د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ
ما د مخه و، لیدلی بس یو کار په دې جرګه کې
ورکوه ورته ډالرې وو دا چار په دې جرګه کې
د جرګې واکدارن نور دي پکې ناست دي
ما لیدلې وو د مخه بل وکدار په دې جرګه کې
ټوپک مار ټوپک سالار او نور پکې دې
ما لیدلی ده ډير کار په دې جرګه کې
چامنډلي وي په پوزه کې لاسونه ډير یې نه وي
څوک نیم ویښ وي نیم ویده وي په قرار په دې جرګه کې
ډيریې وخوړل د دې ولس سرونه او لا خوري یې
مالیدلی لوی ښامار په دې جرګه کې
د فاشیست رهین لپاره بس دوی ښه دي
ځکه نشته دی غم خوار په دې جرګه کې
چې ډالر څوک ورته ورکړي د هغه دي
ما لیدلي رشوت خوار په دې جرګه کې
چې یې عمر وي تیر کړی په ظلمونو
څوک به وکړي څه سم کار په دې جرګه کې
خدایه ته د دې ولس نور سبب وکړې
هیڅ نور نه لري غم خوار په دې جرګه کې
نور نو بس ده زمونږ نشته کومه هیله
بس روان دې وي بنډار په دې جرګه کې
آرین تل لاس په دعا کوي ښیراوې
خدایه خوار کړې دغه خوار په دې جرګه کې
30.12.2009
- محمدالله آرین احمدزی
افلاطون چې د یونان د فلسفې هغه د اوج ټکی خپل ځان ته ځانګړی کړی، هغه د سقراط شاګرد او د ارسطو معلم وو.هغه د ځواني په مهال د سقراط د اندونو تر اغیزې لاندې راغی او وروسته یې فلسفي خبرې په لیکې بڼه ولیکلې چې مونږ د هغه له طریقه سقراط پيژنو.په اصل کې د ده ډيری مضامین د ارسطو د اندونو شرحه ده.
افلاطون په یوه اشرافي کورنی چې ورته ښاري دولت(City-state) وايي په آتن کې وزیږید پلاریې د یونان د پوخواني دولت یو منل شوی کس وو او مور یې د یوه قانون جوړونکي لور وه،دی لا ماشوم وو چې پلار یې مړ ش...
04.01.2010
- محمدالله آرین احمدزی
مساپري
زه به تل په فکرکي وم چي خلک څومره غښتلي دي له کوره په کلونوکلونو لري ژوندتېروي مساپرۍ ته يې ډډه وهلې ده،دکلي دخوشالۍ اودغم وختونه ځيني پاته دي ديوچاپه واده اوجنازې کي يې ګډون نه درلود.چي دکلي په هرکوربه څه خېرخيرات کېدلی دهغه کورکس به نه ودچاله کوره چي به دکلونومساپرتللی ودهغوماشومانوته به يې په نفرت سره کتل له کوڅې به يې
پسي اخستل دښتمنوکورنۍ ماشومان به يې وربلل هرچ...