یادونه:

 

لاندې غزل زما د یو ملګري لخوا چې یار یې مستعار نوم دی را لیږل شوی دی هیله ده په لوستلو یې خوښ شی او خپلې تبصرې پرې ولیکی.

د زړګي درد مې خير دی زيات اوسه

خو ، ګوره ياد دې دا لمحات اوسه

د غره لمن وي په کرکڼو ښايسته

د چا باڼه مې په زړه مات اوسه

ما د يقين په پړي و نه تړې

تلوسه ښه ده ، امکانات اوسه

سترګې دې مړې شي ، ګل شي ، تل دې داسې

هېرې وعدې د ملاقات اوسه

ستا کليسا اوسه چينه د ښيښو

زما په امن کې جومات اوسه

مينې ! ژوندی دې کړم ، ژوندۍ خو دې وې

ورځ دې اختر ، شپه دې برات اوسه

زه پېښور غوندې پرهر خير دی

خو ته اباد لکه هرات اوسه

sandareezyaar@yahoo.com