ګونګورې

داسې غږ خو به مې تر اوسه پورې له نږدې هيڅکله نه وو اوريدلی په والله چې ډېر مې خوښ شو غوږونه مې ډېر ليواله شول آن مې زړه هم تلوسه پيدا کړه ، سترګې مې لارې ته ونيولې کله  چې ستا ښکلی مخ له ليرې راڅرګند شو نو د دغۀ ښکلي غږ  خوند لا نور هم دوه برابره شو داسې ښکاريدۀ چې دغۀ غږ ستا په زړه هم خپلې اغيزې کړې وې ،  د خپلې ښکلا ريښې يې په زړه در کرلې وې ، ته يې موسکا ته اړ ويستلې وې ، په شونډو دې خوښي پرته وه او په هر ګام کې دې له شونډو ورايه ښکاريده ،  چې ډېره خوښه ښکاريدې  ډېره په خوند راروانه وې کله چې را نږدې شوې يو ځل مې سوچ وکړ چې نه دا به تۀ نۀ يې ، نه دا به ته نه يې ...، نه تۀ او ګونګورې هغه هم په لاسونو کې ډېره ليرې خبره ده خو چې نورو ستا ښکلی نوم واخيست ، دا وګوری چا به خندل چا به ټوکې کولې ته لکه داسې يوه توتکۍ چې له ډلې ليرې پاتې وې حيرانه وې شاوخوا دې کتل  موسکا دې په پوښتنې بدله شوه زه پوه شوم چې په شونډو دې پوښتنه راتلله خو زړه دې هم ورسره سلا ؤ چې ما څه ، څه ، څه زما ګونګورې ، زما په ګونګورو چا وخندل خو ، زه پوهيږم چې ګونګورو دې ډېر په مينې په لاسونو کې شرنګها کوله هغوی هم ستا له سپين مړونده خوند اخيسته ، خو اوس څه شوي دي ، اوس څه شوي دي اوس ولې هغه ګونګورې نه په لاس کوې اوس ولې هغه لاس بند نه په لاس کوې اوس ولې نه خاندې څه شوي دي ، که يې ته يو ځل بيا هغه ګونګورې په لاس کې باور وکړه چې ډېره به ښکلې شې ډېره ، ډېره ، ډېره.