د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د مړینې له امله د خواشیني پيغام!
په کندهار په ښاغلي عبدالمجید بابي باندې د مامعلومو وسله والو لخوا شوی برید چې په پایله کې د هیواد دا ستر فرهنګي ستر شخصیت په شهادت ورسول شو، دا د ټولو هیواد والو لپاره په ځانګړې توګه د ټولو فرهنګیانو لخوا د غندلو وړ دی او دا شوی دا ځوانمردانه برید په کلکه غندي.د پام ټولنې او پام مجلې ټول غړي د ده مړینه د هیواد او بیا په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او فرهنګ لپاره لویه ضایعه بولي او په مړینه یې کلک خواشیني دي. خدای بخښلي بابي صیب ته د فردوس جنت هیله کوي د ده کورنۍ او د ځوریدلي کندهار ټول غیرتمن اولس ته د صبر جمیل هیله کوي او په دې غمیزه کې د دوی سره ځانونه شریک بولي.
په درناوي
محمدالله ارین احمدزی
د پان مجلې مسول مدیر
23.02.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د اور لمبې(لنډه کیسه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
د ډيرې مودې وروسته کله چې مې زدکړې پای ته ورسولې نو مې داسې د ځان سره وو پتیله چې د ځان لپاره د هیواد په کوم ولایت کې وظیفه پيداکړم همداسې مې وکول وروسته تر دې چې وظیفه مې و موندله نو د دفتر لخوا راته وویل شو چې ته باید په سرکې د څه مودې لپاره د هلمند ولایت ته لاړ شې نو مې همداسې وکړل نیژدې څو میاشتې مې په هلمند کې تیرې کړې خو په هلمند کې د امنیتي وضعې د خرابتیا له امله زمونږدفتر و تړل شو د دفتر کارکونکو ته وویل شول چې د...
25.02.2010
- محمدالله آرین احمدزی
عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه وو!!!!!!!!!
جګړه داسې یو نوم دی چې هرڅوک نن صبا ترې کرکه کوي ځکه چې د دې په پيل سره د ژوند ډيرې برخې پای ته رسیږي،که چیرې ځير شو د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې چې جګړي شوې دي او یا کیږي نو دوی په ډيرو ځایونو کې ډير څه له لاسه ورکړي دي.چې د جګړې له امله زمونږ ګران هیواد هم داده په کنډواله بدل شوی او لا د دې خاورې دښمنان هڅه کوي چې ګران افغانستان نور هم په دې لمبو کې لو لپه کړي.ډيرې څيرې او د دې هیواد ریښتوني او پالونکي بچیان د شومو اهدافو تر بریدونو لاندې راغلل...