مینه او پیسې(ریښتینې کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

د مینې کیسې ډيرې خوږې وي او هرڅوک یې اوریدونکی او لوستونکی وي او لوستونکی یو ډول دې ته اړباسي تر خو دا کیسه تر پایه پورې ولولې ځکه چې د دې کیسې جذابیت یوازې په صداقت او سر ښندنه پورې تړلی وي چې د دې کیسو په څير زما هم یوه ریښتونې کیسه چې زما د یو ملګري په ژوند پورې تړاو لري ولیکم.

لابه د ښونځي په اوم ټولګي ووم چې د یو داسې کس سره مې ملګرتیا پيدا شوه چې د دې ملګرتیا ډيری برخې لا تر دې دمه زما په ذهن کې داسې شتون لري لکه زه چې اوس مهال هم په ځای کې شتون لرم زما دا ملګری محمود نومیده.محمود د کوزکلي وو او مونږ د بر کلي د محمود سره مې په ښونځي کې بلد تیا پيدا شوه او د ښونځي له لارې ور سره بلد شوم هغه مهال د طالبانو حکومت وو هرڅوک د اوس په شان چې باید په رسمي ځایونو کې پتلون واغوندي او نیکټايي وتړي هغه وخت هم هر سړی  اړ وو چې په رسمي ځایونو کې لکه ښونځي، دولتي ادارې او نورو رسیمي ځایونو کې لنګوټې په سر کړي نو ما او ده به هم لنګوټه تر سر تړلې وه او ښونځي ته به تلو ډير ځایه به راباندې خلک غلط شول او تل به یې راته د ملاصیب خیال کاوو.زما او محمود ملګرتیا ډيره اوږده شوه او کله ناکله به مو یو بل ته د زړه حالونه هم ویل تر دې دمه مو یوازې تیر یادونه یو او بل ته ویلي وو.محمود به ډيری د مینې په اړه لیکل شوي کتابونه لوستل او تل به یې په کتابتون کې د نوي خپاره شوي کتاب پلټنه کوله خو زما په ذهن کې تل داسې پوښتنې را ولاړې دې چې محمود ولې د نورو علمي کتابونو پوښتنه نه کوي دا پوښتنه مې تر ډيره په زړه کې پټه ساتلې وه او ځان ته مې د دې جرت نه شو ورکولای ترڅو دا پوښتنه د محمود څخه وکړم خو د ډيرې مودې وروسته یوه ورځ زه د محمود دوی کورته لاړم ځکه د جمعې په ورځ به زه هسې هم د ځينو دوستانو لیدو ته تلم.د محمود دوی کورته په رسیدو سره مې د دوی د کور دروازه وټکوله وړوکي ورور یې د دروازې له شا څخه را نارې کړې چې څوک یې ما هم ورته وویل چې خالد یم محمود په کور کې ده هغه راته وویل چې هو.ما هم ورته وویل چې ور نارې کړه چې بهر راووځي لږ شیبه وروسته یې وړوکی ورور راغی ور یې پرانیست او راته یې وویل چې محمود وايي د ننه راشه.زه هم د محمود  د وړوکي ورور سره یو ځای د محمود کوټې ته ور د ننه شوم محمود را ولاړ شو او جوړ په خیر مو سره وکړ نو محمود راته وویل چې بهر به څه وکړو راځه دلته کښینه او کیسې به وکړو د لومړي ځل لپاره د محمود دوی کره ورتګ ماته داسې نوی ښکاریده ځکه چې دا مې لومړی ځل وو چې د دې ملګري کورته د ننه ور تلم او تر ټولو ډير نوی شی راته دا وو چې د ده په کوټه کې په یوه الماری کې داسې کتابونه ایښي وو چې حیران یې کړم ولاړ شوم او ټول کتابونه مې د الماری د باندې له خوا وکتل او ټول د مینې په اړه لیکل شوې کیسې وې محمود ته مې وویل چې دا دې څه شروع کړي دي دلته خو یوازې د مینې او مینه ناکو کیسو کتابونه ایښي دي نور هیڅ هم نشته او بل داچې دا دومره وخت چې زما او ستا تر منځ ملګر توب ده ته تل په کتابتونونو کې یوازې د مینه ناکو کتابونو او داستاني کتابونو پوښتنه کوې.محمود وروسته تر دې چې یوه اوږده ساه یې واخیسته راته وویل چې مینه ژوند دی بې د مینې څخه ژوند ګران وي، او دا لنډۍ یې راته زمزمه کړه چې وايي:

