لنډې کیسې
رواج:(لنډه کیسه)
رواج:(لنډه کیسه) لیکوال:محمدالله ارین احمدزی لمرداسمان نیمایی ته رسیدلی و د تن جامې مې دبدن په خولو دومره خیشتې شوې وې که چا نښځلی وای نوپوره یوسطل به پرې ډک شوی وای ماکوښښ درلودچې زرترزره له قولبی نه وزګارشم اودغرمې له ډوډی نه وروسته دنواب اکا دزوی په ستنې پسې برکلي ته دنوروکلیوالوسره لاړشم دپټي اخرسرته نیژدې شوی وم چې دنورو،ورځوپه شان دمیرګل اکا له کوره دژړاغږ راترغوږه شو دمیرګل اکاپه کورکې له هغې ورځې نه دا لوبه پیل شوې وه له کومې ورځې نه چې سیدوته اکا ناوې کښته کړې وه
مینه او پیسې(ریښتینې کیسه)
مینه او پیسې(ریښتینې کیسه) لیکوال:محمدالله ار
د اور لمبې(لنډه کیسه)
د اور لمبې(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه د ډيرې مودې وروسته کله چې مې زدکړې پای ته ورسولې نو مې داسې د ځان سره وو پتیله چې د ځان لپاره د هیواد په کوم ولایت کې وظیفه پيداکړم همداسې مې وکول وروسته تر دې چې وظیفه مې و موندله نو د دفتر لخوا راته وویل شو چې ته باید په سرکې د څه مودې لپاره د هلمند ولایت ته لاړ شې نو مې همداسې وکړل نیژدې څو میاشتې مې په هلمند کې تیرې کړې خو په هلمند کې د امنیتي وضعې د خرابتیا له امله زمونږدفتر و تړل شو د دفتر کارکونکو ته وویل شول چې د
غبرګې جنازې
سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ ! ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو ورو دالوتونكومرغيوپه چغهاركې ډو
هوډ(لنډه کیسه)
هوډ(لنډه کیسه) د محمدالله ارین احمدزي لیکنه وروسته تر دې چې په ښونځي کې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوم
د هیلو څخه د ډک زړه مړینه(ریښتینې کیسه)
د هیلو څخه د ډک زړه مړینه(ریښتینې کیسه) لیکوال:محمدالله آرین احمدزی کله چې د زړ په دفتر کې د ځينو ملګرو یادونه تازه کول چې ډير ېی یوځای ته رسیدلي وو او ډير یې یو ځای ته د رسیدو په حال کې وو نو ډير مې د خوښي احساس کاوو خو د ارواپوهنې خبره کله چې بیا خپل لاشعور ته لاړم ترڅو ځينې هغه ملګري چې ډير وخت کې له ما لرې دي او یا د کومې بدې پيښې ښکارشوي وي او یا داسې نور څه وي نو مې زړه په ښو ښه شي او په بدو او سخت عمر یې غمجن شم چې زما د ملګري دا کیسه هم د ده د ژوند یوه ریښتنې هنداره ده
مساپري(لنډه کیسه)
مساپري زه به تل په فکرکي وم چي خلک څومره غښتلي دي له کوره په کلونوکلونو لري ژوندتېروي مساپرۍ ته يې ډډه وهلې ده،دکلي دخوشالۍ اودغم وختونه ځيني پاته دي ديوچاپه واده اوجنازې کي يې ګډون نه درلود.چي دکلي په هرکوربه څه خېرخيرات کېدلی دهغه کورکس به نه ودچاله کوره چي به دکلونومساپرتللی ودهغوماشومانوته به يې په نفرت سره کتل له کوڅې به يې پسي اخستل دښتمنوکورنۍ ماشومان به يې وربلل هرچ