بې ریښې: داستان
لیکوال: نیکلای هایتوف
ژباړن: محمدالله ارین احمدزی
له ما پوښتنه کوې چې نوم دې څه شی دی.... تاسو څخه ډيره مننه. اوس نیژدې یو کال کیږي چې په ښار کې ژوند کوم، او هره ورځ راځم په دې څوکۍ کښینم، خو هیڅکله داسې نه دي شوي چې چا دې زما د نوم پوښتنه کړې وي، هو هیڅچا! او ته لومړنی کس یې چې زما د نوم پوښتنه کوې زه در څخه مننه کوم. خدای دې تا زما په حال نه کوي!
داسې نه چې خیال وکړې یا به وږی یام یا هم تږی. هرڅه لرم او د هغه د چا خبره کار مې ښه جوړ دی:
لور مې واده شوې څومره ښه خاوند یې دی! زوی چې لرم هغه هم الحمدالله روغ او جوړ دی، میړه یې د یوې مزرعې رییس دی او په کلي کې ژوند کوي. زوی مې په وزارت کې کار کوي او ښه دنده لري. انجینر دی او ښه لوی سند لري. د موټر چلونکي سره یو ځای ښه موټر هم لري. ښځه یې هم ډاکټره ده.په کور کې هرڅه لري راشه که یې ګورې! نو د خوراک او څښاک له پلوه هیڅ کمی نه لرم. یوه ښه ښکلې خونه یې ماته راکړې، او ښه ښکلی د خوب لپاره کټ هم. خو زه په خونه کې خوښ او آرام نه یم. دلته وضعه ښه نه ده حالت مې له یوې ورځې بلې ته خرابیږي: اشتها نه لرم، په ډير زحمت ویده کیږم او کله چې خلکو ته د ژوند حال وایم نو وايي چې یار لیونی دی.
د بیلګې په ډول کله مې چې زړه غواړي مستې وخورم زوی ته مې وایم:
-زوی جانه غواړم لږ مستې وخورم، ستا نظر څه دی، خو چې ګرځم خلک وینم بیا مې زړه غواړي چکر و وهم....
زوی مې وايي:
-نه بابا. حالت دې ښه نه دی، خدای دې نکړي چیرې تر موټر لاندې نه شې او ماته کوم کار ونه ګورې ښه به دا وي چې په کور کې کښینې او آرام وکړ.
نو اړ یم چې اطاعت وکړم او په کور کې پاتې شم. زموږ کور دومره لوی دی چې داسې ښکاري ته به وایې د سرتیرو استوګنځای دی. ښه مبلونه او ښکلي فرشونه پکې آوار دي. د خونې تلونه مو دومره ښکلي او صاف دي چې سړی داسې خیال کوي چې باید اختیاط وکړي داسې نه وي چې وغورځيږي او پښه پرې ماته شي.
بیا مې زوی وايي:
ـآرام وکړه، وخوره، وڅښه، بې ځایه فکر مه کوه او داسې ژوند وکړه چې زما له پلار سره ښايي.
ژوند وکړم؟ نو له چاسره؟ د ډوډۍ خوړلو له خونې سره؟ له الماریو سره؟ زوی او نږور مې چې ځي یوازې سهار یې وینم چې یو بل ته وايي خدای پامان او د شپې چې نا وخته راځي وايي شپه دې په خیر، سهار بیا هم هغه کیسه وي، اوس دا یو کال کیږي چې یوازې همدا څو خبرې وې د کولو لپاره چې ومې کړې. کله چې ماشوم په کور کې و د هغه سره به مې لوبې کولې خو نږور مې هغه هم په وړکتون کې اچولی دی او اوس په اونۍ کې یو ځلې راځي.
غواړې پوه شې چې ولې مې نږور دا کار کړی دی؟ ډاریږي داسې نه وي چې لمسی مې له ما څخه کلیوالې خبرې زده کړې. هو هو له همدې ډاریږي چې زوی یې د کلیوالو په څير خبرې ونکړي، نو د همدې لپاره زه تل لمسې ته مې له شوخي څخه ډکې خبرې نه شم کولای، نه نه هیڅکله نه! یوه ورځ مې د لرګي په اړه له خپل وړوکي لمسي سره خبرې کولې د آس د سورلۍ په اړه مور یې راغله او ویې ویل:
-هوهو! لرګۍ دا نو څه شی دی؟ څومره بد لغت دی د تعلیم پر ځای یې ماشومانو ته ور زده کوي!
ورته مې وویل چې لورې دا د نورو لغتونو په څير یو لغت دی، خو دا په غصه شوه او ویل یې چې لرګی دا ولې زما زوی ته ور زده کوې؟
نوربیا..................................