هوډ(لنډه کیسه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
وروسته تر دې چې په ښونځي کې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوم نو مې د ځانه سره رنګارنګ چورتونه وهل کله به مې ویل چې راځه یاره داسې وکوه چې تجارت پيل کړه کله به مې ویل چې نه راځه د ځان لپاره ښه ښکلې وظیفه پيدا کړه خو د دې ټولو تر څنګ به مې کله ناکله ویل چې نه راځه د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړه او لوړې زدکړې وکړه خو د چورتونو په سمندر کې داسې لاهو شوی ووم چې هیڅ مې نه شو کولای خپله کیشتی د ساحل غاړې ته راولم او ترې کوز شم،خو د ډيرې مودې وروسته مې بیا هم وو نه شو کولای چې داسې تصمیم ونیسم او د ځان او راتلونکې په اړه فیصله وکړم خو لا به ډير وخت نه وو تیر چې یو ځل مې په ټول بدن کې داسې تغیرات راغلل چې ما هیڅکله داسې وړاندوینه نه وه کړې تل به مې ملګري او دوستان را یادیدل چې څوک یې زدکړې کوي څوک یې څه او څوک یې...... یوه ورځ مې زړه تنګ شو زړه د ځانه سره مې وویل چې که خدای کړي وي یو ځل ځم کابل ته دا خبره په کور کې هم را سره ټولو وو منله، زه هم د کابل په امید د کور څخه د هډې په لورې را وخوځيدم هډې ته راغلم او د کابل په ګاډي کې کیناستم او د کابل خواته مو حرکت وکړ د لږ ځنډ وروسته په موټر کې ویده شوی ووم لامې په خوب باندې د زړه بړاس نه وو ایستلی چې ډریور راباندې نارې کړې چې استاذه کوزیږي او که همداسې ویده دې بیرته خپل کورته ورسوم، ماهم ډير ژر سترګې پرانیتسې موټر چلونکي ته مې د بخښنې سر وخوځاوو او وو مې ویل چې وو بخښې ویده شوی ووم نو د کابل په ښار کې کوز شوم.له لږ سوچ وروسته مې فیصله وکړه چې په پيل کې باید د زلمي سره وګورم ځکه زلمی مې د ډير وخت ملګری وو او بل دا چې په یو خارجي دفتر کې یې کار کاوو ما د ځانه سره وویل چې د وظیفې به هم ورته وایم.همداسې مې وکړل او زلمي ته مې ټلیفون وکړ او ورته مې وویل چې د دفتر پته راکړه زه په کابل کې د حضوري چمن سره ولاړ یم زلمي د خپل دفتر په ځای د خپل اوطاق پته راکړه ځکه راته یې وویل چې د بهرنیو دفترونو د شنبې په ورځ رخصتي وي زه هم خدای شته ډير خوښ شوم او د ده د اوطاق ًپه لوري چې د کابل په څلورمه کارته کې و روان شوم.د لږ ځنډ څخه وروسته مې د زلمي اوطاق وموند د زلمي سره مې روغبړ وکړ او د روغبړ څخه وروسته مو د ژوند کیسې سره پيل کړې او ده راته وویل چې څه کوې او درسونه دې کوم ځای ته ورسول ما هم ورته وویل چې د ۱۲ ټولګي څخه خلاص شوم او نور غواړم چې وظیفه پيدا کړم او یو څو روپی وګټم ده راته ډير وخندل او راته یې وویل چې وظیفه څه کوې ته باید د ټولو څخه وړاندې لوړې زدکړې وکوي، د ده دا خبرې داسې تکراري غوندې راته ښکاریدې خو مې هیڅ هم نه شو ورته ویلای ځکه چې یو خو مې ملګری وو او بل داچې رانه مشر وو، خو خیر ډيرې کیسې مو لانه وې سره کړې چې یو تن ملګري مې چې په پوهنتون کې یې لوړې زدکړې کولې راته زنګ وواهه او راته یې وویل چې چیرې یې!ما هم ورته وویل چې په کابل کې د زلمي سره یم ده راته وویل چې راځه راشه د پوهنتون لیلې ته دلته به شپه هم وکړې او کیسې به هم سره وکړو،نو خدای شته د لیلې د ملګري کمال خان دا کمالداره خبره را باندې ډيره ښه ولږیده نو مې بې د ځنډه زلمي ته وویل چې زه به ورشم او شپه به د کمال خان سره وکړم زلمی راته ډير ټينګ شو خو ما وویل چې نه ځم ځکه د ده تکراري خبرو چې البته ماته یې کوم ارزښت نه درلود ډیر په تنګ کړی ووم خو زلمي د خدای پاماني پرمهال بیا هم راته وویل چې ګوره درسونه پرینږدې او ته باید لوړې زدکړې وکړې ځکه وروسته به ارمان کوې ما هم بې د دې څخه چې په هو او یا نه یې ځواب ورکړم ترې روان شوم.
