازه ورکوله ساتونکو راته وویل چې زمونږ دا وسلې او د دوی هغه وسلې د دې وړ نه وې چې سره زور و وهو، او بل داچې ډاکټر صیب ولي محمد ویل چې هیڅ به هم نه کوی ځکه کیدی شي د ډزو له امله بل کس ژوبل شي، په روغتون کې ژر ژر په ناروغانو تاو شوم ټول ویریدلي او نامعلومه لوري ته د نامعلوه ناروغ د کتلو لپاره د ولي محمد په دې تګ ډیر خواشیني وو خو ما ټولو ته ډاډ ورکړ، د روغتون په دهلیز کې را روان وم چې ټلیفون مې زنګ وواهه اویو کس راته خپله وینا داسې پیل کړه:
سلام علیکم ډاکټر صیب:په ډالرو مو ښې مزې وکړې هاهاهاهاهاهاها.
ما یې ژر خبرې پرې وکړې ورته مې ویل چې ته څوک یې چې داسې خبرې کوې؟
سړي راته وویل چې نه کې پیژنې؟؟؟؟
ما ورته و ویل چې نه څه دې پیژنم.
یو ځل بیا یې لکه د اسماني تندر غوندې یوه لوړه خندا وکړه او ویې ویل خیر دی وي دي وو به مې پیژنې.
ژر مې ورته و ویل چې هی وروره څوک یې ته نو په دې وخت کې راته وویل چې اوس به مې وو پيژنې دا ده له ملګري سره دې وغږیږه.
له هغې خوا مې د محمد ولي ډاکټر صیب ږغ واورید چې راته یې وویل سلام علیکم ډاکټر صیب.
ورته مې وویل: وعلیکم سلام ته چیرته یې ده ویل زما غم مه کوه که کیدی شي روغتون ته ولاړ شه او هلته د ناروغانو سره اوسه ځکه د ځینو میرمنو اوماشومانو صحی حالت ښه نه وو هسې نه چې د عملیات اړتیا پیدا شي.
ورته مې وویل: وروه پيه روغتون کې یم خو ته چیرې یې.
د هغې خوا څخه مې غږ واورید چې کوم کس چاته وویل چې ټلیفون ترې واخله او ور په ډاګه یې کړه دا ښاغلی اوس هم مسلې کوي.
بلکس کس ټلیفون واخیست او راته یې داسې وویل: ښاغلیه اوس ډاکټر ولي محمد زمونږ سره بندي دی تر هغه پورې دې چې شل لکه افغانۍ نه وي راوړي نو بیا په ده باندې د کور دیدن قران ده چې ویې کړي.
ټلیفون یې بند کړ، ډیر کوښښ مې وکړ چې بیا ځلې ورته ټلیفون وکړم خو ټلیفون بند شو،شپه مې همداسې په سوچونو کې تیره کړه، ولسوالۍ ته مې هم خبرتیا ورکړه چې داسې پیښه شوې هغوی هم راته وویل چې دا نو داسې کسان دي چې یوازې پیسې پیژنې او بس مونږ به کوښښ وکړو چې ډاکټر صیب ومومو.مرکزي دفتر ته مې زنګ و واهه ورته مې وویل چې داسې پیښه شوې هغوی راته وویل چې مونږ ډیر مخکې وویل چې دا روغتون وتړو ځکه خلک یې ساتنه نه شي کولای خو همدغه ډاکټر ویل چې دلته ماشومان، میرمنې او سپین ږیري کسان روغتون ته اړتیا لري هیڅ خبره نشته زه یې ضامن یم مه یې بندوی مونږ نوره ذمه واري نه شوکولای.سهار وختي مې ډير سپین ږیري راټول کړل او ټولو ته مې د دې ښاغلي کیسه وکړه چې ده څه غوښتل او څه ور سره وشول.څو شپې بیا نه دې ټلیفون غږ راغی او نه هم د ډاکټر صیب صیب څه پته،ډير خفه ووم چې څه وکړم واړه ماشومان او میرمنه به یې تل روغتون ته راتلل او د خپل ورک شوي پلار پوښتنه به یې له ما کوله خو داسې کومه پته یې نه وه، زه هم د څو ورځې سر په سر نوکري له امله سخت بیخوبه شوی ووم لاړم او د ډاکټرانو د نوکري په کوټه مې سر کیښود لا مې سترګه نه وه پټه شوې چې ګارد را منډه کړه او راته یې وویل چې په موټر کې یې یو ټپی چې ډير سخت ټپي دی راوړی دی او څوک یې نه پیژني د موټر والا وايي چې د برکلي په خوړ کې پروت وو. ګارد ته مې وویل چې ژر یې عاجل کوټې ته ورسوی او زه درغلم.جامې مې بدلې کړې او ژر د عاجل شعبې خواته ور روان شوم په بیړه مې نرسان را وغوښته او ژر ژر مو د ټپي چې د وهلو او سختو ټپونو له لاسه له پيژندګلوي له غږ او غوږ څخه لویدلی وو په پانسمانولو پیل وکړ جامې یې شلیدلې وې سر یې څو ځایه مات شوی وو ورسته تر دې چې د ډيرې وینې بهیدنې مخه مو ونیوله نرسانو ته مې وویل چې جامې تر و باسي ځکه کیدی شی په بدن کې نور ټپونه هم وي د جامو له ویستلو سره سم یې د مخې له جیب څخه یو لیک را ولویده ژر مې را واخیست چې وو مې کتل په سر کې یې داسې لیکل شوي وو یو ډاکټر چې د قومندان صیب له امر څخه یې سرغړونه کړې وه د خپلو اعمالو په سزا ورسید، د دې خبرې سره مې بیرته ټپی ته وکتل په دې وخت کې مې ایله په سر کې وګرځيده چې هسې نه ډاکټر صیب ولی محمد وي همداسې وو اټکل مې ریښتونی وو مخ مې چې له وینو پاک کړ وو مې پیژاند چې دا خو نو ډاکټر صیب دی د ډاکټر صیب هغه کیسه چې وړاندې یې ماته ویلي وو چې یو چا راته څو ځله زنګ وهلی وو چې وظیفه خوشې کړي او کنه بیا به یې ګیله له ځانه وي.پوه شوم چې دا کار همهغو ناپیژاندو کسانوکړی دی.ژر ژر مې د ده ټپونه ور وګنډل او د لومړي ځل لپاره د نورو پالونکی په هم هغه بیستر څملاست په کوم باندې چې ده د لسګونو کسانو ژوند ژغورلی وو،او دایې د ځان لپاره ښه نه بلله چې څوک دی او ولې ټپي شوی دی خو ده ته د انسان ژوند تر ډيرو د ارزښت و، خو داسې انسانان پيدا شول چې خپل پالونکی یې داسې حالت ته ورساوو.