ساندې:لنډه کیسه
لیکوال محمدالله ارین احمدزی
زمونږ د کلي په لوی سړک به موټرونه تل ګړندي را روان ول او هر چاته به یې چراغونه ورکول، د موټرچلونکو دې سپین سترګي ما رنګي خلک ډير ځورول ځکه چې دومره ډير کسان به پکې کښینولي و چې ایله به زاړه موټر وړی شو، زمونږ د کلي موټر ډیر عجیبه غوندې و او له نورو سره یې توپير دا وو چې ګړندي به یې چلول تل په خټو او دوړو لړلي و او له سلنسر څخه به يې داسي لوګي پورته کیدل تابه ویل چې د خښتو بټۍ ده، له کلي څخه د لوی سړک غاړې ته را و وتم او د موټر په تمه مې موټر شمیرل، خو ټول موټر داسې ډک راتلل چې هیڅ ځای به پکې نه و خو د موټرچلونکو سپين سترګي دومره ډيره شوې وه چې بیا به یې هم ښار ته د تلو لپاره درته څو هارونونه او څو ځلې چراغونه درکول، د سړک غاړې ته همداسې ولاړوم چې یوه ښځه او ورسره ووړ ماشوم مې هم څنګ ته ودریدل، ډيرو موټرو ته به وړوکي ماشوم لاسونه ښورول خو چا د دې لپاره چې میرمن ورسره ده او بیا یې بل څوک څنګ ته نه شي کیناستی موټر ته نه پورته کول زه د دې پرځای چې ښار ته لاړشم او ژر موټر پیدا شي د دې ماشوم د لاس ښورولو او د موټر چلونکو د هسې تیریدو په ننداره شوم، ورسره ښځه په یخه ځمکه داسې نا هیلې ناسته وه او هرې خواته یې وارخطا وارخطا کتل، په یخه ځمکه د ښځې ناستي ته هم حیران وم ځکه په یخ ژمي کې په داسې یخه ځمکه ناستی هم څه اسانه کار نه وو.تر ښه ډیر ځنډه وروسته مې وړوکي ماشوم ته وویل: چې بچیه چیرې ځی.
وړوکي ماشوم چې سړو یې د غاښونه کړپا زما ترغوږونو را رسوله راته وویل: ښار ته ځو کاکا.
نور نو ما هم ترې ډیرې پوښتنه ونکړه.
خو وړکي ماشوم راته وویل: کاکا ته چیرې ځې.
ما ورته وویل:زه هم ښار ته ځم بچیه.
په همدې خبرو لګیا ووم چې بیا موټر راښکاره شو او ښاروالا چیغو یې ټکان راکړ لاس مې ورکړ او وړوکي ماشوم او ورسره مور یې هم له ماسره یو ځای موټر ته پورته شول.
په لاره په تلو تلو کې مې د ښځې څو ځلې زګروی ترغوږشو. خو له حیا ډکې ښځې به ځان ټينګ کړ چې بیا یې غږ اوچت نه شي.په موټر کې ناست کسان هم ډول ډول و، څوک صوفي ډوله، څوک ملاډوله، څوک څنګه او څوک څنګه. پاخه سړک ته تر وتو وروسته زوړ موټړ ګړندی شو او دودونو یې د مونږ د کلي له شنو ونو او ښکلې پاکې هواه مخه ښه کوله چې یو کس په موټر کې په غاړه تازه کولو سره دا بل ته وویل:
جان خانه یاره بیګاه داسې ډزا وه ستاسو د کلي لور ته خیر خو و.
جان خان هم په خپلو بریتو لاس را کش کړ او له نسوارو په ډکه خولو یې وویل:والله ګل میرخانه داسې مې خیال شي چې بیا به د چا په کور څه ټکه را لویدلي وي، زما چې څومره خیال دی د معلم ګلاب کور له کور سره نیژدې ډزې وې .
