د مور کیسه

د ایف سیټفمن  لیکنه

د محمدالله ارین احمدزي ژباړه

دوه درې کړکی ډيرې ژر خلاصې شوې او څو تنو د هغو کړکیو څخه خپل سرونه را وویستل او هغو چیغو ته چې په ناڅاپي توګه د کور په منځ کې پورته شوې غوږ ونیو.....د دوی د ډلې څخه یوه یې چې میانساله میرمن وه وویل:

نوی کوم کس  ده..... او دهغه جوالي سره چې د ده بار یې راوړی چنې وهي!

دغه کور یوه دوه پوړیز کور وو چې په ښار کې په یو ډير مردار ځای کې جوړ شوی وو د دې کور ډيرې خونې د فابریکو کارکونکو او کاریګرو کسانو په کرایه نیولې وې چې په دوی به په دوبي کې دا ځای د خپلې اوسیدا لپاره په کرایه نیو.

ماشومان په ټولو ودانیو کې خواره وو د وره او دیوال له لارې کښته او پورته تلل.....په دې پخوانۍ لوړپوړیزې ودانۍ کې شلو کورنیو ژوند کاوو نو د دې کورنیو د اوسیدونکو سره جنګونو او بیا پخلا کول هم مل وو............

د هرڅه نه چې تیرشو نو ټول ډير سره صمیمي وو او هغه ستونزې به چې په دوی راتلې ډير ژر لرې کیدې.....د دې خونو په منځ کې یوه خونه ډيره  د مخه خالي وه.... د دې کوټې اوسیدونکی څو میاشتې د مخه د رواني ناروغي له امله مړ شوی وو......نو یوې سپن سرې ښځې چې مهربانه ښکاریده خو مهربانه نه وه دا خونه یې نن سهار کرایه کړې وه او یو ساعت وروسته یې خپل سامان څه په خپله او څه د بار وړنکي په وسیله دلته راوړی وو نو اوس یې د باروړنکي سره د پیسو د ورکړې په وخت غالمغال وو...............
ښځې په ډير اوچت آواز لکه تیز باران او په ډيره ستړې کونکې لهجه خبرې کولې او سړي به کله کله په یوه غږ د دې خبرې پرې کولې او هغه یوه جمله چې د مخه یې ویلې وه تکراوله.

ټوله دعوه د یو څو روپيو په سر وه.... خو دا پیسې د دواړو لپاره چې ډير ناداره وو د ارزښت وړ وې په پای کې وروسته تر دې چې یو څه تخفیف یې ور کړ او ښځې هم پيسی د ده پښو ته ور خطا کړې  نو یې خپل بار اوبکن واخیست او د زینو له لارې پورته وختله!

دوه نورو میرمنو چې دا تماشه یې د دوهم پوړ څخه کتله یوې هغه بله په څنګل ووهله او ورته یې وویل: څيره یې داسې ده له د سړي وژونکې.

یوه جیلې چې په دې وخت کې د زینو څخه د پورته کیدو په حال کې وه او د دوه پاسنیو ښځو د ډلې څخه یوه یې مور وه دې ته وویل:

رزي هغه ښځه دې ولیدله؟جیلی وویل:
هو... د بار وړنکي څخه مې پوښتنه وکړه چې د دې بار دې د کوم ځای څخه راوړ هغه راته وویل چې د ریل ګاډي د پټلۍ څخه.....ښځې د هغه سره لس روپی ویلې وې خو کله یې چې بار دې ځای ته پرې را ورساوو نو یې ورته وویل چې د ۷ روپیو څخه زیاتې نه درکوم.

ښځې په تریوه ټنډه وویل:

نوم یې در ونښود؟

جیلی وویل:
نه د باروړنکي یې هم نوم نه وو زده خو دومره یې وویل چې د دې مخکې کوره پورې یې د(لاګا) په نوم غږ پرې کاوو.

جګړه کونکې ښځه نوې د دوهم ځل لپاره د زینو څخه را ښکته شوه ترڅو پاتې سامان پورته کړي نوپه ډيره بې اعتنايي یې هغو ښځو ته چې د دوهم پوړ څخه یې دې ته کتل ور وکتل خو وروسته یې اوږې وښورولې خو څه یې وو نه ویل!

رزیتا په لړزیدلي غږ خپلې مور ته وویل چې زه د دې ښځې څخه بیریږم!
لاګا چې ۴۰ کلنه ښکاریده او داسې ډنګره وه چې پوستکی او هډوکي یې سره نه مالومیدل.د لاسو پنجې یې لکه کړکي نري وو او داسې ښکاریدې لکه یو ډير بد لاس چې وي.

