بربنډ کنسرتونه او په افغاني ټولنه یې بدې اغیزې!!!!!!!

 

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

 

په افغانستان کې د دې سره سره چې ډيره خواري ده او د خپلې ګیډې د مړولو لپاره هم څوک څه نه لري خو په کنسرتونو او دې ته ورته نا سمو مجالیسو کې بیا داسې پیسې بادیږي چې مه یې کوه پوښتنه. د ۱۳۹۸ کال د پيل څخه څو شپې وړاندې لا په ټلویزونونو باندې ډيرې نیمې لوڅې ښځې ښودل کیدې چې اعلانونه یې کول چې دوی به په نوي کال کې افغانستان ته راځي او دلته به د دې مظلوم اولس جیبونه د کنسرت په نوم وهي.چې همداسې وشول د تیرو کلونو په پرتله سږ کال هم د دې میرمنو ډلې ډلې کابل ته راغلې. چې تر ټولو څخه د تاجکستان د هیواد بربنډې ښځې ډيرې د یادولو وړ دي د دې ښځو لښکرې هغه مهال د افغانستان خواته راماتې شوې کله چې د لومړي ځل لپاره د دې هیواد یوه سندرغاړې (منیژه) افغانستان ته راغله د دې ترڅنګ چې په سل او حتی ۲۰۰ ډالرو پورې یې ټکټونه خرڅ شول او د دې درې چنده یې  د بخششي په نوم نورې هم له ځانه سره  یوړې ډیری د وخت وزیرانو او چارواکوهم د دې په کنسرټ کې ګډون وکړ او د میلمه پالنې په نوم یې ښې ډيرې چکې پکې ووهلې او ښه یې ځانونه پکې ساړه کړل.چې د هغې راتګ او د چارواکو ګډون پکې د هیواد والو له داسې غبرګون سره مخامخ شو چې نور نو خولې او قلمونه یې په ویلو او لیکلو ستړي شول. د داسې سپکې څخه بیا هم دولت څه عبرت وانه خیست او نه یې هم د داسې خلکو راتګ ته څه ټاکلی حد وټاکه.دا لړی چاري پاتې شوه او ډيرو منیژه ورته څيرو لکه شبنم ثریا ..... او داسې نورو هم د خپلو لوڅو اندامونو نندارتون جوړکړ. چې روان ۱۳۸۹ کال هم د نورو څخه کم نه وو او ډيرې نورې هم راغلې وې او ډيرو په نوم افغانانو د دې لوڅو اندامونو د کتلو لپاره په سلګونو پیسې خاورې کړې.او هر څوک په دې هڅه کې وو چې په دې کنسرټ کې ګډون وکړي خو د نورو سره یې یو توپير وو هغه داچې چارواکو پکې ګډون نه وو کړی خو یوازې پولیسو د امنیت د ساتنې په نوم په دې منسرت کې ګډون کړی وو او ډير ځله یې د دې سندرغاړو ګوتې ورتاو را تاو کړې او په ډيرو خلکو یې په دې نوم خپل یاسن پوخ کړ چې مه ور جګیږی ځکه چې د ټولنې خدمتګاران دلته شتون لري.د دې کنسرتونو په لړ کې یو کنسرت هم د روان کال د وري د میاشتې په دریمه نیټه د کابل په ۷ ناحیه کې د ګذرګاه پله ته څيرمه د بابر په بڼ کې وه چې د ماښام له ۷ بجو څخه پیل شو او ان تر اتو بجو یې دوام وکړ.ډيرې لارې بندې شوې او ډيرو خلکو یو ځل بیا په خپل شته حکومت لعنتونه وویلې او دوی یې په لعنتونو وستایل. او ډيرو په نوم افغانانو او مسلمانانو هم په زرګونې روپۍ خاورې کړې ترڅو وکولای شي په دې کنسرټ کې ګډون وکړي همداسې وشول. خو زما په ذهن کې یوه پوښتنه را ولاړیږي هغه داچې هغه څوک چې ستا د هیواد دی او ستاد هیواد ناخوالو ځپلی دی مسلمان دی او د محمد رسول الله په امت دی او په ښار کې روان وي د خدای په نوم درڅخه د کومک پوښتنه کوي ولې ورسره کمک نه کیږي او ولې ورته لس روپی نه ورکوې حال داچې هغو ته د لسو روپيو ورکول هم ډير لوی کار وي او ډيری یې ورکوي نه او که یې ورکوي نو بیا ورته وايي چې ماتې نه لرم. خو هغه څوک چې د خدای په ضد درڅخه پیسې غواړي د روپۍ په ځای په زرګونو ورکوې او بیا ځې د هغو سیل ته کښینې او پيښمانه هم نه یې او د خپلې میرمنې تر څنګ ناست یې د بل میرمنې ته ناڅې او غورځي کوې حال داچې ځان ته مسلمان هم وايي او په داسې یو اسلامي هیواد کې ژوند کې کوې چې ساری یې په ننۍ نړۍ کې ډير کم دی.