جانانه ګرځې ډير بې باکه

را ته معلوم شولې چالاکه

زما د ي زړه کړلو بې واکه

ماته په لپه اوبه راکه

زه تږی نه یم دا ستا نیت مالومومه

««««««»»»»»»

هسې مې کلي کې زړه تنګ شو

چې یار روان رانه په څنګ شو

له خپل نصیب سره مې جنګ شو

زما د مینې یار ملنګ شو

اوس به دیرې د ملنګانو لټومه

««««««»»»»»»

په څنګ را ګورې نازنینې

له زړه مې څاڅې په خدای وینې

ښایست دې ډير دی ګل ورینې

کميس دې تور مټې دې سپينې

لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه

««««««»»»»»»

زموږ پر چم چې نن غوبل دی

واک د پښتون هم نن د بل دی

جانانه رنګ دې ډير بدل دی

صورت زما واک يې دبل دی

خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه