مسلماني( لنډه کیسه)
د سیدالرحمن فقیرزي لیکنه
حاجي مستان خپله توره ږيره په موټې کې کلکه ونيوله څنګ ته په څوکۍ ناست کس ته يې کړه . ياره چې د سړي له حکومته څه چې ان له چپړاسي نه هم زړه تور شي . درې ورځې کيږي چې د ې ادارې ته منډې را وهو خو څوک مو پوښتنه هم نه کوي. څنګ ته ناست سړي خپله کوت کوت پګړۍ په خپلو زيږو لاسونو له سره ښکته کړه او د لاس په منګولو خپله ککرۍ وګروله. - اجي صيب ستاسو به درې ورځې کيږي خو موږ دغه شپږ مياشتې کيږي چې ځو را ځو . که څه هم چې دوي دواړو کومه پيژندګلوي نه لرله خو د حاجي مستان سپنې ورښمينې پکړۍ او سپنو جامو هر څوک دې ته اړ اېستل چې اجي صيب يې وبولي . انتظار خونه له خلکو ډکه وه ان تر دې چې يو دوه تنه د خونې د وره تر څنګ پر غولې هم ناست وو . حاجي مستان خپله ليڅه را ونغاړله ؛ تر لستوڼې لاندې راډو ډوله ګړۍ يې د ناست کس سترګو ته ځلا وکړه . اجي مستان ګړۍ ته وکتل -وخت د سهار لس بجي او شل دقيقي وې . داسي وښودله چې نوريې نو د صبر په کاسه کې د انتظار ځاي نشته را پاڅيد او په انتظار خونه کې يې د ټولو ناستو کسان پام ځانته واړاوه .- - ياره دلته چې په خپله پسې ونه ګرځي نو دا خلک خو دې ولاکه په کلونو پوښتنه وکړي . حاجي مستان مخامخ د ريس د خونې ور ه ته ودريد او ور يې په داسي ډول وټکاوه چې تا به ويل کوم سړی د پوروړي ور ورټکوي . ور خلاص شو او د حاجي مستان مخي د قره قول والا يو سړی ودريد سړي په جنګه خوله وويل يوه دقه {دقیقه } صبر وکړه چې وار دې را ورسيد زه بيا غږ درباندې کوم . حاجي مستان له قهر سوراو شين واښت . _ صبر صبر تر کله صبر درې ورځې کيږې چې ځواورا ځو نور خو يو څه شرم په کار دی د يوې ورځې کار نه وي خبره يې کلونو ته ورسيږي . د قره قل والا سړي ور ور پورې کړ او حاجي مستان د سر په ښورولو بيرته پر خپل ځای کيناست . د حاجې مستان سياست خراب شو ؛ تسبې يې له جيبه را وکښلې او د سبحان الله په ويلو سره يې ددې خبرې کول غوښتل چې شيطان يي ډيرو کاروته هڅوي چې د دې ادارې پر وړاندې يې وکړي خو دی يې نه کوي . حاجې مستان ته مخامخ ځوان هغه ته وکتل . خير اجې اکا لږه حوصله کوه دا د دولت کارونه يو څه منډه غواړي . حاجې مستان سور را ويشيد - ياره تر دې دولته خو چې بيخي نه وي ښه دی .مسلماني مسلماني نشته ؛ ولاکه دومره سخت کار هم وي يواځي يو لاسليک دی خو چې نه يې خلاًصوي نو نه يې خلاصوي پرون ددې خبيس کورته ورغلم پنځه زره روپۍ مې هم ورکړې ما وې چې هسې له دې غمه خلاص شم خو اوس مې ولاکه پوښتنه کوي . اوس خو ولاکه په هيچا کې هم مسلماني پاتي وي .