د اور لمبې(لنډه کیسه)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

د ډيرې مودې وروسته کله چې مې زدکړې پای ته ورسولې نو مې داسې د ځان سره وو پتیله چې د ځان لپاره د هیواد په کوم ولایت کې وظیفه پيداکړم همداسې مې وکول وروسته تر دې چې وظیفه مې و موندله نو د دفتر لخوا راته وویل شو چې ته باید په سرکې د څه مودې  لپاره د هلمند ولایت ته لاړ شې نو مې همداسې وکړل نیژدې څو میاشتې مې په هلمند کې تیرې کړې خو په هلمند کې د امنیتي وضعې د خرابتیا له امله زمونږدفتر و تړل شو د دفتر کارکونکو ته وویل شول چې دفتر بند کړي او ټول کارکونکي باید چې کابل ته راشي مونږ همداسې وکړل په څو ورځو کې مو دفتر وتاړه، د دفتر تر بندولو ورسته ټول کارکونکي د دفتر لخوا په رالیږل شوي ۳۰۳ ډوله موټر کې کیناستو او د کابل خواته مو حرکت وکړ لا به مو ډير مزل نه وو کړی چې د لرې څخه مې لوګي تر سترګو شول د ځان سره مې وویل چې خدای د خیر کړي هسې نه چې جګړه وي په لار کې لږ څه تم شو د خلکو څخه مو پوښتنې وکړې خو خبرې ډول ډول وې مونږ هم لږ څه نور تم شو د کابل لخوا څخه راغلي ټول موټر به مو درول او د لوګي پوښتنه به مو ترې کوله خو چابه به داسې کومه ځانګړې تبصره نه پرې کوله مونږ هم نور نو توکل په خدای کړ او پرې ور وخوځيدو د لوګي ځای ته ورسیدو چې وو مې کتل یوې لوړې ودانۍ ته چې سم ځایونه یې کوم چې د اور لمبو لا نه وو سوځولي یې داسې معلومیدل چې نوې جوړه شوې وه اور ورکول شوی دی په دې ځای کې ډير کسان ولاړ وو چا څه ویل چا څه!!! خو د دوی ټولو  ډله کې مې ځينې ماشومان هم ولیدل چې ژاړي نو مې موټر چلونکي ته وویل چې ودریږي ځکه چې د ماشومانو دا ساندې او ژړاوې نور نو د ما لپاره د زغملو وړ نه وې ور کوز شوم ژر مې یوه مې یوه وړه نجیلی چې د اتو نهو کلو به وه په غیږ کې ونیوله چې ولې ژاړې نو نجیلې په ژړا ،ژړا کې راته وویل کاکا جانه زمونږ....زمونږ....زمونږ ښونځي ته یې اور ورکړ،ما ترې وپوښتل چې چا نجیلی په نیولي غږ راته وویل ....نه .... نه.... نه مې پيژندل خو ویل یې چې دا ښونځي د دولت لخوا جوړ شوی او پیسې یې بهرنیانو ورکړي دي بس پوه شوم چې څه او چا داسې وکړل خو هیڅ مې هم وو نه ویل ماشومه مې پریښودله او ډک زړه  بیرته خپل موټر ته وختم او موټر د کابل پر خوا حرکت وکړ په لاره مې ډير زړه بد وو او د دې ځوریدلي او کړیدلي اولس لپاره مې د زړه په سر دومره تڼاکې وې چې د دې تڼاکې ځای نه وو پکې خو دې نندارې او د ماشومې نجیلی ساندو او ژړا د دومره ځواکمن تاثیر لاندې راوستلی ووم چې نور ټول غمونه مې پرې هیر وو.خو خیر په دې همدې سوچ کې موټر د کندهار ولایت ته را ورسید دلته هم فضا داسې سمه نه وه خو بیا هم د هلمند په پرتله دومره بده نه وه چیرې چې به مې کوم ماشوم ولید ماته به هغه ماشومه را په زړه شوه او په ذهن کې به مې ځينې پوښتنې را ولاړې شوې چې څنګه یې ژړل؟ ولې یې ژړل؟ او د چا د لاسه یې چاته ژړل؟ ولې داسې څوک نه وو چې د دې اوښکې یې ور پاکې کړې وی؟.چا ولې دې ښونځي ته اور ورته کړی وو؟ دوی د دې ښونځي څخه څه غوښتل؟خو خدای شته دې پوښتنو داسې وځورولم چې هیڅ په دې لاره پوه نه شوم او همداسې په سوچونو کې ډوب ووم تل مې په لاره کې ماشومانو ته کتل او هغه ژړا او ساندې را په یادیدې چې ښکلې او تاندې نجیلی د خپل ښونځي پسې په چیغو،چیغو ژړل او چا یې اوښکې هم نه پاکولې.

