بیا هم یادونه:را لیږل شوی غزل بیا هم زما د ښکلي یار دی هیله ده چې د لوستلو څخه یې خوند واخلی او خوښ مو شي.
په ادبي مینه
ارین احمدزی
غزل
زما ځواني له زوره پرېوتله
که زندګي له زوره پرېوتله
اوس د سپوږمۍ مخې ته نه شي ورتلی
اوس د سپرلي له زوره پرېوتله
بېګا مې ملا نه ورته ټک ووېسته
تر سبايي له زوره پرېوتله
اوه لس کلنه شوه ، مزه يې لاړه
څومره وختي له زوره پرېوتله
چې د ملنګ د زړه ازار يې واخيست
نو پاچاهي له زوره پرېوتله
سندريز شور
sandareezyaar@yahoo.com