چې عاشقي یې کړي نه وي

د پادې خر دی سحر ځي ماښام راځينه

ما ورته وویل چې وروره د دې خبرې په مانا دې داسې سم پوه نه شوم نو محمود راته وویل یعنې په دې مانا چې ته غواړې په دې پوه شې ما هم ورته وویل چې هو ولې نه ځکه ما ته ستا دا کارونه تل پوښتنه را ولاړونکي دي نو ده راته وویل چې زه د یوې نجیلی سره مینه لرم. هغه نجیلی مې د تره لور ده او کور یې په مرکز کې دی زما ورسره ډيره مینه ده.زما او د دې نجیلی مینه نیژدې دوه کاله کیږي چې د یو او بل سره پيدا شوې ده او وروسته تر دې چې تره مې په دې خبر شو زمونږ سره یې تګ راتګ هم بند کړی دی او زه کله ناکله په پټه د خپلې معشوقې لیدنې ته ورځم چې ډير ځله یې په لیدلو بریالی شم او ډير ځله یې په لیدلو هم نه شم بریالی کیدی او دا ډيره موده کیږي چې نه مې ده لیدلې.خدای شته د محمود په دې کیسه تر ډير ژور تاثیر لاندې راغلی ووم.نو مې ورته وویل چې پلار دې ولې ستا او د هغې نجیلی د کوژدې خبره ستا د تره سره نه کوي. ده راته وویل چې څو ځله مې پلار ورته ویلی دي خو هغه یې نه راکوي او انکار کوي ما ورته وویل چې خیر دی یو ځل بیا دې هم پلار دې ته اړباسه چې ورسي او تره ته دې ووايي چې خپله لور تاته در کړي خو ده راته وویل چې څو ځله نه بلکه په لسګونو ځله مې پلار ورغلی دی او تره مې انکار کړی دی.او بل داچې پلار مې د طالبانو په حکومت کې غټ سړی دی تیر ځل یې زما پلارته ویلي وو چې که داځل راغلې بیا به د ځان څخه ګیله کوې نه له مانه.خدای شته د دې خبرې په اوریدو مې ډيره خوا شنه شوه.نو محمود راته وویل چې اشنا خوا دې مه بده وه زه په دې کړاوونو نور بلد یم ځکه چې د مینې خوند په همدې کړاو کې وي ځکه که کړاو نه وي زحمت نه وي بیا خو مینه نه شي کیدای نو یې د خبرو په ترڅ کې ډيرې نښې او داسې شیان چې د خپلې معشوقې لخوا ده ته د ډالی په توګه ورکول شوي هم را وښودل شول او راته یې وویل چې د دې څخه وړاندې چې مونږ کوز کلي ته راشو په خپل پلرني ځای(مرکز) مې تل کولای شول چې هغه ووینم خو اوس د دې ځای څخه مرکز ته تلل او بیا ماته د خپلې معشوقې لیدل ډير ګران دي ځکه ډير ځله تللی یم خو په دې نه یم توانیدلی چې وویې وینم یوازې هغه کولای شم چې ویې وینم کله چې د ځينو خپلو خپلوانو کره سره مخامخ شو او بس نور نو زما مینه یوازې یوه خیالي مینه ده او تل په سوچونو کې د دې انځور د ځانه سره جوړم.د ډيرې اوږدې کیسې د اوریدو څخه وروسته مې محمود ته وویل چې اشنا نورو نو ځم کورته دی ډير راته ټينګ شو چې د شپې پاتې شم خو ما ورته وویل چې نه نه ځم کورته هسې هم ازموینې را نیژدې دي د شپې مهال درسونه وایم.خدای شته دی هم د دې خبرې په اوریدو سره راته ټينګ نه شو او راته یې وویل چې ښه ده چې نه پاتې کیږي نو په مخه دې ښه.کورته په لاره مې د محمود د مینې په اړه له ځانه سره ډير سوچونه ووهل او د خپلې ټولنې په دې ناسمو کړنو مې زړه ډير درد وکړ خو هیڅ کوم داسې لاره نه وه چې په ټولنه کې د دې ډول کړنو د مخنیوي لامل شوی وای.ډيرې شپې او میاشتې تیرې شوې خو د محمود کیسه همداسې پاتې وه ځکه چې تر څو پورې په ټولنه کې دې ته ورته کړنې دود وي ډيرې نورې کیسې به هم داسې پاتې شي او هیڅکله به پای وو نه مومي او که پای هم ومومي نو پای به یوازې د دوه زړونو د پاکو هیلو وژل وي.