په همدې سوچونو کې کابل ته را ورسیدم او په کابل کې د خپل دفتر میلمستون ته لاړم مازدیګر مهال مې زړه تنګ شو او د ښار طرف ته را ووتم په ښار کې مې ډير ماشومان ولیدل چې روان دي او کتابونه یې په لاس کې دي د دې ماشومانو او د هلمند، کندهار، غزني ..... او نورو هغو ولایتونو چې پښتانه پکې اوسیدل ډير توپير وو دلته ماشومان خوښ او غیږې یې له کتابونو ډکې وې، پاکې جامې یې په ځان کې وې او هرې خواته ته بې د دې څخه چې د چا او یا څه شي څخه وډار شي روان وو دوی دا نه پيژندل چې څوک په کومو ځایونو کې ښونځي سوځوي.او د دې په غم کې څوک ژاړي.خو ما په هغو ولایتونو کې چې پښتانه اوسیدل ماشومان لیدلي وو چې ببر سرونه، یبلې پښې، او تل یې سترګې د اوښکو څخه ډکې وې ځکه دوی د غمونو ناکردو دومره ځپلي وو چې ښادي هم دوی ته غم ښکاریده او د غم اندازه یې د ښادي د اندازې څخه یو په سله باندې زیاته وه د هر یوه څخه تر پوښتنې وروسته دې پایلې ته رسیدې چې دا ماشومان ولې یبلې پښې او څيرې ګریوان ګرځي.څو شپې مې په دفتر کې وکړې د څو شپو څخه وروسته د دفتر لخوا د بامیانو ولایت ته په یو لنډ مهالي سفر ولیږل شوم د کابل څخه بیا تر بامیانو پورې مې داسې خیال کاوو چې دا به لا د کابل پورې اړوندې سیمې وي خو نه داسې نه وو بلکه زه د دریو ولایتونو څخه تیر شوی ووم او څلورم ولایت چې زه پکې تم شوم هغه د بامیانو ولایت وو دلته او په لاره باندې په پرتو ولایتونو کې امن وو، ښونځي پرانیستي وو، ټول ماشومان او حتی پيغلې نجونې او میرمنې ښونځي ته تلې په هرځای کې د خصوصي کوروسونو لوحې زړول شوې وې او هرځای د زدکړې ډير مرکزونه وو چې ډلې ډلې زدکونکي پکې وو،په بامیانو کې ډير و ګرځيدم ډير ښونځي ډير زدکونکي مې ولیدل داسې کور نه وو چې دوه درې تنه یې په ښونځي کې نه و او داسې کلی نه وو چې پنځه، لس تنه یې د هیواد په ګڼو پوهنتونو کې محصلین نه وو . خدای شته د هغې ورځې غم مې دومره زیات شو چې نور نو ځمکې ځای نه را کاوو او د ځانه سره مې دومره وژړل چې د ښکلې او معصومې نجیلی ژړا ورته هیڅ هم نه وه ځکه نور مې په هیڅ لحاظ ځان د نورو سره  د پرتلې وړ نه ګاڼه ځکه د دې سره سره چې د دې هیواد د ساتنې لپاره همدې ځوریدلي قوم ډيرې ډغرې ووهلې خو په پای کې یې یوازې ژړاوې او ساندې لاس ته راوړې.خو خیر د دې ترڅنګ مې ډير ولایتونه وکتل خو د پښتنو په ولایتونو کې یوازې جګړې او ستونزې وې ځکه چې د دې قوم د ډيرو مشرانو سره علمي شعور او د دې ځوریدلي قوم د پالنې لپاره کوم داسې فکر نه وو چې دا قوم په څه شي رغیدای شي. د دې سره سره چې د دې ځوریدلي قوم ډيرو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ژړا په بیه ځانته ښونځي غوښتل چا نه پریښودل چې ښونځي ته لاړشي. او د دې قوم د معنوي دښمن لخوا په یوه او بل نوم ځورول کیدا ځکه چې هیڅ چاته دا د زغملو نه وه چې دا قوم دې په کراره خوب وکړي.