د دې په ځای چې دا پیسې دلته مصرفوې ولې یې یو چاته د خدای په نوم نه ورکوې ولې د دې کنسرت په ځای د خدای تعالی د بنده ګانو لپاره پیسې نه راجمعه کیږي. ما څو ځله د کابل ښار کې لیدلي دي چې ډير کسان په موټرو کې سپاره وي او وايي د جومات د جوړیدو لپاره چنده غواړو ولې ورته چنده نه ورکول کیږي او ټول لا دا فیصله هم پرې کوي چې دا ټګان دي خو د خپل وجدان څخه پوښتنه نه کوي چې دا ټګان یې د چا په نوم غواړي که دوی ټګي وکړي خدای تعالی به ورسره حساب وکړي. او دا چې ته د کنسرټ لپاره ټيکټ اخلې دوی همهغه د ژوند د لومړۍ شیبې څخه د خدای په وړاندې جګړه اعلان کړې ده او جګړه کوي ولې د دې هیواد د پيسو لرونکي د خدای لپاره یو څه نه کوي. که چیرې زمونږ ځوانان او میرمنې په خپل دې ژوند باندې شکر وو نه باسي او د اسلامي چوکاټ سره سم ځانونه برابر نه کړي نو د دوی به هم  داسې ذلت په برخه وي لکه څنګه چې دوی په کنسرټونو کې ولیدل چې ډيرې ښکلې ښځې د ډيرو ناوړه ناکاره کسانو په وړاندې ناڅې او د یوې روپی لپاره ټول بدن بربنډوي او ناڅي چې دا هم د ۲۱ پيړی د جهالت یوه بیلګه کیدی شي. ځکه د اسلام دین نجونې د ژوندي ښخیدو څخه منع کړې دوی یې لوړ مقام وټاکه او دوی د کورونو وکدارانې وګرځولې خو حال داچې زمونږ همدا میرمنې د دې څخه پند نه اخلي او داسې کنسرټونو ته ځي ګډون پکې کوي.یو نارینه کله چې ځوان شي د ده ته په کار دي چې په ژوند کې د  دې ترڅنګ چې ځانته یو څه وګټي دا هم ورته په کار دي چې د خدای تعالی عبادت په ډيره سمه توګه سره وکړي او د ځواني خیرات د الله تعالی په لاره کې وو باسي نه د د الله په مقابل کې العیاذباالله. کوښښ وکړي چې د خدای عبادت وکړي د مور، پلار خپلې میرمنې وړ وروڼو او خوندو څخه ساتنه وکړي د ښو کړو وړو ته یې وهڅوي او د بدو څخه یې منع کړي نه داچې دی په بدو کې بوخت وي او د کورنۍ د پالنې څخه خبر نه وي.هر هغه څوک چې پیسې لري باید خپلې پیسې د خدای لپاره وکاروي نه د خدای په وړاندې ځکه خدای تعالی ته یې پناه کول او د قارون په څير په ځمکه ننویستل هیڅ ستونزمن کار نه دی.دا چې دی غواړي ډيرې پیسې د کنسرټ د ټيکټ لپاره ورکړي ښه به دا وي چې یو چاته یې د خدای په نوم ورکړي نه چې د خدای په ضد یې وکاروي. ځکه ده ته د پیسو او شته ورکونکی کس یوازې خدای دی او بل کس نه شي کیدی او خدای تعالی کولای شي چې همد ا ورکړي شته د دې بنده څخه په ډيره اساني سره وخلي. دې ته ورته بیلګې به هرچا ډيرې لیدلې وي. که تاسو نه وي لیدلي د داسې ناکاره کسانو ډيرې کیسې او د سترګو لیدلی حال ماسره شته چې زه یې د یو مسلمان ورور په توګه درته وایم چې ستاسې دا کړنې د خدای په ضد دي د خدای په خاطر دا ډول کړنې بیا ځلې مه کوی. د دې حکومت چارواکي چې ډيری یې د نورو حکومتون چارواکي دي دوی به په دې ډير ښه خبر وي چې د دوی حکومت د دې ترڅنګ چې ځينې سیاسي عومل به یې لرلي وي د دې اولس ښیراوې به یې هم له ځانه سره لرلي وي ځکه هیڅکله نه شي کیدی یو څوک ووايي چې تل به زه یم. همدا اوسني چارواکي ټول د تیرو پاتې شوني دي دوی ته دا څوکۍ د پلار او نیکه څخه نه دي پاتې چې نن پرې ناست دي بلکه دوی دلته د خلکو د خدمت لپاره ناست دي باید هر هغه څه چې د دې هیواد د اسلام او فرهنګ سره مخالف وي دوی یې مخه ونیسي نه دا چې د لارو ساتونکي پولیس دې هم لاړ شي او په دې نوم چې د خلکو امنیت ساتي دخلکو په منځ کې دې کښیني او د بربنډو ښځو ننداره دې وکړي او د دوی ګوتې دې تاو کړي او یا دې ځوانان او نور کسان دې ته پریږدي چې شراب وڅښي او مست مست وناڅي او هرڅه چې وايي هغه ووايي په دې هیواد کې د کنسرت د جوړیدو څخه وړاندې دې ته اړتیا ده چې دا خلک ونازول شي په نسونو ماړه شي او عزتونه یې خوندي نه شي نه داچې بې عزته شي او لوبې پرې ووشي د هر هیواد فاحشې دلته راشي او د دې هیواد څخه پیسې یوسي ایا داسې کسانو ته راتګ اجازه ورکول به د اسلام او افغانیت سره سم وي ؟ ایا دوی به وکولای شي دې خلکو ته په بربنډه نڅا د علم او قلم پيغام د ځان سره راوړي.ایا مونږ وو نه لیدل چې د دې ډول کړنو له امله په هیواد کې په شپږ کلونو او پنځه کلنو نجونو جنسي تیري وشول. لامل یې ټول د ۲۱ پيړی همدا سکس او بربنډ جهالت دی چې ډيری کسان ترې یوازې د څو شیبو لپاره خوند اخلي. یو ځوان چې په داسې کنسرټونو کې بربنډې نڅاوې وو ویني ایا هغه به په کور کې د دې په لټه کې نه شي ترڅو خپله جنسي غریضه ارضا کړي ایا دی به د حرامو او حلالو توپير وکولای شي، معلومه خبره ده چې ځواب یې یوازې نه ده.نو ولې داسې جهالتونه د خوند لپاره په کار وړل کیږي ایا د دې له خوند څخه یې بې خوندي زیاته نه ده ځکه څو خطرونه لري:

 

۱ـــ ټولنه: دا ډول کړنې کولای شي ټولنه دومره خرابه کړي چې لکه نن او سبا چې کوم څه روان دي بیایې مخنیوی هم ډير ستونزمن کار وي او هیڅ زور او دولت، کورنۍ او کلي وو نه شي کولای مخه یې وو نیول شي.

 

۲ـــ د اسلامي ضد فعالیتونو ډير والی: د دې ډول فعالیتونو له امله کیدی شي ډير اسلامي ضد فعالیتونه پيل شي او ډير کسان و کولای شي عامه ذهنیت خراب کړي.

 

۳ـــ اقتصادي کمزورتیا: دې ته ورته کړنې د دې ترڅنګ چې پورته یادې شوې ستونز لري اقتصاد هم متزلزل کولای شي ځکه چې دا پیسې هر څومره چې دلته مصرف شوې نور نو د دې هیواد په ګټه دې دا پیسې نورې ځي نورو هیوادونو ته او د نورو هیوادونو وګړي کولای شي په همدې پیسو باندې مزې او چړچې وکړي.

 

۴ـــ فحشا زیاتیدل: بل خطر یې هم د فحشاوو زیاتیدل دي چې مخنیوی به یې ډير ګران وي ځکه چې هغه ځوانان چې ودونه نه لري، دوی دې ته اړ دي ترڅو د جنسي غریزې د ارضا لپاره یوه لاره ولټوي او یا په چا باندې په زوره جنسي تیری وکړي چې دې ته ورته بیلګې ډيرې زمونږ په هیواد کې هم وشوې او که دې ته ورته کړنې روانې وي کیدی شي نورې هم ووشي.

 

۵ـــ اسلامي او افغاني فرهنګ له منځه تلل: د دې ډول کړنو له امله کیدی شي  اسلامي فرهنګ لکه حجاب، ستر(پرده)، حیا له منځ لاړه شي. کیدی شي افغاني فرهنګ زیانمن کړي زیانمن لا څه چې له منځه یې یوسي ځکه کیدی شي د افغانې جامې چې د ستر او حیا سیمبول دی تاجکي او یا پنجابې جامې ځای ناستې وګرځي.

 

چې دې ته ډير تاوانونه کیدی شي یاد شي چې ما یې یوازې دا پنځه عمومي خطرونه وړاندې کړل. په پای کې د خپلو هیوادوالو په ځانګړې توګه ځوانانو څخه غوښتنه کوم چې د دې ډول مجلسونو څخه ځان وساتي او خپل ذهنونه په داسې کفري او اسلامي ضد کړو وړو باندې مغشوش نکړي ځکه چې دا ډول کړنې د دوی شخصیت فامیل او نوم د نابودي سره مخ کوي ښه خبره به دا وي چې ډيری قرآني ناستو ته لاړشي او ګډون پکې وکړي ترڅو څه ناڅه شکسته نفسه شي.

 

د افغانستان د دولت څخه غوښتنه کوم لکه څنګه چې خوږي انفلونزا زمونږ ډيرې چارې متزلزلې کړي دا ډول کنسرټونه او ګډاوې هم کولای شي چې زمونږ د ډيرو ځوانانو او پيغلو ذهنیتونه خراب کړي او پای کې د ټولنې لپاره لکه نن د ایډز ناروغي، خوږي انفلونزا..... داسې نورې په یو سرخوږي بدل شي. هیله ده چې چارواکي او لوی کسان د دې ډول منحوسو څيرو د راتګ مخنیوی وکړي او پرینږدي چې سپیڅلې افغاني ټولنه د دې نا منحوسو څيرو د کړنو قرباني شي.