وروسته تر دې چې د طالبانو رژيم نسکور شو نو ما یې یو ځل بیا د پلار څخه غوښتنه وکړه چې د خپل ورور کره ورشي او لور یې د محمود لپاره ووغواړي خو پلار یې په نه خولو پرانیسته خو ما پری ډير ټينګار وکړ چې یو ځل دې بیا ورشي او د خپل ورور څخه دې غوښتنه وکړي چې خپله لور خپل وراره ته کوژده کړي.خدای شته د محمود پلار مې هم دا خبره وو منله او راته یې وویل چې دا ده ستا لپاره به یو ځل بیا ورشم او وو به ګورم چې ورور مې بیا څه ډول اخطار راکوي.مازدیګر مهال وو چې د محمود پلار د مرکز په لوري وخوځيد او ماته یې وویل چې ته به هم نه ځې ځکه چې زمونږ په کور کې داسې نور څوک نشته او د محمود سره یو ځای زما تر راتګ پورې د کور ساتنه کوه ما هم ورسره وو منله. د محمود پلار مو رخصت کړ او مونږ دواړه بیرته کورته راغلو ماسخوتن مو ډوډۍ وخوړله او د محمود کوټې د بیده کیدو لپاره لاړو خو محمود راته وویل چې باید ویده نه شو ما ورته وویل چې ولې ویل یې ځکه چې پلار مې ویل چې د شپې بیرته راځم ماهم په ډيره خوښي ور سره وو منله د شپې لس بجې وې چې دروازه وټکیده او محمود ژر ور منډه کړه د منډې سره سم یې نارې کړې چې څوک یې نو پلار یې ورته وویل چې زویه ور خلاص کړه پلار دې یم ما په ډير تلوار ور نارې کړې چې محموده ستا کوټې ته یې راوله ترڅو پوښتنه ترې وکړو همداسې یې وکړل د محمود پلار کوټې ته راغی ما ستړې مشې ورکړه.او بې د دې څخه چې دی دمې کولو ته پریږدم ترې مې وپوښتل چې کاکا په خیر راغلې څه یې ویل نو یوه اوږده سا یې واخیسته او راته یې وویل چې وروسته تر دې چې خپل ورور ته مې ډيرې عذر او زاری وکړې نو په پای کې مې ورور راته وویل چې در کوم یې خو په شرط چې پیسې به ښې زیاتې را کوې که پیسې را کولای شې نو سمه ده او که پیسې نه شې ورکولای نو بیا چې دې لورې ته هم را نه شې.ما ورته وویل چې اوس به څه کوو نو پلار یې راته وویل چې ګورو به چې څه کیږي.شپه صبا شوه او زه هم د خپل کور په لوري را و خوځيدم کور کې مې جامې بدلې کړې او د ښونځي په لوري وخوځيدم په ښونځي کې مې محمود وو نه لید ډير خواشینی شوم وروسته تر دې چې د ښونځي څخه رخصت شوم مخکې تر دې چې خپل کور ته لاړ شم د محمود دوی کور ته ورغلم محمود مې د کلي په منځ کې د یوې هټۍ مخې ته ولید پرې نارې مې کړې محموده ښونځي ته ولې نه وې راغلی نو ده راته وویل چې د دې کیسه مازدیګر درته کوم. ما هم ورته وویل چې سمه ده نو د کور خواته وخوځيدم مازدیګر مهال د محمود دوی کلي ته وخوځيدم خو د محمود دوی کورته له رسیدو وړاندې مې په دوه موټرو سترګې ولږیدې چې د محمود دوی د کور مخې ته ولاړ دي ګامونه مې ګړندي کړل د محمود دوی کورته چې ور نیژدې شوم وو مې لیدل چې د دوی په میلمستون کې یو څو کسان ناست دي زه هم میلمستون ته ور پورته شوم او د سلام په اچولو سره مې د ټولو ناستو کسانو سره جوړ پخیر وکړل او د محمود د پلار خواته نیژدې کیناستم د محمود پلار هم په خندا راته وویل چې څنګه داسې چټک را روان وې لکه چې ته هم خبر وې چې زمونږ کره څه کیسه ده او څه غواړو وکړو ماورته وویل چې نه نه یم خبر نو ده راته وویل چې دا ځينې کلیوال مې راغوښتې دي او ماښام مهال د خپل ورور کره ځم او هر څومره پیسې چې وو غواړي ورکوم یې او لور یې محمود ته کوم.