رواج:(لنډه کیسه)
لیکوال:محمدالله ارین احمدزی
لمرداسمان نیمایی ته رسیدلی و د تن جامې مې دبدن په خولو دومره خیشتې شوې وې که چا نښځلی وای نوپوره یوسطل به پرې ډک شوی وای ماکوښښ درلودچې زرترزره له قولبی نه وزګارشم اودغرمې له ډوډی نه وروسته دنواب اکا دزوی په ستنې پسې برکلي ته دنوروکلیوالوسره لاړشم دپټي اخرسرته نیژدې شوی وم چې دنورو،ورځوپه شان دمیرګل اکا له کوره دژړاغږ راترغوږه شو دمیرګل اکاپه کورکې له هغې ورځې نه دا لوبه پیل شوې وه له کومې ورځې نه چې سیدوته اکا ناوې کښته کړې وه په کلی کې هیڅوک په دې نه پوهیدل چې دا اخو،ډب دڅه په سردی .
دښځې ناروسورو نورله مانه دقولبې کولو ځواک واخیست خپل بیل مې په اوږه کړ او د اکا د کور خواته چې دلوې ویالې آه خوا ه زمونږدځمکوپه سرکې ورغلم. و د اکا د کلا له دروازې سره نژدې دلوې ویالې غاړې ته کښیناستم اودمخ او لاس د وینځلوپه پلمه مې سورو نارو ته ښه غوږ ونیوه نارې سات په سات ډیریدې اخرمې طاقت رانغی ومې لیدل چې د کلاه دروازه خلاصه ده سرمې وردننه کړ ګورمه چې دمیرګل اکاشمله په ځمکه پرته ده دسیدو ادې سره له اکا او سیدو دری واړو په ښځې باندې غوبل شروع کړی پرته له دې چې وټوخیږم ورنژدې شوم اواکاته مې غیږه ورکړه هغه مې راټینګ کړ داکا نږور چې لوپټه يې خدای خبرچیرته له سره غورځیدلی وه په سوراوسپین مخ باندې دنوکارو کرښې له ورایه ښکاریدې تاپه ویل چې په کاغذ باندې یې کوم ماشوم په سورقلم باندې کږې وږې کرښې راکاږلي دي تورې زړه راکښونکې ښکلې سترګې يې له اوښکوډکې وې زماپه لیدولو سیدو اومورېې له ښځې نه لرې شول دښځې څیرې ګریوان دهغې دښکلي بدن دټپونوغمازي کوله ځوانې ښځې زما په لیدو خپل شلیدلی ګریوان په دواړولاسونوټینګ ونیوه اوخپله حیا یې پټه کړه هغې د کوټې په لوري منډه کړه خودروازې ته لارسیدلې نه وه چې د ونې پشان پرځمکه باندې ړنګه شوه زما له شرم نه سیدو ورمنډه کړه په غیږه کې اوچته کړه او کوټې ته یې دننه کړه ماله اکانه په ډاډه زړه پوښتنه هم نه شوای کولی ولې زه ځلمی وم او د هغه نږورځوانه اکا خپله لونګی له سره تاوکړه له کلاه نه ووت سیدو له کوټې نه وارخطا را ووت مورته ورغی دمورپه غوږ کې څه وبنګیده خومورې په ځواب کې وویل:
--بلا ورپسې که
سیدوته مې اشاره وکړه د کلاه د باندې مې ورته وویل
--- دپوښتنو وخت نه دی که ښځه دې ښه نه ده نودسردارپه موټرکې په یې دولایت شپاخانې ته ورسو
هغه سروښوراوه راته یې وویل
والله که پوهیږم هم مې زړه پرې خوږیږی اوهم مې ینه ورته رپیږي ښه خونه ده ماهغه په ځای پریښوده اوپه موتړپسې لاړم .
سیدوټوله کیسه په لاره کې راته وکړه چې داټول جنجال يې دموراوپلاردلاسه دي که د ده خورد ده په مخ کې نه وای تللی نونن په خیروخیریت وای.
په همدې خبرو کې روغتون ته ورسیدو او ژر مې د روغتون د ساتونکي څخه اجازه واخیسته ترڅو ناروغ روغتون ته د ننه کړو.
ساتونکي دې هم خیر یوسي او په ځوانې یې برکت شه څه یې وو نه ویل او ژر یې لویه دروازه پرانیسته.او د سیدو میرمن مو ژر عاجلې خونې ته ورسوله.
تریوه اوږانتظارنه وروسته نرسه دعاجل کوټې نه راووته اوسیدوته يې وویل مېرمن موبچ شوه خوماشوم له منځه تللی دی.
سیدوخپل لاسونه مړولل ماښام و چې کورته را ورسیدمه په کورکې یې دنواب اکا د زوی دکوژدنې زیری راباندې وشو له ادې نه مې وپوښتل په څويې ورته کړې هغې راته وویل غونچه یې ورته په مخ کې ورکړې ماته په هماغه ساعت دغونچې مخ د سیدو دناوکی پشان په ذهن کې راژوندی شو.