سهار وختي مې دکمپيوتر پرده پرانيستله٠دبريښنا ليک په بټن مې ګوته ټينګه کړه ،چې په بخڅه کې يو بريښنا ليک پړکيږي٠ما خيال کاوه دانترنت غله به بيا څه په يوه بانه زما له غريبه جيبه چې زه خپله څه نشم پکې ميندلائ،دوۍ غواړی چی يؤ څه زما په جيب کې ولټوي خوکله مې چې په تڼۍ ګوته ټينګه کړه ،نوم راته دغلو نه ښکاريده ليکنه په انګليسی ټکو ليکل شوې وه٠مګر انګليسي ژبه نه وه،دغه پښتو خوږه ژبه وه٠داسی ليکل شوی وه؛ګرانه وروره سيدمحمده ؛سلامونه درته وړاندی کوم،ستا پته ما دټول افغان په بريښنا پاڼه کې وميندله٠که ته هغه سيد یې کوم چی په تاشکند کې زده کړې تر سره کړيدي ،نو زه او ته سره نيږدې انډيوالان يو،اوکه نه زه بخښنه غواړم غلت شوئ يم٠ما چی کله لا بريښنا ليک تر پایه نه وو لوستلائ له سترګو می په ناڅاپي اوښکې په توئې شوې.٠دکمپيوتر پرده توره شوه،خيالي خيالونو شل کاله په څټ يوړم،دخيال انځورونو زه بلې نړۍ ته يوړم زه دخيال په عالم کې دجنت په باغو کې ګرځيدم،هلته چيرې چې دځواني او پاکې مينې دڅپانده سمندر زما دخيال بيړۍ په يوه او بله خوا وړله٠زما اوښکې همداسې دکمپيوتر په پرده څاڅکې څاڅکي بهيدې،زه دخيال په عالم له خواږه ملګري سره غيږ په غيږ وم چې شل کاله مخکې موږ سره يؤ ځائ ژوند او يؤ بل ته وروڼو زيات سره ګران وه،زمونږ ايډيالوجی يوازې دګران هيواد ودانول وه٠موږ په خوښې سره دزده کړو له پائ ته رسيدلو وروسته خپلې مورنۍ خاورې ته ستنيدلو او دخپلې خاورې په چوپړ کې دژوند تر اخيرې سلګۍ پورې له سره تيريدل وه٠مګر دپښتو ښکلئ متل را په زړه شو چ وايي(چې ویې غواړې په خوله،نو خورې به يې په څه؟)زما ملګری يؤ کال مخکې له ما څخه زده کړې تر سره کړې٠هغه هېؤاد ته ستون شو،مګر زما لازده کړې پائ ته نه وی رسيدلې٠چې دافغانستان ريښتيانی ولسمشر ډاکتر نجيب الله ملي روغه جوړه اعلان کړه٠دملګرو ملتو له اساسنامی سره سم دهيؤاد واګي هغه چا ته وسپاري اوپه هيؤاد کې تل پاتې سوله راشي٠دملګرو ملتو خاینی ادارې دبډيخور بينن سيوان په مشرۍ افغانستان داوربشو په بيه خرڅ کړ افغانستان دمجاهدینو په نوم د لوټمارو مجا هيدينو په ولکه کې ولويد٠کوڅه په کوڅه جګړه تازه شوه،زما ملګرئ له سپين سرې مور سره بيرته تاشکند ته راستون شو٠کله چې تاشکند ته راغئ دژوند کول ورته ستونزمن وه،ځکه اوزبکي پوليس هم دافغا نستان ترمجاهدينو بدتر وه٠چې يوه ته به د روپۍ ورکړې هغه به بل درليږل،له دغو ميلمنو وزګارکيدل نه وه٠زما ملګري ما ته وويل چې زما ژوند دلته نه کيږي،زه اوکراین ته ځم٠سپين سرې مور هم دژوند اخيري شپی په هجرت کې له يوازنی زوئ سره کله يؤ ځائ اوکله بل ځائ سبا کولې٠خپله مورنۍ خاوره ورته په دی نړۍ دوزخ ګرځيدلئ وه،مورنئ هيؤاد فاشيستو نازي دبل لاسپوڅو مجاهيدينو داسې په يوه اوبله خوا سره کشکاوه،لکه ځنګلي سپی چی دښکار سوي