دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې آغلې نظیفې نیازۍ شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.
آغلې بي بي حاجي ماریا نیازۍ په دغه شعر لیکلې کره کتنې اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې لیمه آریا د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
د ادبیاتو او لیکوالي دزده کړي دکورس په برخه کې به دا ځل دهیواد تکړه شاعراولیکوال منقادالرحمن رودوال لکچر ارایه کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې د شنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،ده افغانان،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