یو بل چې له دوی څخه ور ها خوا په دې بل سیټ کې ناست وو د دوی په خبرو کې را ودانګلې نه نه داسې نه وه، زمونږ د کلي هغه مامور ګلاخان نه و د هغه زوی چا و ویشت د شپې یې په پټي کې اوبو لګولې او وسله والو پرې ډزې کړې وې او مړ یې کړ. ټولو په لوړ آواز اناالله وانا الیه راجعون وویل.
ما هم کرار په څنګ کې له ناست سپین ږیري څخه پوښتنه وکړه: دا معلم ګلاخان یې لاڅوک دی؟
سپین ږیري خپله خولو په شمله پاکه کړه او ویې ویل:ولې مالیم ګلاخان دې نه پيژاند دبرکلي په ښونځي کې مالیم دی او زوی یې په ولایت کې کار کوي.
ما ورته وویل: ښه ښه ومې پيژاند، خو دی خو ډیر بې بدو سړی و څه یې کړي و.
خو سپین ږیري بیا غاړې تاز کړې او راته یې وویل: یاره وراره ماته ښکاري له کلي بې خبره يې هغه پاړسي کې یو متل دی( شتر دیدي نه) څه یې کوې پریږده یې چوپه خولو بیتره ده.
ما هم څه ونه ویل او همداسې پسې چپ کیناستم.
موټر چلونکي هم د بیلتون سندره داسې ښه لوړه کړې وه او د سندرې په ترڅ کې یې د مخې سیټ له کسانو سره غوړ مجلس اچولی و.زه چپ شوم خو دا بحث غلی نه شو.
یو بل تن چې سترګې یې تورې کړې وې او ځان یې داسې علمي کس ښوده او په ږیره کې یې ګوتې وهلې وویل: خو دا خلک هم ښه نه دي ولې په دولت کې کار کوي څو ځلې مجاهدینو ورته وویل چې په دولت کې کار مه کوی، په دولتي ښونځیو کې درس مه ورکوی خو چاته وایې. همداسې ښه دي. میرګل یې ولې مړکړ خو د همدې لپاره یې مړ کړ چې په سړک کې یې کار کاوو، نورجان یې د همدې لپاره مړ کړ چې له ولایت څخه څو ځلې وریجي او نورې مرستې را وړې وې.
خدای شته د دې خبرو په اوریدو مې ناست کس ته سخته غصه راغله ډیر مې ځان ټينګ کړ او د سپين ږیري شتر دیدي نه متل څو ځلې را یاد شو خو طاقت مې ونه شو. ورته مې وویل: ګوره وروره ولې په سړک او یا ښونځي کې کار کول سم کار نه دی.
تورسترګي او غوړمخي سړي پرته له دې چې سوچ وکړي وویل: هو ناسم خو یې لا څه کوې حرام دی.
ما ورته وویل ولې حرام دی. ده وویل چې بس حرام دی نو.
خو داسې پوه شوم چې سړی عالم نه دی هسې یې سترګو ته توره سلايي ورکړې.
غلی شوم خو داځل مې د زګروي پرځای مې ژړا تر غوږو شوه چې ومې کتل همدا میرمن په ساندو سرده. کرار مې ورته وویل: خورې ولې خیر دی؟
خو میرمنې په نیولي غږ راته وویل: هیڅ وروره څه نشته له پردۍ ښځې سره نو له دې ډيرې خبرې هم نشوی کیدی.خو د تورسترګي سړي خبرې او د ښځې ژړا راته داسې بل ډول ښکاره شوه.په همدې سوچ کې تورسترګي سړي په موټرچلونکي غږ وکړ استاده بریک شه کوزیږم.
ډریور هم ژر د بیلتون کیسټ ګل وکړه او د کرايې تر اخیستلو وروسته یې بیرته موټر ته ترڅو ریزونو وروسته حرکت وکړ.