هوسۍ بدن کش کوي. زماد ملګری ميرني وروڼه په انګليستان کې له ډيرې پخوا ژوند کوي٠هغه څوځله ورته ليکونه واستول چی مرسته ورسره وکړي،او يا یې انګليستان دورتګ لپاره کومه لاره چاره وسنجوی٠مګر دلويديځ له سختيو سره ګټلې شوی پيسی نه يوازې دسړي سوغۍ تنګوی،بلکې ځمکه هم وربا ندې تنګوي نو زما دنيږدي ملګري وروڼو دهغه په خبرو سر ونه ګرول،او خپل ورور ته ئی دمرستی لاس ونه غځول٠مګرسجده هغې ګرانې مورته چې داسې زوئ ئی زيږولئ،لکه زما ګران ملګرئ٠هغه ددرني مور سره ډيرې ستونځی وګاللي هغه ګرانې مورته داسې ونه ويل چې نه٠هغه ديوه نوميالي پښتؤن زوئ په صفت دګرانې مور ټولې هيلې ترسره کړې هغه بختور ده زه یې په دغه دنيا په جنت کې وينم٠زه له خپل ملګري سره داورګاډي تر پټلۍ ولاړم،دوی مې په اورګاډي کې کښينول له ګرانې مور سره مې خدائ پاماني وکړه دوۍ می رخصت کړل اوکله به يؤځل دتليفون په مزی سره خبري کولې ما خپلې زده کړی پائ ته ورسولې ٠په تاشکند کې زما ژوند دپوليسو دلاسه سخت شو او دبيلاروسيې په خوا مې ودانګل هلته می تر ١٩٩٧ کال پورې ژوند وکړه او هغې خوا ته مې مخ واړاوه له کومې خوا چې زما لاپه وړوکيتوب کې بد راتله تر راتګ دمخه ما ته خپل ګران ملګری يؤ ځل تليفون وکړل چې نور ترې تم شو٠وروسته له ډيره وخته زما کليوال له اوله ټولګي تر ٧ټولګي پوری ماته له ډنمارکه څخه تليفون وکړه چې ما دهر ملګري پوښتنه ورڅخه کوله٠هغه دورک ملګري په هکله ماته وويل چی هغه په ډنمارک کې څه وخت ژوند کاوو،مګر دمور ډير بد له ډنمارک څخه راتلل اوبيرته اوکراین ته کډه شول٠ما دټولګي له ملګري څخه دهغه دتليفون پوښتنه وکړه،هغه ويل چی زه ئی نمره نه لرم ٠مګر زما ديوه ليک له ليکلو وروسته دټول افغان (محمدالله ارين)په ديوان کې زما دليکنی په هکله دهغه وړانديز زما زړه ناارام کړل٠ماته زما ورک يار دهغه په يوازې يوه کرښه کې هره ورځ انځور کيده٠ما دده غوښتنې ته په غبرګو سترګو ځواب ورکړ٠مګر بريښنا ليک ما ته په څټ راستون شو٠درۍ ځلې می دده له غوښتنی سره ځواب ورکړل،نن سها ر وختی ګورم چی زما دبريښناليک په خزانه کی بريښنا ليک پړه کيږی٠کله می چی بريښنا ليک خلاص کړل،ورک يار په پښتو ژبه په انګليسي ټکو داسې ليکلي دي٠ګرانه وروره؛که ته هغه سيد محمد ئی کوم چی په تاشکند کې وه نو موږ سره انډيوالان يو،که نه بخښنه غواړم ٠ما ته دده خندا اوکندهارۍ خوږه پښتو دخيال په ټالونو کې انځور شوه٠زما له ستر ګو په ناڅاپي ډول اوښکې توئې شوې ساه مې په سختۍ سره ويستله او دکمپيوتر له جوړونکی بيل ګيټ څخه می يوه دنيا مننه وکړه چی ددغه کوچني بکس په جوړيدو سره په نړۍ کې جګړې شيندلې سره پيداکوي او يو له بل سره خواله کوي٠ما اخير يؤ ورک يار دکمپيوتر په خزانه کی ومندل هغه زما ورک او خوږ يار چی اؤس ځان ته صابر خان وائی چې ما به ورته صا بر ويل په درناوی