د پوهنتون دروازې ته ورسیدم غوښتل مې چې پوهنتون ته د ننه شم خو د پولیسو لخوا ودرول شوم او راته یې وویل چې د پيژندنې کار راکړي خو ما ورته وویل چې کارت خو نه لرم ځم لیلې ته هلته مې یو ملګری ده د هغه لیدو ته راغلی یم پولیس راته وویل چې وروره دا د خوشې کیسو ځای نه ده چې ته دلته راغلی یې دلته ټول هلکان په درسونو بوخت وي کیسو ته نه دي خلاص ځه لاړشه مه مو په تنګوه.یو بل ځوان چې ښکلی بیک یې په څنګ کې وو راغی یوازې د کارت د یوې څنډې د ورښودو سره سم پوهنتون ته د ننه شو خدای شته ځان راته ډير بد ښکاره شو او د ځانه سره مې رنګارنګ چورتونه ووهل.
لږ ها خوا لاړم او کمال خان ته مې ټلیفون وکړ او ورته مې وویل چې پولیس مې نه در پریږدي کمال خان راته وویل چې همدالته اوسه زه درځم زه هم د پوهنتون د دروازې سره نیژدې کیناستم د ډيرو ځوانانو تماشه مې وکړه چې دلته راځي ټول ځوانان ما غوندې وو خو توپير په دې کې وو چې د دوی سره کتابونه وو زما سره د کتاب کومه نښه هم نه وه هرچا به راته کتل او تیریده به دې نندارې دومره تر تاثیر لاندې را وستلی ووم چې هیڅ خوځيدای نه شوای او حتی تر دې چې کمال خان هم زما نندارې ته ماته مخامخ ولاړ وو خو ما نه شو لیدای تر دې چې راباندې نارې یې کړې زه هم ورجګ شوم او د همدې لارې څخه چې وړاندې پولیسو نه پریښودم پوهنتون ته وردننه شو.په پوهنتون کې ماته ونې او بوټي هم داسې ښکاریدل چې ګواکې دوی هم په درسونو بوخت دي د ارامي فضا خوره وه شنې ونې او د ونو لاندې د کتابونو سره د ځوانانو ناستي داسې د ځان خواته ور کش کړی ووم چې د کمال سره جوړ پخیر هم رانه هیر شوی وو.په دې چورتونو کې د کتابتون مخې ته ورسیدو او کمال راته په خندا وویل چې یاره نن خو ډير خفه او چورتي غوندې یې ما ورته وویل چې نه نه هسې مې یاره زلمي چورت را خراب کړ ده ته مې د زلمي کیسه کټ مټ وکوله خو خدای شته ده یې په اړه هیڅ هم وو نه ویل یوازې دومره یې وویل چې راځه راځه نورې کیسې به په کتابتون کې د ننه سره وکړو.کتابتون ته ور دننه شو که ګورم په هرمیز باندې ښکلي ځوانان ناست دي او شا اوخوا الماری ګانې ټولې له کتابونو ډکې دي او دوی په مطالعه دومره بوخت وو چې حتی سر یې هم نه پورته کاوو.د کتابتون دوهم پوړ ته وختو او هلته کیناستو کمال خان راته وویل چې په کوز پوړ کې خبرې کول منع دي او دلته بیا کولای شو کیسې وکړو نو یې یو ځل بیا د زلمي خبر را غبرګهکړه او راته یې وویل چې زلمي ته تا ویلي وو چې وظیفه درته پيدا کړي او هغه دې په ځواب کې دا درته وویل چې ته باید لوړې زدکړې وکوي همداسې وو کنه. ما هم ورته وویل چې هو نو کمال خان راته وویل چې یاره خدای د پښتنو ته هدایت وکړي همدا خپلې سر تمبه ګي خوړلي دي ته څه وايې چې دولسم څخه فارغ شوې نورې د زدکړې بشپړې کړې او نور نو لوړو زدکړو ته اړتیا نشته ته راځه چې تاته زه د نورو قومونو ځوانان وښيم چې په هر پوهنځي کې د یو کلي او یوې ولسوالی څخه څو نفره دي خو زمونږ پښتانه په پوهنتون کې د ګوتو په شمیر دي.د ډيرې غصې څخه کټ کټ په خندا شو او کرار یې وویل خدای د پښتنو ته انصاف ورکړي دولسم ټولګی یې ویلی دی او اوس یوازې د دې په لټه کې دي چې پيسې وګټي.خدای شته په کتابتون کې د ننه د کمال خان خبرې د زلمي د خبرو په پرتله ډيرې بدې نه را باندې لږیدې نو مې ورته وویل چې څه وکړم ده راته وویل چې راځه دا څو ورځې وروسته د کانکور ازموینې ته نومونه ثبتیږي خپل نوم ور ولیکه په ازموینه کې ګډون وکړه خدای مهربان دی چې یوې ښې پوهنځی ته بریالی شې ما ورسره ښه کړه مازدیګر مهال مو په پوهنتون کې چکر لګاوو د نورو ولایتونو او نوروژبو ویونکي مې ډلې ډلې لیدل چې درسونه وايي او مطالعه کوي نور هرڅوک پکې ډير وو خو یوازې پښتانه پکې د ګوتو په شمیر وو نو خدای شته لږ څه مایوس شوم او