زندان دې پرديسۍ کې مې د کور ارمان کولو

دې مړو اوښکو باران وو ما د مور ارمان کولو

اميل د بې کسۍ زماپه غاړه ځنګيدلو

دې چوپو تيارو شپو کې ما د شور ارمان کولو

د ژوند سړو سيليو مې جونګړه لړزوله

د سوړ سپيره لندن کې ما داور ارمان کولو

په خوب کې مې ليدل زما دجګو غرو سرونه

همزولي توتکۍ وي،ما د خور ارمان کولو

خالق دې کل مخلوقه ستا هر امر مې منلئ

توبه ربه توبه ده ما د ګور ارمان کولو

رنځورې زرکې بس کړه باز دې نه کوي پوښتنه

په سرو سترګو ژړيږه تا يې نور ارمان کولو