دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دبهیر ټولو غړو او افغان میرمنو ته دمیرمن بهیردیوې تکړه او فعالې غړې لیکوالې خور ځوانیمرګې سویتا میرزاده دناڅاپي وفات له امله دخواخوږۍ او خپلې اودبهیر دغړو دژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوم.
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دلغمان ولایت له یوه کلي څخه دافغان شاعرې ریحانې شعر او څو څلوریزې کره کتنې ته وړاندې کیږي.
ریحانه – لغمان
غزل
زړګي ته وایم مکړه اندیښنه ته
ارا م اوسه په دې محله ته
راسره وکړه یوه وعده ته
ګلان وکره په دې کرونده ته
مه راکوه زیاتي غوسه ته
لرې کړه زمونږ تر منځ فاصله ته
لږ زغم او وکړه حوصله ته
ستمونه یو څه کړه خلاصه ته
څلوریزې
زمازړه د غمونو ځاله
همیش یم په ژړا اوناله
څوک مې نه اوري غږ
هر یو له مانه بې زاره
× × ×
پرما دغم په سر غم دی
هره ګړې پر ما ماتم دی
چی په کمه سترګه راته ګوري
نه یمه ګرمه نه مې سر خم دی
× × ×
زړه ګیه دومره په درزا یې ولې
راته ووایه په واویلا یې ولې
بیوزلوخو ګوګل وی په وینو سور
ناقراره او په رپیدا یې ولې
آغلې توبا ندابه په دغه شعر لیکلې کره کتنه اوروي.
دغه راز آغلې نعیمه غني به دلنډیوپه اړه خپل لکچر وړاندې کوي. بصیره حمیدي او صالحه سروري به دټاکل شویو موضوعاتو په اړه لکچرونه وړاندې کړي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې استاد امیرجان وحید احمدزی دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.
په دې غونډه کې دځوانیمرګې خور سویتا میرزاده کورنۍ ته دخواخوږۍ وړاندې کولو او مرستې په اړه دنورو پریکړو ترڅنګ بلې اوونۍ ته دمیرمن بهیرله خوا دقرآن عظیم الشان ختم اوغونډې دجوړولو په اړه هم پریکړه کیږي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
توبا ندا ساپۍ
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره