مور
که دنیا شي مینه ناکه لکه مور
له نفرت نه به شي پاکه لکه مور
چي خدمت یې وي مقصد په زندګئ کي
خوند هم داسي کړي چارواکه لکه مور
دایوب صبر به ولي هیرومه
مالیدلي صبرناکه لکه مور
روغ صحت او اوږد عمر ورته غواړه
بیا به څوک درته دعا که لکه مور
وایه وایه اې سیده داسي څوک ده
ستا په هر درد چي ژړاکه لکه مور
10.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
بې ریښې: داستان
لیکوال: نیکلای هایتوف
ژباړن: محمدالله ارین احمدزی
له ما پوښتنه کوې چې نوم دې څه شی دی.... تاسو څخه ډيره مننه. اوس نیژدې یو کال کیږي چې په ښار کې ژوند کوم، او هره ورځ راځم په دې څوکۍ کښینم، خو هیڅکله داسې نه دي شوي چې چا دې زما د نوم پوښتنه کړې وي، هو هیڅچا! او ته لومړنی کس یې چې زما د نوم پوښتنه کوې زه در څخه مننه کوم. خدای دې تا زما په حا...
15.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دقلم نړیوالې ټولنې خبرتیا قلم نړیواله ټولنه په پام کې لري دافغانستان د نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست علم ګل سحر داثارو دمخکتنې او ادبي خدمتونو نمانځغونډه جوړه کړي.له محترمو لیکوالو او څیړونکو څخه په درنښت هیله کیږي دنوموړي داثارو په اړه خپلې لیکنې او مقالې د روان کال دجوزا میاشتې تر پنځمې نیټې پورې په دې پته را واستوي. اوپه دې غونډه کې دګډون لپاره تشریف راوړي.کابل نوی ښار، قلعه فتح الله څلورم سرک، د...