ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې  دآغلې سوسن نایل شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي:

 

په دغه شعر به لیکلې کره کتنه آغلې وږمه فضلي وړاندي کوي هیله ده نورې خویندې هم پرې خپل نظرونه ولري.

 او دنورو کاري مسلو ترڅنګ دژورنالیزم په کورس کې دخبریالي  او مرکو او ګردیو میزونو دپرمخ بیولو دڅرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کیږي. هغه خویندې چې دمخ ورته دنده سپارل شوې وه خپل لکچرونه وړاندې کوي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په یوه بجه تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت