په لوګر کې یو ستر فرهنګي مرکز جوړ شو.

دغه فرهنګی مرکز په محمد اغې ولسوالۍ کې د لوګر د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ،د یوه افغاني ساختمانی شرکت لخوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی.

ویل کیږي د دې ستر فرهنګي مرکز ، پر ودانې ، او تجهیزاتو ۶ سوه زره امریکايي ډالره لګښت راغلی  چې دیادې شوې پیسې د پوهنې وزارت ، په هیواد کې د ننه  اوبهر  کې د ځوانانو د انجمنونو ، او د لوګر د والي لخوا ورکړل شوی دی.

د نوموړی ودانۍ په جوړولو، د یو کال په موده کې د شاوخوا اته سوه کسانو ته د کار زمینه برابر شوې چې کابو ۶۰  یې مسلکي کسان دي.

ویل کیږي د دغه ودانۍ د جوړولو موخه د لوګر ځوانانو د پوهي د کچې لوړاوي دي او اوسمهال په نوموړی مرکز کې په سلګونو زده کونکو په بیلابیلو وختونو کې زده کړې کوي

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش:په دې اړه وايي د محمد آغې فرهنګي مرکز په یو پوړ او د ۶ جریبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوی .

درویش د نوموړی فرهنګی مرکز جوړول په دې ولایت کې یو ستر ګام بللی او زیاتوي د لوګر ولایت ځوانان کولای شي د دغه مرکز له امکاناتو څخه د خپل فکري او ذهني ودې د لوړاوي لپاره ګټه پورته کړي  .

د دې مرکز یو ځوان زده کونکی وزیر احمد وویل: چې دوی کولای شي په دغه مرکز کې په وړیا ډول  د انټرنټ له خدمتونو څخه ګټه واخلي .

د ده په وینا تر دې دمخه  دوی له انټرنټ څخه نشو کولای ګټه واخلي دا ځکه چې په لوګر کې د انټرنیتي خدمتونو اسانتیاوې نه وې. او نه هم دولتي بریښنا.

عیسی یو بل زده کونکی  چې د کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ څخه د زده کړې لپاره نوموړی مرکز ته راځی وايي چې د دوی په ولسوالۍ کې د داسې عصري، فرهنګي مرکز نشتوالی لیدل کیږي .

دی له مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د دوی په ولسوالۍ کې هم ورته فرهنګي مرکزونه جوړ او د ځوانانو په واک کې ورکړي.

واکس پاپ:

محمد حبیب چې د لوګر ولایت په یو ښونځی کې د ښونکۍ په توګه کارکوي وایي چې داسې مرکزونو جوړول به  د دې لامل شي چې د یو زیات شمیر ځوانانوته سالمې بوختیا پیدا شي.

د محمد اغې فرهنګي مرکز،  په لوګر کې تر ټولو ستره فرهنګي مرکز دی چې د ګاونډیو ولایتونو څخه هم یو شمیر ځوانان د زده کړې لپاره هلته ورځي.