ز ما تکیه په هغه خدا ی ده
چه بې ستني د ر ولى دى اسمان

هم يې ځمکه د  اوبو په بحر ایښې
هم یې لمر را خیژولی په جهان

په دنیاکی هر بنده په ژوندون بخت ده
که پیرى دى که حیوان دى که انسان

زه ده هغه رب ثنا صفت کومه
چه په موږ یې همیشه ډیر دى احسان

نور صفت ده دې دنیا کله کومه
هسي سخت دى په نیمګړي کي ګزران

که الله مي و عقبا لره ژر بوزي
زه به څه لرم په زړه کي بل ارمان

یم له دې دنیا نه داسي رقم ستړې
لکه څوک چه شي په دښته کي ستومان

یابه زه یمه بدبخته له بختونو
یابه هر څوک وي له دې ژونده پښېمان

خبر نه یمه له خلګو څه يې حال ده
چي به خوښ وي او که ما رنګه پریشان

نوریه به خالي لاس له دنیا ځمه

څوک به څه کړم که غریب وی که شا هان

نوریه