ولې ماشومان چاغیږي؟
ژباړن: محمدالله ارین احمدزی
ایا پوهیږی چې کله باید د خپل ماشوم د وزن په اړه اندیښنه ولری؟ټول ماشومان باید د عمر د زیاتوالي پر مهال وزن واخلي خو د ماشوم والي پر مهال کیدی شي ډير چاغوالی دوی ته یو لړ ستونزې را ولاړې کړي.
د وړوکوالي پر مهال چاغوالی یوه ستونزه بلل کیږي چې کولای شي ماشومان او نوي پيدا شوي اطفال تر خپلې اغیزې لاندې راولي.
چاغوالی هغه مهال رامنځ ته کیږي چې ماشوم د خپل وزن په پرتله ډير وزن پيدا کړي.
د وړکوالي پر مهال چاغوالی کیدی شي په راتلونکې کې هم ماشوم ته ستونزې را ولاړې کړي، ځکه چې چاغوالی د ماشوموالي له پيل څخه پيل مومي او بیا د عمر په زیاتیدو سره یاد ماشوم، د شکرې، د وینې لوړفشار، لوړکلسترول لرو خواته راکاږي.
د دې ستونزې څخه د مخنیوي لپاره ښه لاره د ماشوم ډير فعالیت او د غذايي رژيم کنټرول دی، او دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې د ماشوم روغیتا مو په راتلونکې کې ساتلې وي.
لاملونه:
د دې سره سره چې د ماشوم په چاغ والي کې ځينې ژینتیکي لاملونه هم اغیز لرلای شي خو اغلبا د ماشوم وزن د ډير خوراک او د نه خوځیدو له امله ډیریږي.
د لوړ عمر لرونکو ماشومان د رشد او نمو لپاره ښه او قوي غذا ته اړتیا لري، خو که د ورځې په ترڅ کې د انرژي د له لاسه ورکولو سره سمه غذا ماشوم ته ورکول شي نو بیا یادې شوې ستونز نه شي را ولاړیدی.
خو که انرژي مصرف نکړي او انرژي واخلي بیا نو کیدی شي یادې شوې ستونز رامنځ ته شي.
البته کیدی شي ځینې ژینتیکي او هورموني لاملونه لکه SYNDROME PRADAER WILLIهم کیدی شي د ماشوم د وزن په زیاتوالي کې اغیز ولري. خو دا پکې ډير کم رول لرلای شي خو دوه لاملونه چې هغه ډير خوراک او ډير نه خوځيدل دي په دې برخه کې ډير تاثیر لري.
د دې ګواښ لاملونه:
د ماشوم د وزن په زیاتوالي کیدی شي لاندې عوامل ډيری مهال مهم رول ولري.
۱-غذايي رژيم:
د غذا مرتب مصرفول او د انرژي لرونکو توکو خوړل کولای شي ماشوم چاغ کړي.
د غوړې او انرژي غذا خوړل.
ډير خواږه څيزونه څښل او خوړل یې لکه چاکلیت. چې یاد شوي مواد ډيره انرژي لرونکي دي.
۲-ډير نه خوځیدل(عدم تحرک):
احتمالا هغه ماشومان چې ډير نه خوځيږي وزن یې ډير وي، ځکه چې یاد شوي ماشومان انرژي نه مصرفوي.
هغه څه چې د ماشوم لپارخ پکې خوځښت شتون ونه لري لکه د ټلویزون کتل له نورو سره لوبې نو کولای شي ماشوم چاغ کړي.
۳-ژینتیک:
که ماشوم له یوې داسې کورنۍ څخه وي چې د کورنۍ نور غړي ډير وزن ولري نو کیدی شي یاد ماشوم هم ډير وزن ولري، په ځانګړې توګه که په داسې چاپیریال کې ژوند وکړي چې هلته انرژي لرونکې غذاوې ډيرې مصرف شي. او ماشومان سپورت او نورو بدني لوبو او خوځښتونو ته و نه هڅول شي.
۴-رواني لاملونه:
ډيری وخت کله چې ماشومان له ځينو ستونزو او فشارونو سره مخ کیږي کیدی شي ډير خوراک ته مخه کړي،او کیدی شي د دې ماشوم مور او پلار هم په دې ناروغي اخته وي.
۵-کورني لاملونه:
ډيری وخت ماشومان کورته په سودا اخیستو کې ګډون نه کوي، او مور او پلار دا دنده لري چې کورته سودا راوړي او له ناسمو څيزونو څخه کور ډک کړي.
تا سو نشی کولای چې خپلو ماشومانو ته شور وکړی چې خواږه، تروش او یا هم غوړ شیان و نه خوري ځکه چې د دې څيزونو خوند ښه وي او ماشومان ورسره مینه لري.خو کولای شی دې توکو ته د دوی لاس رسیب محدود کړی او یاد شوي شیان په داسې ځای کې وساتی چې چې د دوی لاس رسی ورته نه وي.
۴-ټولنیز او اقصتادي لاملونه:
په پرمختللو هیوادونو کې د هغو کورنیو ماشومان چې میاشتنی عاید یې کم وي ماشومان یې ډير چاغیږي.
هغه مور او پلار چې کم درآمد لري کیدی شي په دې قادر نه وي چې ماشوم ته سم خواړه تیار کړي او یا هم دوی لوبو ته وهڅوي.