سترګې یې غوچې غوچې وې او پوستکی یې ژیړ او ډير کوت،کوت وو خپل تور ویښتان یې کوڅۍ کړي وو او شاته یې اچولي وو غوچې غوچې سترګې یې ډيرې د وحشت څخه ډکې وې او په ځان کې یې د وحشي تاوتریخوالې نښې څرګندې وې چې هیڅ چا د دې سره د خبرو کولو جرات نه درلود.
په هغه ورځ لاګا په دې خونه کې خپل ژوند یوازې او په چوپتیا پیل کړ.هغې کوښښ کاوو چې د چاسره اړیکې وو نه لري خو د خپلو همسایه ګانو دې کنجکاوي سخته ځوروله.ټول پوهیدل چې د دې ښځې لاس ډير تنګ دی.د ظاهر څخه یې داسې ښکاریدل.....هره ورځ سهار وختي کار ته تله او ډير ناوخته بیرته راتله.... خو هیڅ څوک نه پوهیدل چې دا به چیرې کار کوي او څومره پيسې ګټي همسایه ګانو د یو ساتونکي څخه چې په همدې ودانۍ کې یې ژوند کاوو غوښتنه وکړه ترڅو د دې میرمنې په اړه مالومات پيدا کړي...ساتونکي د دوی په ځواب کې وویل ترڅو چې دا ښځه د چا د اوسیدنې مزاحمه نه شي او څوک د دې څخه شکایت وو نکړي نه شي کولای د دې په چارو کې لاس وهنه وکړي.

خو په داسې ځایونو کې چې ډير ژر خبرې د ژبو په سر کیږي... څو ورځې وروسته یو تن خټګر چې د دې ودانۍ په یوه خونه کې یې ژوند کاوو څرګنده کړه چې د ده یو ملګری  چې د اوسپنیزې کرښې سره نیژدې ژوند کوي د دې ښځې په ټول حال خبر ده نو د دې له امله ماته مې ملګري وویل چې اولاګا شپږ کاله بندي وه یوه میاشت د مخه د بنده خوشې شوه ....

هغه یې د قتل په تور نیولې وه ..... وروسته تر دې چې د زندان څخه را خوشې شوه څو اونۍ یې د اوسپنزې کرښې سره نیژدې ژوند کاوو خو هلته به ماشومانو د دې خونې ته تیږې ور ویشتې نو د دې له امله تنګه شوه او دلته راغلې ده.
زریتا د خپلې مور څخه پوښتنه وکړه:

دې څوک وژلي دي؟

مور یې وویل:نه پوهیږم زما په اند به یې هغه څوک وژلی وي چې په دې مین وو.

رزیتا په حیرتي څيره او په غوصه سره وویل داسې نه شي کیدای چې څوک دې په دې ښځه مین شوی وي.

نو د رزیتا مور  خپله خولو اسمان ته ونیوله او ویې ویل:ای لویه خدایه داسې نه چې یوه ورځ زما لور مړه کړي.

رزیتا هم ولیدل چې د بدن ویښتان یې جګ دریدلي دي هغې هم د شونډو لاندې دعا کوله او یوه اوږده سایې واخیسته.

په دې وخت کې لاګا د خپل کار څخه د راتلو په حال  کې وه پښه یې جونګړې ته را دننه کړه دوی ټولو خپل ځانونه سره را ټول کړل ترڅو دا یې ترڅنګه تیره شي ښځې دې ته په وحشي توګه کتل لکه چې ګواکې د دې په تږ کې یې کوم ځورونکی څيز موندلی وي ساتونکي د دې لپاره چې دې چوپتیا ته د پای ټکی کیږدي لاګا ته سلام وکړ..... ښځې هم د هغه د سلام ځواب ور کړ او بې د دې څخه چې نورڅه ووايي خپلې خونې ته لاړه او ور یې په ځان پسې راپورې کړ.

ولاړو خلکو د کیلۍ هغه غږ چې لاګا د وره په کلپ کې تاوله هم واوریده .... ټول د دې ښځې د هغو کتو څخه چې لیدونکي یې حیرانول ډير خواشنیي وو او د شونډو لاندې ټولو دا ویل چې دا کومه جادوګره ده چې د دوی ترې کرکه کیږي.

خو د لاګا کړو هیڅ داسې نه ښودله چې ګواکې دا داسې نیت لري چې څوک ازار کړي په خپله لاره تله او د هیڅ چا سره یې کار نه درلود.
ډير ژر هغه ګواښ چې د لاګا د راتګ په وخت کې رامنځ ته شوی وو تیر شو ځکه چې همسایه ګانو په دې خونه کې د دې د شتون سره عادت شوي وو حتي پیلاري چې عادتا یوه اوږد ژبې او بې شرمه ښځه وه  نو وروسته تر دې چې تل به دا میرمن داسې تله او راتله نور یې په دې میرمنې(لاګا) پسې سر نه ګرځاوو، یوازې یو یا دوه واره یې ویلي وو کیدای شي چې زندان لیونۍ کړې وي د ډيرو لپاره داسې څه رامنځ ته کیږي.

