د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټولنې او نړۍ ته یې ستر شخصیت او لوی عالم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی وړاندې کړی دي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د پروفیسور ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د درنې او پتمنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګيالۍ پښتنې مېرمنې ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر درانه عالم او په وطن مین شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې پښتنې میرمن ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
کار ډله
04.01.2010
- محمدالله آرین احمدزی
مساپري
زه به تل په فکرکي وم چي خلک څومره غښتلي دي له کوره په کلونوکلونو لري ژوندتېروي مساپرۍ ته يې ډډه وهلې ده،دکلي دخوشالۍ اودغم وختونه ځيني پاته دي ديوچاپه واده اوجنازې کي يې ګډون نه درلود.چي دکلي په هرکوربه څه خېرخيرات کېدلی دهغه کورکس به نه ودچاله کوره چي به دکلونومساپرتللی ودهغوماشومانوته به يې په نفرت سره کتل له کوڅې به يې
پسي اخستل دښتمنوکورنۍ ماشومان به يې وربلل هرچ...
05.01.2010
- محمدالله آرین احمدزی
راحله نوري دمیرمن بهیر غړې
هغه د بابا خبره
((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی.
د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) ت...