په موټر کې پخواني سپين ږیري راته وویل: دا کس نه و همدا د یوې وسله والې ډلې قومندان دی او زمونږ په سیمه کې دا ډول مرګونه، غلاوې او نور اعمال سرته رسوي.
زه او سپين ږیري په همدې کیسه سره لګیا وو چې سپین ږیري وړوکي ماشوم ته په کتو وویل:اوهو غنچه ګله بچیه چیرې ځی خیر خو دی.
وړوکي ماشوم چې د مور ژړا د ده سترګې هم سرې کړې وې وویل: ادې مې سخته ناروغه او ښار ته یې بوزم د ماما کره مې چې څه دوا درمل ورته واخلم.
سپين ږیري ماته په کتو وویل: ګوره صیب دا د میرګل خوارکي زوی دی، پلار يې څو میاشتې وړاندې وسله والو په دې پلمه چې په سړک کې کار کوې و واژه. او داده اوس یتیم زوی خپله کونډه مور د ماما په هیله ښار ته روانه کړې چې څه دوا درمل ورته واخلي.
ښځې او وړوکي ماشوم ته په کتو خدای شته په موټر کې د ناستو کسانو سترګې له ژړا را ډکې شوې خو هیڅ چا هم څه نه ویل.
بس په موټرکې چوپیتا خوره شوه خو تر لږ ځنډ وروسته ښار ته له را رسیدو وړاندې موټر چلونکي هم په سورلۍ غږ وکړ:وروڼو خپله کرایه مو سیټ په سیټ راټوله کړۍ.
ټولو جیبونو ته لاس کړل او ټاکل شوې کرایه یې سره راټوله کړې، وړوکي ماشوم هم د مور د ټیکري له پيڅکې څخه مروړل شوې پیسې سره را ټولې کړې، ویې ګڼلې او مورته ورپه غوږ شو، خو مور یې ورته څه وویل او کرایه مو موټر چلونکي ته ورکړه.
موټر چلونکي د پیسو تر ګڼلو وروسته وویل: شل افغانۍ کمې دي.
ټولو ورته وویل چې وروره هر یو کس خپلې پیسې پوره درکړي دي، ته یې بیا وګڼه خوموټر چلونکي د عقب په شیشه کې ماشوم او ورسره غمجنې او ناروغي ښځې ته وکتل او ورته یې وویل: خورې زما خیال دی تاسو کرایه کمه راکړې، ژر کړه او شل روپۍ نورې هم راکړه.یاره خو یو خو ښځې د دوی دې رنګ ورک شي چې نه یې سپروې هم ښه کار نه دي که یې سپرې وې بیا نو داسې کوي.
ډریور ماته په مخ را اړولو سره وویل: زما خیال و چې تاسره دي، که داسې خبروی قسم دی که مې راپورته کړې وی.
زه هم چې د تورسترګي خبرو او د ناروغې میرمنې او یتیم زوی د غم کیسي ښه ځورولی وم ډریور ته مې وویل: چپ شه بې رحمه، شل ن سل افغانۍ به درکړم، ولې ته خور او مور نه لرې.
ماشوم یو ځل ماته وکتل او بیا یې مور ته وکتل.
هوکې د ماشوم مور په نیولي او ژړ غوني غږ موټر چلونکي ته وویل: وروره شل روپۍ زمونږ په کرایه کې کمې وې، نورې نه لرو د مور مړي خاوند مې دا وروستۍ پیسې وې چې را وړې یې وې او ایله دومره شوې چې تر دې ځایه پرې را ورسیدو. ټول په ښار کې په خپله مخه روان شول او هریو په خپل کار پسې په ولاړل خو یتیم ماشوم او کونډې مور یې یوې او بلې خواته کتل. د دوی په څير په دې هیواد کې ډيرې داسې میرمنې او وړوکي ماشومان د نا هیلی په سیند لاهو شوي دي. خو تر اوسه یې چا د دې پوښتنه نه ده کړې چې چا او ولې داسې وکړل.