د دې ټولو سره سره یوه ورځ داسې یوه پيښه وشه چې یو ځوان هلک په همدې ودانۍ کې د میرمن لاګا پوښتنه وکړه ....پيلاري چې په جونګړه کې د خپلو جامو په مینځلو بوخته وه او لور ته یې کتل وویل چې مونږ په دې نوم په دې ودانۍ کې څوک نه پيژنو.

ځوان په شرمیدلې لهجه وویل:

ولې داسې خیال کوم چې اوس به ماته لاګا غږ را وکړي؟

دا ځل رزیتا راغله او دې ځوان ته یې د هغې د کور دروازه ور وښودله.

آها: خونه یې هغه ده وروشه.

ځوان هم په خندا سره د دې څخه مننه وکړه او جونګړې ته د ننه شو رزیتا ډيره ښکلې او جذابه جیلۍ وه په ځانګړې توګه تورې سترګې یې دومره ښکلې وې چې دې ته یې یوه ځانګړې ښکلا ور کړې وه په سپینو باړخوګانو یې تور خال داسې بریښیده تابه ویل چې په سپینه بوره دې تور مچ ناست وي د ښکلي رنګ لرونکي کمیس یې ډير د خلکو پام د ځان خواته را اړا وو.....

ځوان یو ځل بیا وخندل او داسې مالومیده لکه چې په کتو کتو کې دا ښکلې جیلی خوري او زیاته یې کړه:

آفرین په هغې مور چې ته یې زیږولې یې.

دا ځل پيلاري ته دا خبره  چې ستاینه پکې  دې ته متوجه کیده وویل:

خدای د مل شه ښاغلیه.

ځوان هغه ځای ته چې پيلار ورته ښودلی وو لاړ او په ګوته یې د لاګا دروازه وټکوله ...... مور او لور په کوم ځای کې چې ناستې وې په ډير ځير یې دې ځوان ته کتل!

هیڅ چا ځواب نه ورکاوو نو ځوان اړشو چې یو ځل بیا ور وټکوي .... دا ځل د خونې څخه د لاګا ډاریدونکی غږ پورته شو چې ویل یې څوک یې.؟

ځوان هلک ورته وویل: خلاص که مورې زه یم.

د خونې د ننې څخه ډير لوی غږ پورته شو او ډير ژر ور خلاص شو او چیغې یې کړې،....پوري..... پوري .... ته.

 ښځې خپل لاسونه د هلک د غاړې څخه تاو کړل او ډير په زور زور یې دی ښکل کړ......او وروسته په ډيره مینه د ده د وښتانو په نازولو باندې بوخته شوه...........

رزیتا او موریې چې د غلو په شان د دې صحنې لیدونکې وې هیڅکله یې داسې ګمان نه کاوو چې د دې ښځې په کوګل کې داسې د مینې څخه ډک زړه وي .............

ښځه چې د ډيرې خوښی څخه د خپلو زوی خواته یې کتل نو ځوان یې د خونې د ننه بوت.

رزیتا يه ډيرې حیراني سره وویل:نو دایې زوی وو.څنګه کیدای شي چې یوه ښځه د دومره بدرنګه قوارې سره سره یو داسې ښکلی زوی ولري؟

ریښتیا هم پوري ډير ښکلی هلک وو... سپین بدن او طلايي ویښتان یې درلودل.

د لږ ځنډ څخه وروسته په داسې حال کې چې د لاګا لاس د دې ښکلې هلک په لاس کې وو بیرته د خونې څخه را ووتل او ځوان ته لاګا وویل چې یوه اونۍ وروسته راځې؟

نو ځوان وویل چې که چیرې بند نه شوم حتما راځم.ځوان هلک یو ځل رزیتا ته وکتل او بیا یې د خپلې مور سره مخه ښه وکړه.کله چې د رزیتا او مور څخه یې تیریده دوی ته یې د درناوي سر وو خوځاوو خو دا ځل زریتا ځواب ور کړ: خدای مو مل شه.

خو د دې خبرې سره سم یې د ځوان خواته په مینه ناکه توګه وکتل او ویې خندل.
لاګا هم دا خندا ولیده خو لکه څنګه یې چې د زوی په لیدو سره ټوله غصه د څیرې څخه تللې وه بیرته لکه وریځ چې په شین اسمان را واوړي په تندي را تاو شوه خو مخکې د دې څخه چې خپلې خونې ته لاړه شي په ډير غصه یې ښکلې جیلی ته وکتل......

میرمن پیلاري د دې لپاره چې د دې ښځې سره خبرې پيل کړي نو یې ترې وپوښتل چې آغلې دا ستاسو زوی وو؟

لاګا په تریو تندي ځواب ور کړ هو زوی مې دی.
او بې د دې چې نور څه ووايي خپلې خونې ته د ننه شوه او په ډير زور یې ور بند کړ.

ظاهرا هیڅ داسې څه نه وو چې دا ښځه سمه کړي.کله به یې چې د عاطفې څخه زړه ترک هم چاوده خو بیا به یې هم په زور د خپل زړه وورونه تړلي پریښودل.

نور بیا ځلې