ما ورته وویل چې ولې داسې وایې چې څومره پیسې وو غواړي ور کوم یې د کومه یې کوې ده راته د خندا او خفګان څخه په ډک اواز وویل چې زه نه شم کولای خپل زوی د لاسه ورکړم او هم نه غواړم چې خدای د نکړي زوی مې داسې څه وکړي چې بیا یې خلاصون ډير ستونزمن وي.نو ما هم څه وو نه ویل او چوپ کیناستم خو د ځانه سره مې ویل چې ډيرې پیسې ورکول خو ډير ستونزمن وي.خو خیر مازدیګر مهال ځينې سپين ږیري، کلیوال او زما په ګډون یو څو نور کسان په موټر کې سپاره شو او د مرکز په لوري وخوځيدو د محمود د تره کورته ورسیدو او له رسیدو سره سم د محمود د تره لخوا راته وویل شول چې په میلمستون کښيني.مونږ ټول په ډله د میلمستون په لور روان شو او په میلمستون کې د کیناستو څخه وروسته مو ډيرې کیسې وکړې او په کیسو کیسو کې مو د محمود تره د خیښي خبره وریاده کړه هغه هم په ورین تندي وو منله خو خیر خبرې ډيرې وشوې په پای کې د کلي د ملا لخوا دې ښاغلي ته وویل شول چې مهر مثل دې ووايي نو ده وویل چې مهر خو باید شپږ لکه روپی وي خدای شته د شپږ لکو روپو په اوریدو مې ویښتان نیغ ودریدل خو خیر ټولو خلکو ډیرې زاری ور ته وکړې خو دې ظالم وویل چې د یوې روپی څخه هم نه تیریږم د محمود پلار ته مو وویل چې ستا څنګه خوښه ده هغه وویل چې ورور ته مې دا مناسبه وي نو سمه ده زه پرې راضي یم د ډيرو خبرو وروسته مو یوازې په پنځه لکه روپیو لاس پورته کړ او د یو ګل او دسمال په راکولو یې د کور څخه را ووتو په موټرو کې کیناستو خو د خوښي په ځای یو خفګان خور وو په موټرو کې هیچا هم څه نه وویل د شپې په همدې چوپتیا کې په چوپه خولو کلي ته را ورسیدو او د محمود دوی په کور کې د د غم او خوښی سندرې پيل شوې ځکه چې غم یې ډيرې پیسې او خوښي یې دا وه چې محمود ته یې په خپل زړه کوژده کړې وه خو محمود ته دا مینه دومره ګرانه پرې وتلې وه چې هیڅ چا یې وړاندوینه نه شوای کولای. د محمود تره او د نجیلی پلار ته د خپلې لور ژوند او خوښي داسې ارزښت نه درلود لکه څومره چې د محمود پلار ته د خپل زوی خوښي او مینې ارزښت درلود. ډير کسان په مینه پوهیږي ارزښت یې ورسره وي او د خپل ځان، اولاد او یا بل چا لبآره يډره قرباني ورکولای شي خو ځينې کسان یوازې پيسې پيژنې اوپيسې ورته د هرڅه څخه ارزښت لري دا دوی ته ارزښت نه لري چې د ده د لور ژوند او راتلونکې به څنګه وی. د محمود تره هم داسې نه ویل چې د ده ورور او وراره به دا پیسې څنګه پرې کوي او چیرې یې ګتي خو په هر حال د منیې دا چارې تر دې ځای پورې په همدې ډول را ورسیدې خو دا چې محمود او یا پلار به یې دا پیسې چیرې او څنګه او څومره وخت وروسته پيدا کړي وي دا نو د وخت خبره ده ځکه د دې ورځې څخه ورسته د محمود دوی کډه هم بیرته خپل پلرني ځای ته لاړه او ما هم د هغې شپې وروسته وو نه پوښتل چې محمود کله واده وکړ او پنځه لکه روپی یې له کومه کړې.