د ځانه سره مې هوډ وکړ چې د کانکور په آزموینه کې ګډون کوم او لوړې زدکړې کوم نو مې کما خان ته وویل چې ښه کله او څنګه خپل نوم د ازموینې لپاره ثبت کړم ده راته وویل چې د دې څخه خلاص یې یوازې تذکیره دې راکړه زه دې نوم لیکم او ته به یوازې د ازموینې ورځې ته راشې د کمال سره مې دا خبره ټينګه وومنله خپله تذکیره او څودانې عکسونه مې کمال ته ورکړل او د شپې لپاره لیلې ته لاړو د شپې مې په لیلیه کې او د لیلې سره په نیژدې ونو کې مې ډير ځوانان ولیدل چې مطالعه کوي نو مې هوډ نورهم کلک شو او د ځانه سره مې فیصله وکړه چې هر رنګه شي خامخا به لوړې زدکړې کوم.سهار وختي د کور په خوا را وخوځيدم کورته تر را رسیدو وروسته مې ژر د ښونځي د دورې کتابونه را پيدا کړل او د ځان سره مې هوډ وکړ چې درسونه وایم او د کانکور ازموینې ته به تیاری نیسم په کور کې زما په دې لټه ټولو را څخه پوښتنې وکړې چې څه کوې او دا کتابونه څه کوې نو مې ټولو ته وویل چې غواړم د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړم د کور د ټولو غړو تر څنګ مې پلار دومره خوښ شو چې د خوښي څخه یې ټينګ په غیږ کې وو نیولم او راته یې وویل چې آفرین زویه تګړه شه که خدای کړي وي یو وخت به غټ سړی وې لوړې زدکړې به دې کړي وي او زما نوم به همداسې تل په نیکي یادیږي.
ډيرې ورځې مې تیر لوستلي درسونه ولوستل.یوه میاشت وروسته کمال خان هم کلي ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلی وو د مونږ کره راغی او راته یې په ازموینه کې د ګډون کونکو کارت راکړ او راته یې وویل چې د دوشنبې په ورځ دې ازموینه ده ما هم چې د ډیرو شپو وړاندې مې دا شیبې شمیرلې وې ډير خوښ شوم او کمال خان مې په غیږ کې ټينګ ونیو کمال خان راته وویل چې د شنبې په ورځ به ځو کابل ته ما هم ور سره وو منله د شنبې په ورځ کابل ته لاړو دوه شپې مو په کابل کې وکړې او د دوشنبې په ورځ مې په ازموینه کې ګډون وکړ.
وروسته تر دې چې ازموینه مې ورکړه نو بیرته د کور خواته روان شوم او کمال ته مې وویل چې کلله پایلې اعلان شي باید چې ما خبر کړي چې بریالی شوی یم او کنه؟ډيرې شپې او څو میاشتې تیرې شوې چې کمال راته ټلیفون وکړ او راته یې په ډيره خوښي وویل چې مبارک شه بریالی شوې یې د دې سره سم مې پخواني یار زلمي ته چې یو وخت یې خبرې ډيرې بدې را باندې لږیدلې هم زنګ وواهه او ورته مې وویل چې بریالی شوی یم خدای شته زلمی ډير خوښ شواو راته یې وویل چې وروسته تر دې به وظیفې په تا پسې ګرځي نه ته په وظيفو پسې او دا ژمنه یې هم را سره وکړه چې که کله دې پيسې او یا کتابونه په کار وي زه دې ته اماده یم چې درسره مرسته وکړم زما هغه تیر غبرګون او د زلمي هغې خبرې مې کټ مټ سترګو ته ودریدې او د خپل چلند څخه ډير وشرمیدم.د دې ټولو خبرو سره مې د ټولو دوستانو هغه خبرې چې چا راته ویلي وو چې درس ووايي او چاته راته ویلي وو چې پيسې وګټي او چا خو به لا دا راته ویل چې په هیڅ هم نه پوهیږي را یادې شوې او د دې ترڅنګ مې ډير داسې کسان هم ژر ژر د ستروګو په وړاندې تیر شول چې د لوړو زدکړو له امله ډيرو لوړو څوکیو ته رسیدلي وو چې د دې ټولو انځورونو د لیدو سره مې هوډ کلک شو او د ځانه سره مې فیصله وکړه چې باید ډيرې هڅې وکړم ځکه چې پښتانه ډيرو هڅاندو ځوانانو او کدرونو ته اړیتا لري،نور پښتانه د دې په ځای چې ټوپک واخلي دې ته اړتیا لري چې باید علم وکړي او د علم له لارې مخ پر وړاندې لاړشي ځکه اوس مهال د دبي او سوټي جنګونه د قلم په جنګونو بدل شوي دي اوس د دې وخت دی چې هر قوم او په ځانګړې توګه پښتانه په دې حساب وکړي چې څومره کسان یې علم لري او څومره نورو ته اړتیا لري چې علم وکړي نو مې هوډ کلک شو او په نوي پوهنځي کې مې د خپل قوم او ژبې لپاره د نویو هیلو آرزوګانو سره یو ځای لوړې زدکړې پيل کړې.