مساپري

زه به تل په فکرکي وم چي خلک څومره غښتلي دي له کوره په کلونوکلونو لري ژوندتېروي مساپرۍ ته يې ډډه وهلې ده،دکلي دخوشالۍ اودغم وختونه ځيني پاته دي ديوچاپه واده اوجنازې کي يې ګډون نه درلود.چي  دکلي په هرکوربه څه خېرخيرات کېدلی دهغه کورکس به نه ودچاله کوره چي به دکلونومساپرتللی ودهغوماشومانوته به يې په نفرت سره کتل له کوڅې به يې

پسي اخستل دښتمنوکورنۍ ماشومان به يې وربلل هرچابه نازورباندي کاوه

هغه نُورماشومان به ډېرخېريزه و دڅېروبه يې ښکلا تللې وه داسي به ښکارېدل لکه چي موراوپلاريې دوړاه مړه وي اودتلل دپاره ددودی له ميني محرومه وي.دهغوماشومانوموربه ډېره خپه غوندي وه.خودوی ته به يې دانه ورڅرګندوله چي زه په زړه کي ډېرارمانونه لرم ستاسوپه ژوندخپه غوندي يم هرماښام يې په خندا ورسره تېرولی داحساس يې نه ورکولی چي په ځان يې پوه کړي.په کلي کي ډېرښتمن خلک اوسېدل دهغودکورونوکارونه يې کول چي خپلواولادوته څه نفقه پيداکړي له خاوندسره يې تماس نه درلودپه کلي کي يې له خلکوسره ښه اړيکي نه وې هغوي چنداني خواخوږي نه ورسره کوله ځکه دکلي په کاروبوخته وه چي اولادونه يې دمايوسۍ په جال کي راګيرنه شي دنوروماشومانوپه څېر ښکلی ژوند تېرکړي غوښتل يې داولادروزنه اوپالنه په ښه توګه وکړي دسباورځي يې له ستونزوسره مخامخ نه وي چي يو زوی يې  ثمرګل نومېده هغه ډېرځيرک و له ښونځي سره ډېرلېواله و.چي کله به دکلي نورماشومان ښونځي ته تلل ده به مورته ژړل زه ښونخي ته ځم.يوه سپېره خولۍ به مورورته په سرکړه ترڅه ځايه پوري به ورسره ملګرې شوه چي ښونځي به ورنزدې شو.دابه کورته بېرته راستنه شوه چي کله به دښونځي رخصت شودکلي نوروماشومانوته به موټرولاړوخپل پلرونوبه ورباندي ږغ  کاوو هله هله بچيه ژرراځي ډېره تودوخي ده لمرمووهي.ثمرګل به کله ديوه کله دبل موټروخواته ودرېدی هغوبه دروزه بنده کړه موټربه يې روان کړئ ثمرګل به له  ښونځي سره په غرېنولوسترګوپاته شو ترکوره ډېره لاروه .دی ماشوم و له يواځي ترکوره نه شوای تلای هلته به يې تختۍ ليکله چي کله به دی ناوخته شو موربه يې ډېره تلوسه وه ورپسي روانه شوه،دکلي خلکوبه تومت پسي ويللي چي داښځه هرماښام له کوره وځي مېړه يې کورنشته داڅه کوي چېري ځي داستونزمني شپې يې تېرولې خودثمرګل يواځنی ښکلی ژونديې په نظرکي وچي کله ثمرګل په ښه اوبدپوه شودښونځي سره يې نوره هم مينه زياته شوه او ده   به تل مورته ويل مورجانې زه به ډاکټرجوړېږم اوس دکانکور په ا زموينه کي کامياب شوم بس له خېره کابل ته ځم طيب وايم ته نوردکلي کارونه مه کوه زه کورته خرڅ درلېږم دورځي پوهنتون وايم دشپې څوکيداري پيداکوم دژوندون شپې دبادپه څېر تېرېدلې ثمرګل په پوهنتون کي اول نومره و په ډېره مېړانه سره يې   دوره ترپايه ورسوله بېرته کلي ته راغی په کلي کي يې شخصي دواخانه جوړه کړه ډېررنځوران به ورته راتلل اونوروکليوته به هم تلی يوه ورځ بل کلي ته روان ده په لاره کي ټپيان پراته دي هغوته يې درمل ورکول .دی لاپه ټپيانواخته وناڅاپه يې څنګ ته چاودنه وشوه ثمرګل په هغه کي زخمي شودکابل په روغتون کي بسترشو بل څوک يې نه درلود يواځي موربه دخدمت دپاره ورسره وه چي ورځ تېرېدله دثمرګل وزه خرابېدله ګونه کي يې  بدلون راتلی داسي حالات ته ورسېدوچي اوبه يې په څاڅکوورکولې     ثمرګل له نيمګړې دنياګۍ سترګي پټي کړې اوموريې ارماني اوښکي په لپوکي توېولې زړه يې داغ داغ شوپه چيغويې ژړل چي  اې زويه کاشکي پلاردي مساپرنه وايې 

  کلات          2/1/2010